شهزاد محمدي خپلې لوبډلې ته به ستون شي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ لومړۍ) د معلوماتو له مخې، کرکټ بورډ د شهزاد محمدي د قضيې په اړه په رسمي ډول څه نه‌ ويلي، خو باوري سرچينه وايي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د شهزاد د برخلیک په اړه پرېکړه وشي.
سرچينې زیاته کړې؛ د کرکټ نړيوالې شورا منلې چې د پنجشنبې په ورځ به د شهزاد له وکيل سره پرېکړه شريکه او تر جنورۍ مياشتې به بېرته لوبډلې ته راستون شي.
هغه له تېرو څو میاشتو راهیسې له سیالیو لیرې کړای شوی دی.