ډاکټر نجیب الله خواجه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وټاکل شو

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ لومړۍ) نن ماښام د لوړو زده کړو پخواني سرپرست وزیر ډاکټر عبدالطیف روشان له دندې استعفا ورکړه.
تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو ښکاره ښاغلي روشان پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلی و، چې دی نه غواړي، ترڅو په ټولنیزو شبکو کې د شایعاتو ښکار شي.
بل ولسمشر غني په تازه فرمان کې د لوړو زده کړو وزارت لپاره، ډاکټر نجیب الله خواجه عمري د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.
ویل شوي، چې خواجه عمري د برېښنا په برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي دي.
هغه د پوهنمل په علمي رتبه د کابل پوهنتون استاد دی.
نوموړی د ټولګټو وزارت مشاور، د کانونو او پټرولیم وزارت مشاور، د پوهنې وزارت تخنیکي مشاور هم پاتې شوی دی.
تونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.