
دارزګان ولایت یوشمیر اوسیدونکي وايي چي په
ترینکوټ ښار کي غلچکي بریدونه ډير سوي او دوی
اوس خپل ځانونه خوندي نه احساسوي.
امنیتي مسؤړلېن هم مني چي په ښار کي چرکي
بریدونه او جنايي پیښي ډيري سوي خو وايي
دمخنیوي هڅي يي چټکي کړي دي.
دټول ارزګان دامن هیله يي اوس یوازي دترینکوټ ښار تر
پنځه کیلو مترۍ پوري محدوده سوي.
ترینکوټ ښار چي ټول ترپنځه کیلومتره مربع لږ سیمه
ساحه کي شتون لري هره ورځ پکښي غلچکي بریدونه
کیږي چي خلګ يي په ویره کي کړي دي.
په ترینکوټ ښار کي یوشمیر ښاریان وايي ورځ تربلي په
ښار کي غلچکي بریدونه ډيریږي او هره ورځ بي ګنا خلګ
دنامعلومو کسانو له لوري په نښه کیږي خو امنیتي
چارواکي يي په مخنیوي پاته راغلي دي.
دوی غوښتنه کوي چي په ترینکوټ ښار کي امن راولي او
دغلچکیانو مخنیوی دی وسي.
غلچکي برید کوونکو نه یوازي دا چي ددولت مامورین او یاو
پولیس په نښه کړي بلکي داسي کسان يي په نښه
کړي چي په هیڅ یو ارګان پوري اړه نه لري.
دولایتي شورا یو غړی محمد کریم کریمي هم په ښار کي
ورستیو پیښو اندیښمن کړی او دولت په بي غورۍ او
دغفلت په خوب ویده تورنوي.
نموړی وايي امنیتي او کشفي ارګانونه باید ددغه ډول
پیښو درامنځته کیدو مخه ونیسي او دخلګو امنیت خوندي
کړي.
په ورته وخت کي ددغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال
رحمت الله صدیقي هم مني چي په ښار کي غلچکي
بریدونه او جنايي پیښي زیاتي سوي خو وايي چي
دتروریستي ډلو دنیولو او ځپلو هڅي يي پیل کړي دي.
نموړی وايي تر مهاله يي ددریو ډلو کسان نیولي چي
دنشه يي توکو کاروباریانو،مافیا او وسله والو طالبانو سره
تړاوو لري.
دده په وینا چي په ښار کي يي امنیتي تدابیر زیات کړي او
هڅه کوي ټول غلچکیان ونیسي.
دیادوني وړ ده چي په تیرو کي دارزګان امنیتي چارواکو
دغلچکي برید کوونکو پړه خپله پردولتي کسانو ور اچوله
خو اوسني امنیتي چارواکي وايي چي دغه ډول بریدونه
ټول دوسله والو طالبانو کار دی او په وینا يي جي دغه
بریدونه دوسله والو طالبانو کمزوري په نښه کوي.