اشرف غني او حامد کرزی پر یو بل د فشار راوړلو هڅې کوي؟!

جمهور رييس اشرف غني په کندهار کې د عينو مېنې ښارګوټي د فني او قانوني مراحلو د جوړيدلو د پلټنې حکم ورکړی، چې د دغه چار لامل یو شمېر کارپوهان سیاسي بولي، ځکه دغه ښارګوټي د حامد کرزي ورور محمود کرزي لخوا جوړ شوی.
له یوې مودې راهیسې، پخوانی جمهور رييس حامد کرزی او پلویان يې په دې هڅه کې دي، چې يوه عنغنوي لویه جرګه را وغوښتل شي، تر څو د افغانستان راتلونکی برخليک، د امریکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو شتون او نور مسايلو په هکله پرېکړې په کې وشي.
د ملي وحدت حکومت بیا د دغه جرګې مخالف دی، ځکه کیدی شي داسې پرېکړې وشي، چې د ملي وحدت حکومت وننګوي او بهرنیو ځواکونو موجودیت ته هم شرطونه وضع شي او دا هغه څه دي، چې د ملي وحدت حکومت يې په هکله پټه خوله دی او د امریکايي ځواکونو لخوا د ملکي خلکو وژنې غندنه هم نه کيږي.
د ملي وحدت حکومت له جوړیدو نه درې کاله تیر شوي او ټاکنو ته ايله دوه کاله پاتې دي، چې د کمپاین او سیاسي ائتلافونو لپاره ډير وخت ندی او سر له اوسه نوي ائتلافونه راټوکيږي او هڅې روانې دي.
په تيرو ټاکنو کې پخوانی جمهور رييس په ظاهره پټه خوله ښکاريده، خو ويل کيږي چې د ده له ملاتړ پرته به مشکله وای، چې اشرف غني بریالی شوی وای، خو اوس يې اشرف غني ته دا پیغام ورکړی، چې دا ځل به يې ملاتړ ونکړي.
د حامد کرزي د واکمنۍ د پای پر مهال، د ده اړيکې له امریکا سره د ځېنو مسايلو پر سر لکه د شپې لخوا د خلکو پر کورونو د چاپې غورځولو، د امنيتي تړون نه لاسلیکولو پر سر ترینګلي شوي وي.
د یادونې ده، چې د ملي وحدت حکومت په دې دريو کلونو کې د هېواد امنيتي حالت خراب شوی، د امریکا لخوا زیات شمېر ملکي خلک وژل شوي او د بمونو مور هم په افغانستان کې وکارول شوه، چې د خلکو او نړیوالو له بد غبرګون سره مخ شو.
دا به په راتلونکې کې روښانه شي، چې د اوسني او پخواني جمهور رييسانو تر منځ به خبره کوم ځای ته رسيږي او د افغانستان لپاره به يې پايلې څنګه وي، خو یوه خبره ښکاره ده، تر څو چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو وي، د امنيتي حالت ښه کیدو ته خلک چندان امیدواره نه ښکاري.
یوه بله د پام وړ خبره دا ده، چې پخوانی جمهور رييس حامد کرزی اوس هم په افغانستان کې یو له ډيرو زیات بانفو‌ذه اشخاصو څخه شمېرل کیږي، خو په افغانستان کې ټاکونکی رول د امریکا ملاتړ بلل کيږي.