د بدنې روزنې او ورزش نوی رئيس وټاکل شو

روهي (جمعه / ۳ د لېندۍ)، ولسمشر محمد اشرف غني حفیظ الله ولي رحیمی د بدنې روزنې او ورزش د رياست د رئيس په توګه وټاکو.

نن ورځ په همدې پار په ولسمشرۍ ماڼې کې مراسم جوړ شوې و، چې پر ولسمشر سربيره د هېواد ورزشکارنو په کې برخه اخېستي وه. ولسمشر محمد اشرف غني د بدنې روزنې او ورزش رياست د نوی رئيس د ټاکنې په مراسمو کې وويل، "هغه وياړونه چې زمونږ ورزشکارانو هېواد ته راوړي دي، د افغانانو د هيلو تمثيل کوونکي دي، زمونږ لومړنۍ او ورستنۍ غوښتنه دا ده چې ورزش بايد په مکمل ډول مسلکي ووسي او د ملي يووالي لپاره بايد هڅه وکړي."

په ناسته کې د ورزش او بدني رزونې نوي رئيس حفیظ الله ولي رحیمی وويل، "د سپورټ او ورزش بنسټيزې سرچينې او بنستونو د تېرو جګړو پر وخت له منځه لاړ او په تيرو ورستي، کالنو کې ورزش ته کومه پاملرنه نه ده شوي."
د ا په داسې حال کې ده، چې په نېږدې تېر کې د المپيک په ملي کمېته کې د ورستيو ستونزو په اړه ولسمشر فرمان صادر کړ او د ستونزو د حل لپاره يې د ټاکنو حکم وکړ.