جانان به راشي

اميد لرمــــه ، چــــــــې جــــانان به راشي
دمـــــودې پس د زړه درمـــــــان به راشي
بيګاه يې خوب کې وعدې ټينګې وکړې
ښکلــــــې ځــــــواني او قدردان به راشي
چې انتظار کې يې کړيدلـــــــی ډېر وم
هغـــــه ګلاب د ګلستان بـــــــه راشي
چـــــې ورته تږی و ، د ډېرو مــــودو
د هغـــــه زړه للمــــې باران به راشي
چـــــا چـــې زمـــا زړګی ټوټې ټوتې و
هغه خونخوار بېرته پښېمان به راشي
حکيمي ستا چــــې په خزان و حساب
هغه سپرلي ، سپرلي چشمان به راشي
اکبرعلي حکيمي
له چين هېواد څخه