د افغان وژنې امریکايي جګړه

د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان څخه د څه د پاسه درې میاشتو له تېرېدو  وروسته، تمه کیږي چې ډېر ژر به تازه دمه سرتیري افغانستان ته ورسیږي او نوي سرتیري به له افغان ځواکونو سره یو ځای په عملیاتونوکې ونډه ولري.
 افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته؛ په ټولیزه توګه د هیواد په امنیتي حالت کې ستر بدلون راغی! ګومان کېده چې له نوې جګني تګلارۍ سره سم به: د مخالفینو په بریدونو کې زیاتوالی راځي، د ملکي تلفاتو شمېر به لوړیږي، ګډوډۍ او کړکیچ به نور هم پراخیږي؛ او همداسې وشول!
د « بري په لور- جګړه » د غرب پلان سره سم  امریکا او ملګرو ته یې ګټوره او بریالۍ تګلاره ده؛ خو د نورو تګلارو په څېر دا ځل به هم افغان ولس قرباني ورکوي.
 
د سور سري لیوني په راتګ سره که څه هم تمه کېده چې؛ د افغانستان لپاره د ده په تګلارې  کې به توپیر وي؛ ځکه چې کلونه وړاندې(۲۰۱۱) یې په افغانستان کې د امریکا شتون د پیسو او وخت ضایعه ګڼله.
په خپلو ټاکنیزو ویناوو کې یې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په ویستلو ټينګار درلود.
 هغه د افغانستان جګړه، امریکا پورې تړلې نه ګڼله او ویلي یې وو: امریکا ته پکار نه ده چې د نړۍ لپاره د پولیس ساتونکي په توګه و اوسي او پاکستان په وړاندې یې هم کلک دریځ غوره کړې و، او ګواښونه یې ورته کړي وو.
خو واک ته له رسېدو وروسته یې خپلې تیرې خبرې هیرې کړې او د خپلو خبرو او ژمنو خلاف یې؛ افغانستان ته د لسګونو سرتیرو د لیږلو اعلان وکړ، او ده هم د افغانستان ویجاړتیا او د افغانانو د وژنې پالیسۍ ته دوام ورکړ.
په دې بحث نه کوم چې د بهرنیو سرتیرو له حضور پرته به د هیواد امنیتي حالت ډېر ښه وي؛ او سره جوړ به وو، هېر مو نه دي؛ د ولس ستونی لا هم تریخ دی.
 
دا چې د افغانستان په بدمرغۍ کې امریکا څومره ښکیله ده او د هیواد په برخلیک ټاکنه کې دا هیواد څه رول لوبولای شي؟ په دې اړه به خپل نظر څرګند کړم.
څو ورځې وړاندې بریټانیايي رسنیو له فضا نه اخیستل شوی ویډیو خپره کړه! په ویډیو کې له داعش جنګیالیو سره د امریکايي پوځيانو لخوا د وسلو د مرستې جریان لیدل کیده! که څه هم څو ورځې وروسته و ویل شول چې؛ دا  جعلي او د ویډیويي ګیم انځورونه دي خو؛ ټولو ته جوته ده چې داعش چا رامنځته کړې او څوک  یې تجهیزوي؟!
موږ پوهیږو چې د سیمې څار، د روسیې، ایران او چین کنټرول، د افغانستان طبیعي سرچینې، مذهبي جګړه او د اقتصادي لیوالتیا له مخې امریکا افغانستان ته د راتګ پلمه جوړه کړې ده.
خپلو دغو او نورو موخو ته رسېدو لپاره، خونړې تګلاره پلې کوي، هم مو وژني او هم مو نړۍ ته ګواښ ګڼي، په فساد کې یې ښکیل کړو او د ککړ هیواد په توګه یې بدنامه هم کړو، له مخدره توکو ګټې دوی تر لاسه کوي؛ شرم یې زمونږ دی، په سرچینو مو د دوی هیوادونه شتمن شول، مړۍ ډوډۍ ته مونږ حیران یو او..........!
 
خو امریکا کولای شي د سوله ایزې لار په سیمه کې پاتې شي، امریکا او ملګري یې کولای شي چې د بې ګناه وګړو له وژنې پرته خپلې موخې تر لاسه کړي. دا هیواد کولای شي د خپلو زرګونو سرتیرو له وژنې پرته نورې حل لارې وګوري.
ښکاره ده چې د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو ونډه به د هیواد په امنیتي حالت کې هیڅ بدلون را نه ولي.  د امریکا دا اوږده جګړه به همداسې دوامداره وي، له یوې خوا به مخالفینو سره مرستې کوي، له بل پلوه به افغان ځواکونه ورسره جنګوي.
 خو امریکا دې په دې پوهه شي چې یوه ورځ به داعش دوی ته هم بلا ګرځي او لکه څنګه چې دغو وحشیانو د خپلو څو تنو غړو سرونه پرې کړل، د وینو تږي اود مړو دا وږي به یوه ورځ له ختیځ نه ستړي او ماړه شي؛ او د لویدیځو خوړو شوق به یې ونیسي.
 
ملګرو ملتونو ته پکار ده چې پر نړۍ د عملي او ريښتنې سولې غږ وکړي او عملي هڅې وکړي!
زبر ځواکونه دې خبرو ته کینوي د دوی تر منځ دې سوله او روغه جوړه وکړي، څو په ټولې نړۍ کې سوله راشي.
تر هغه مهاله چې د نړۍ ستر ځواکونه په خپلو کې جوړ نه شي، له طالبانو او نورو مخالفینو سره سوله نا شونې ده.
 پاکستان، طالبان، داعشیان او نور ترهګر دې هم دا نه هیروي؛ چې د دوی سبا معلوم نه دی، ډېر ژر به دوې له منځه یوسي او پر ځای به یې نوي لوبغاړي، مېدان ته کړي.