د افغانستان بریالی بهرنی سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان بهرنی سیاست په پنځو حلقو (ګاونډي هېوادونه، اسلامي هېوادونه، اروپا، امریکا، کاناډا او جاپان، اسیاسي هېوادونو او لویو نړیوالو بنسټونو) وېشلی دی. د هېواد د بهرني سیاست د همدغه وېش او کټګورۍ په اساس له ګاونډیانو، د سیمې، اسلامي نړۍ او اروپا او امریکا هېوادونو سره د افغانستان اړیکې تر پخوا ښې او پیاوړې شوې دي. افغانستان دا مهال له سیمې، اسلامي او د نړۍ هېوادونو سره تعریف شوې اړیکې، دوه اړخیزې همکارۍ او نېک مناسبات لري او لا هم د دغو اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره عملي هلې ځلې کوي، ځکه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته بار بار ویل شوي او په ډاګه شوې چې باثباته او پرمختللی افغانستان نه یوازې د کوم هېواد په زیان نه دی، بلکې نورو هېوادونو د سوداګریزې او اقتصادي ودې او په ځانګړي ډول د سیمې د ثبات او امنیت په تامین کې ګټور رول لرلی شي. افغانستان د حکومت د معقول او بریالي بهرني سیاست له امله یو ځل بیا د نړۍ د هېوادونو د توجه محوروګرځېدلی دی. د افغانستان حقانیت او برحقه دریځ چې د تروریستانو او فساد پر ضد مبارزه ده نړیوالو تائید کړ او د هغه ټینګ ملاتړ یې کړی. د پولنډ پلازمېنه کې د تېر کال په وارسا ناسته کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په موخه د نړیوالو مالي ملاتړ د نړۍ هېوادونو سره د ښو مناسباتو او د افغانستان د بریالي بهرني سیاست ښه بېلګه ده.  تروریزم چې د سیمې او نړۍ لپاره منځمهاله تهدید دی او افغانستان له دغه تهدید سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او له همدې امله د افغانستان ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت د تامین په موخه هره ورځ قرباني ورکوي. افغان حکومت د خپل بریالي بهرني سیاست پر مټ نړیوالوال تر پخوا زیات د تروریزم تهدید ته متوجه او پر دې قانع کړل چې که د دغې شومې پدیدې پر وړاندې جدي، واضح او صادقانه ګډه مبارزه ونشي، نو باور دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه به د دغه تهدید او خطرونو له امله زیات متضرر شي. افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو کې او همدارنګه په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې نړیوالو ته په ډاګه وویل: چې تروریزم هیڅ حد او سرحد نه لري. تروریزم او د هغوی ملاتړي د بشریت، خپلواکۍ، ولسواکۍ، بشري ازادیو، ارزښتونو او پرمختګونو دښمنان دي او له همدې امله غیر له وژنو او بدبخته کولو بله هیڅ برنامه هم نه لري.  افغانستان  دخپل بریالي بهرني سیاست پر مټ په دې وتوانېد چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره واحد دریځ او نړیواله اجماع رامنځته کړي او د سیمې او نړۍ هېوادونه یې له هر ډول استثنی او د ښه او بد تروریزم له تفکیک پرته د واحدې ستراتیژۍ له لارې د تروریزم ضد مبارزې ته هڅولي. پاکستان چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ تولیدونکی او ملاتړی هېواد بلل کېږي، د افغانستان د معقول بهرني سیاست له امله تر نړیوال فشار لاندې دی او باور دی چې د دغه فشار له امله به پاکستان په خپل دریځ، له تروریزم سره په خواخوږۍ او تمویل کې بدلون راوړي او د هغوی له پالنې به لاس واخلي. افغان حکومت په مراتبو اعلان کړی چې دوی د پاکستان بربادي نه غواړي، بلکې دا غواړي چې پاکستان دې افغانستان ته د تروریستانو د صادرولو پرځای په معقولو لارو او بدیلونو فکر وکړي او له د تروریستانو له لارې پر افغانستان د فشار راوړلو پرځای دې له افغانستان سره دولت په دولت اړیکو او مذاکراتو ته ارزښت او لومړیتوب ورکړي.