
کابل کې مې تازه دنده اخیستې وه دفترته نزدې مې یو مارکیټ کې اطاق ونیولو ځکه چې کابل کې د موټرو د رش له امله لارې زیاتې بندیږي او ساعتونه پکې ضایع کیږي. دا لارې د موټرو زیاتوالی د سرکونو تنګوالي له امله هم نه دي بلکې زیاتره ترافیک او موټر چلونکي قانوني اصول نه مراعت کوي.
اطاق مې ښه پراخ وه پخلنځای تشناب هر څه یې لرل مګر د ګرمو اوبو د نه شتون له امله باید چې بهر ته د لمبلو لپاره تللی وی. د مارکیټ له منشي نه مې پوښتنه وکړه چې نزدې کوم حمام شته چې کله کله ورشو؟ منشي راته وویل د مارکیټ مخامخ حمام دی بیغمه ورځه.
حمام مارکیټ ته مخامخ واقع وه خو لاسي ګاډیو له عمومي سرک پناه کړی وه. د حمام یوې خوا ته نانبای او بلې خواته یې قصابي وه چې د ښاروالۍ د ټولو اصولو خلاف کار وه خو کابل وه هر څه پکې پېښېدل. د پنجشنبې او جمعې ورځ چې کابل کې عمومي رخصت وي زیاتره هغه کسان چې دندې لري په همدې ورځو کې د کور سودا خوراکي توکي اخلي او یا هم له کابل نه بهر د سیل لپاره ځي. د پنجشنبې په ورځ چې رخصت وه سهار حمام ته لاړم.
د حمام د دوکان جوړښت داسې وه چې لومړۍ برخه نایان وه او شاته یې حمام لرلو. لومړۍ مې ږیره جوړه کړه بیا مې نایي ته وویل چې لمبیږم نایي په دري ژبه غږ کړ ویې وویل یک شامپو بیتي حمام ام نشان بیتی. یو غټ پیړ سپین ږیری سړی له چوکۍ راجیګ شو تکه سپینه ږیره یې وه ړنګ بنګ پکول یې په سر وه یو غټ بنېل (ګنجی) یې په تن وه د بنېل لاندې یې بل نری بنېل اغوستی وه او دا ټول یې بیا په پتلون کې ننه ایستلي وه کمربند یې بیخي د خیټې مینځ کې تړلی وه.
شامپو یې قیچې باندې راته پرې کړه او په تونده لهجه یې یو ماشوم ته چې تقریبا د اتو کلونو به وه او ځان یې په څادر کې له یخ ټینګ نغښتی وه د شامپوګانو او نورو سامانونو میز شاه ته ولاړ وه وویل چې ورشه حمام ورته وښیه. ما ورته بابا خیر دی زه دننه ځمه پیدا کوم یې خو ماشوم باندې غصه مه کوه هغه وړوکی دی. بابا زما په ځواب نور هم تک سور شو زما خبرو خوند ورنکړ ماشوم ته یې لا هم رد بد وویل ما ته یې مخ راواړوه ویې ویل ته ورشه حمام وکړه دا د رنډۍ زوی خو دلته هسې کار نه کوي معاش ورکوو. په د خبره مې بابا ته نوره غصه هم راغله مال د وړوکي ماشوم ته ولې دومره په غصه کیږي دا څنګه مشر یې ته؟ بابا چې خبره خوله کې جوړوله نایي ورباندې غږ کړ بابا چپ شه چې له د خبرې سره د بابا له خولې هیڅ خبره بیا راونه وتله ما ته یې وویل ته ورشه ولامبه خپه نه شې وروره.
په دې سره ښه وه زما او د بابا ترمینځ کومه شخړه رانغله کنه امکان وه چې تر یو بل ګریوانونو مو لاس رسیدلی وای. کله چې مې حمام وکړ راووتم ماشوم ته مې وویل څو روپۍ شوې؟ ماشوم مسکی غوندې شو په دري ژبه یې وویل پنجاه یانې پنځوس. بابا همداسې په چوکۍ کې ناست دی پښه یې په یوه بله اړولې او تلویزیون کې یې سترګې خښې کړي دي زما لوري ته هیڅ نه راګوري ما هم څه ورته ونه ویل همداسې ترې راووتم.
