د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چي په دغه ولایت کي په ورستیو عملیاتو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کي دوسله والو طالبانو ټول پلانونه شنډ سوي او له سختي ماتي سره يي مخ کړي دي.
په ورته وخت کي دولایتي شورا غړي هم مني چي دبهرنیو ځواکونو بریدونو وسله وال طالبان ځپلي خو امنیتي چارواکي په بي کفایتۍ تورنوي. یو کال پوره سوی چي په ارزګان ولایت مرکز او ولسوالیو کي د نا امنیو لمن پرانه سوي او لاهم ترینکوټ هره ورځ دجګړو شاهد وي.اوس ددغه ولایت دامنیه قوماندانۍ چارواکي ادعا کوي چي په ارزګان ولایت کي يي دبهرنیو ځواکونو په مرسته دوسله والو طالبانو ټول پلانونه شنډ کړي او هغوی ته يي درنه مرګ ژوبله ور اړولي ده.امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وايي چي دبهرنیو ځواکونو دغه بریدونه څو ورځي وړاندي په بیلا بیلو سیمو کي ترسره سوي سلګونه وسله وال طالبان پکښي وژل سوي دي او دطالبانو ګڼ شمیر مشران او دجنګي ډلي غړي يي له منځه تللي دي.
امنیه قوماندان همداراز زیاتوي چي امنیتي ځواکونو دوسله والو طالبانو دځپلو دترینکوټ په شمال لویدیځه برخه کي ګډ ځمکني عملیات هم پیل کړي او تر دي مهاله يي تر دري کیلو متره پوري سیمه له وسله والو طالبانو تصفیه کړي خو په خبره يي چي ځکه چاته پکښي مرګ ژوبله نده اوښتي چي وسله والو طالبانو له مقاوت پرته سیمي خوشي کړي دي.په ورته وخت کي دولایتي شورا یوغړی محمد کریم کریمي وايي چي دوی دبهرنیو ځواکونو ددغه ډول هوايي بریدونو ځکه خلاف دي چي یوازي افغانان پکښي وژل کیږي خو کوم پرمختګ نه ترسترګو کیږي.نموړی وايي، دوی دبهرنیو ځواکونو دهوايي بریدونو هرکلی هغه وخت کوي چي دافغان ځواکونو پرمختګ پکښي وي نه داسي چي یوازي خلګ پکښي ووژل سي.په ورته وخت کي بیا دګیزاب ولسوالۍ امنیه قومانداناغا لالی وايي چي دوی دوسلو او مهماتو له کمښت سرهمخ دي او ولایتي چارواکي يې باید سمبال کړي څو پهولسوالۍ کي امنیتي ساحي پراخي کړي.
امنیه قوماندان هم مني چي په ټولو ولسوالیو کي د وسلواو مهماتو کمبوتات لري خو وايي څه چي يي په وس کيکوي ور رسوي يي.دارزګان ولایت امنیتي چارواکي په داسي کال کي دوسلهوالو طالبانو دماتي خبره کوي چي څو ورځي وړانديدامنیتي ځواکونو په وینا چي دبهرنیو ځواکونو په هواييبریدونو کي تر ۵۰ ډیر وسله وال طالبان ووژل سوه خو وليلاهم وسله وال طالبان دترینکوټ ښار ته په دوه کیلو مترۍکي شتون لري او له افغان ځواکونو سره وخت ناوختنښتي کوي.
وروستي