د ویرات کوهلي پر ځای د روهت شرما مقرري

د جیو نیوز د خبر په حواله د هند د کرکټ لوبډلمشر ویرات کوهلي د نوموړي هیواد د کرکټ بورډ ادارې ته ویلي وو چې زه کوم روباټ نه یم ځکه زه دمې ته اړتیا لرم، نو په همدې اساس د هند کرکټ بورډ ادارې (بي سي سي ائي) دا پرېکړه کړی چې د راتلونکو یوه ورځنیو لوبو سیریز لپاره روهت شرما د لوبډلمشر په حیث وګماري.

د هند د کرکټ بورډ څخه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې پر ۱۵ ډسمبر باندې د سریلنکا په وړاندې د یوه ورځنیو سیالیو په لړ کې چې درې لوبې به ترسره کیږي لوبډلمشري به یې روهت شرما کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ویرات کوهلي په خپله ویلي وو چې نوموړې روباټ نه دې او باید دمه وکړي.