کله چې د مارکیټ دروازې ته بیرته راورسیدم منشي مي ولیدلو چې دروازه کې ولاړ دی ورته ومې ویل افرین تا خو سم حمام راښودلی وه ښه شوه چې په لانجه ورسره وانه وښتم. منشي وویل ولې څه خبره وه؟ ټوله کیسه مې ورته وکړه منشي وویل څه یې کوې حمام کوه دا ځای ښه دی نزدې دی نور یې کیسه کې مه اوسه خو دا سړی ډیر بدبخته سړی دی خبرې ورسره مه کوه حمام ته ورځه لامبه او بیرته ترې راځه. منشي ته مې وویل ولې په د سړي باندې څه شوي دي؟
منیشي وویل پریږده یې څه یې کوې خو ما پرې تینګار وکړ، منشي راته کیسه شروع کړه چې دا سپین ږیری نوراغا نومیږي د شمالي دی. نوراغا مجاهد وه د مجاهدینو غټ قومندان وه په خپل ګوند کې یې ډیر د قدر نوم لرلو. دده ملګري کیسه کوي چې یوه ورځ یې کوم کمین کې له دوو سوو زیات افغان عسکر وژلي وه او بیا د ګوند ریس انعام کې د بل ملګري لور ورته په نکاح کړې وه. اوسني دولت کې یې ښه غوړه وظیفه پیدا کړه کوم وزارت کې معین مقرر شو البته چې تر شپږم ټولګي یې هم درس نه وه ویلی. سقاوې توب د دوی کورنی کسب دی خو د جهاد برکت وه چې نوراغا یې لومړی قومندان کړ بیا یې د واک تر چوکۍ راورسولو.
د کرزي لومړیو ورځو کې یې کورنۍ هم کابل ته راغله په کم وخت کې یې دومره پیسې پیدا کړې چې خلک ورته حیران وه چې د پیسو د چاپ کوم ماشین لري که بانک یې وهلی دی. نازولي زامن یې هم کابل ته چې راغلل وزرې یې وکړې لوکس موټر او هر ډول عیاشي د دوی په مخکې لکه سیخ کړی کباب پراته وه پلار به یې ورته هیڅ نه ویل هر ډول پیسې یې چې پیدا کولې کور ته به یې راوړلې. د نوراغا پاچاهي وه کش او پش یې جوړ وه زامنو یې کابل کې د لوفرۍ نوم لرلو.
خو د نوراغا پاچاهي ډیر دوام ونکړ ډیر زر هرڅه داسې شول چې چا یې تصور نه شو کولی. یو زوی یې د قرعې بند کې مړ وموندل شو وروسته مالومه شوه چې بې کیفیته شراب یې څښلي وه دوهم زوی یې د کابل مزار په لویه لاره ټکر وکړ هلته مړ شو.
کله یې چې دواړه زامن مړه شول اقتصادي وضعیت یې ډیر خراب شو، یو دی میرمن او د زامنو خیلخانه یې کابل کې پاتې شول. څه وخت وروسته یې میرمن سخته ناروغه شوه خپله هستي او نیستي یې ټوله پرې ختمه کړه خو روغه نه شوه وروسته یې میرمنې هم له د فاني نړۍ سترګې پټې کړې. د دواړو زامنو خیلخانه یې بیرته کلي ته ولیږله .لمسیان یې واړه وه نږندې یې په کلي کې وې کابل ته یې نه شوای راوستلې ځکه هغه ډالر او پیسې نه وې خپل کور یې هم خرڅ کړی وه او کلي ته د ده زړه نه کیدلو د ژوند ټولو ملګرو یې پریښودلو هیچا هم لاس ونکړ چې یووخت یې دده په سترخوان غبرګ شخوندونه وهل.
اخر داسې وشول چې بله لار یې نه لرله نزدې ملګرو به هم ورته بهانې کولې چې د میلمه ځای نه لرو ته مریض یې سبا به مړ یې بیا هغه وي او داغه وي. دا چې قومندان نور اغا باندې ټولې لارې بندې شوې هیچا لاس ورنکړ او یو ډول روحي ستونزې سره مخ شو وروستی تمځای یې همدا مخامخ حمام شو کوم چې دده اصلي کسب دی. د سقاوې څښتن ورته دنده ورکړې چې مشتریانو ته شامپو او د پاکۍ ماشینونه ورکوه او تشنابونه صفا کوه شپه به هم همدلته حمام کې کوي چې سهار وختي اوبه ګرمې کړي ډوډي وړیا ده او لږ اندازه معاش هم ورکوي.
په شنه سهار کې د منشي له خولې د نور اغا کیسې ډیر خپه کړمه او سوچ کې یې یووړمه چې منشي راته وویل خدای خپل بنده ښه پیژني چیرې به یې ظلم کړی وي هغه متل دی نه دی اوریدلی چې وایي له ازاره چا بازار موندلی نه دی او که حقیقت ته وګورو نور اغا ته خو اوس اصلي دنده پیدا شوه کوم چې دده اصلي مسلک دی. ته وګوره زه لیسانس لرمه بې دندې ګرځمه دلته مارکیټ کې منشیتوب کوم خو نوراغا یو وخت د وزارت معین وه.
اطاق ته راوختم تلویزیون مې ولګولو ګورم چې حامد کرزی په تلویزیون کې لګیا دی شاته یې زیات شمېر د نوراغا ملګري هم ولاړ دي د لویې جرګې غوښتنه کوي. ځان سره مې وویل کاشکې هر چا ته لکه نور اغا خپله دنده ورسیږي.
کابل
۲۰۱۷/۱۱/۱۸