د تصوف ځينې طريقې

تصوف او صوفي کېدل د نړۍ په ټولو ادبياتو کې يوه ځانګړې برخه جوړوي،چې نه شو کولای د تصوف تاثيرات په پښتو ادبياتو کې هم ناديده وګڼو، دا چې تصوف په پښتو ژبه کې او په ځانګړې توګه په شعري او نثري ليکنو کې څومره رول او موقف لري . د تصوف د څېړونکو له انده ډېر د پام وړ توکی بللی شو: لکه چې د تصوف په ډېرو پېژندونو کې راغلي دي ، چې اصطلاحي اړخ يې د ډېرو تصوف پوهانو او خېړونکو له انده د ډېرې کتنې او پلټنې وړ خبره ده . زموږ بحث په دې البته کوچنۍ رساله کې دانه ده ، چې تصوف ډېرو لوريو څخه وڅيړو او وځيرو . زموږ هڅه دلته داده ، چې د تصوف او هغه ته اړوند ځنې مسايل او لارې چارې وڅيړو، د بحث او تحقيق موضوع دلته راټوليږي . د تصوف لارې او طريقې ، چې ډېرو متصوفينو په هغولارو او طريقو عمل کړی دی، همدارنګه ډېرۍ صوفيان په دې توانېدلي دي ، چې د تصوف په انګړ کې د تصوف ګلونه خپلو لارويانو ته روښانه او وروښايي ، چې ډېرو په دغه لار کې د مُرشدانو دندې ترسره کړي دي . او تر ډېره بريده يې خپل پلويان او بيعت کوونکو ته لاره روښانه کړې او دغه لوی رسالت يې په ښه توګه ترسره کړی . زموږ موخه هم دلته ده ، چې په تصوف کې د ځينو لارو او طريقو شتون حتمي دی، چې څېړل يې زموږ ددې موضوع هدف جوړوي .
دتصوف له (۷۳) طريقو څخه ځينې طريقې ، چې ډېر عموميت لري، هغه دادي :
۱- قادريه طريقه :
دا طريقه ، چې د حنيد د مکتب تر اغېزې لاندې ده، مؤسس يې شيخ عبدالقادرجيلاني دی،چې په ۴۷۰ هجري کې زېږېدلی دی او په ۵۱۶ هجري کې وفات شوی دی .
په شرعي علومو کې د تبحر خاوند ؤ او په (۱۳) علومو کې يې لاس درلود.
فقهي فتوی به يې د امام شافعي او امام احمد بن حنبل په مذهب ورکول ، ډېر کرامات ده ته منسوب دي،چې ځينې يې دادي :
دده له مور څخه حکايت شوی، چې د روژې په مياشت کې به ده د ورځې د مور تی نه روده، يوه ورځ،چې د خلکو لپاره مشتبه وه،چې روژه به ويکه بوزه،نو د عبدالقادر له مور نه تپوس وشو، هغې وويل : تی نه روي. وروسته بيا خلکو ته معلومه شوه ، چې هغه ورځ د روژې ورځ وه .
په خپله له ده څخه حکايت شوی،چې په افق کې يې ډېر عظيم نور وليد،چې يو صورت په کې ښکاره شو او ويل يې :
اې عبدالقادره ! زه ستا رب يم او ټول محرمات مې تاته حلال کړل ده ورته وويل : ورک شه ! لعينه ! له دې وينا سره هغه نور په تور تم بدل شو او هغه صورت لوګی وګرځيد، چې بيا يې ورته وويل : ما په دغه ډول اويا تنه د طريقو خاوندان ګمراه کړي دي،مګر تا نجات وموند . چا له ده نه پوښتنه وکړه : ته څنګه پوه شوې،چې دا شيطان دی ؟ شيخ عبدالقادر وويل : د حرامو په حلالولو.
وايي يوه ورځ په نظاميه مدرسه کې ډېر فقهاء او علماء راغونډ وو او شيخ عبدالقادر د قضاو قدر په باب خبرې کولې، چې يو مار له چت څخه راولويد او ټول و تښتېدل ، يوازې دی په کوټه کې پاتې شو او خپلې خبرې يې کولې،مار راغی د ده تر کميس لاندې ننووت او پر جسد باندې يې تېر شو ، له ګريوانه يې راووت بيا يې له غاړې نه تاو شو او د ده په حال کې هيڅ تغير را نغی، مار بېرته ځمکې ته ښکته شو او مخامخ ورته په لکۍ ودرېده څه غږ ترې پورته شو، مګر څوک ، چې له کوټې نه دباندې وو، يو هم پوه نه شو،چې څه يې وويل ، مار بېرته لاړ او خلک کوټې ته را ننوتل . له ده څخه يې د غږ په باب پوښتنه وکړه ، چې څه يې ويل ؟
شيخ په ځواب کې وويل : مار راته ويل : ما ډېر اولياء په دغه شان ازمېيلي؛ مګر ستا ثبات مې په بل چا کې نه دی ليدلی. ما ورته وويل: ته يوچينجی يې، چې قضا او قدر دې په حرکت راولي او بس.
دشيخ عبدالقادر تصوف سني او طريقه يې پر اعتدال ، د سنتو پر متابعت ، حب الخير، شفقت او تواضع بناء ده .
نهه څلوېښت اولاده يې درلوده،چې يوولسو تنو يې دده لارښوونه او طريقه د أسيا په غرب او مصر کې خپره کړه .
ده له فقيرانو ، صغيرانو ، وينځو او غلامانو سره ناسته ولاړه درلوده ، مګر د دولت اعيانو او اکابرو ته هيڅکله نه پاڅېده او نه د وزير او دسلطان دروازې ته ورته .
۲- رفاعيه :
دا طريقه سيد احمد رفاعي ته منسوبه ده، چې په ۵۸۰ هجري کې وفات شوی دی ، بني رفاعه د عربو يوه قبيله ده،چې رفاعي ورته منسوب دی. په ده کې رحم او شفقت ډېر زيات ؤ او په حيواناتو هم ډېر زهير ؤ ، حتا، چې کله به يې د جامو پر پيڅکه پيشو ويده وه او د لمانځه وخت به شو، هغه پيڅکه به يې د خپلو جامو نه غوڅه کړه او چې د لمانځه نه به بېرته راغی او پيشو به پاڅيدلې وه نو بېرته به يې په جامو پورې وګنډله .
۳- احمديه :
احمد بدوي د مصر له لويو اولياوو څخه دی، چې په ۵۹۶ هجري کې زېږېدلی ، د احمديه طريقې مُرشد دی .
دی هم لکه رفاعي شافعي مذهب ؤ، د ده طريقه هم پر قرآن او سنتو اتکاء لري او دتعليماتو اساسي ټکي يې دادي :
د نورو په مصيبتونو به نه خوشحاليږﺉ، ګاونډيو ته به ضرر نه رسوﺉ، دبديو مقابله (به) په احسان سره کوﺉ، وږی به مړوﺉ، بربنډ به پټوي، پر يتيمانو او ضعيفانو به مهرباني کوﺉ .
۴- د سوقيه :
د ابراهيم د سوقي طريقه ده، چې په ۶۷۶ هجري کې د ۴۳ کالو په عمر وفات شوی دی . طريقه يې پر خالص سني تصوف بناء وه او پر کتاب او سنت يې تمسک درلود. شريعت يې اصل او طريقت يې فرع ګاڼه . د ټولو خلکو مينه يې د کمال ضروري شرط او د مُريد راس المال شمېره.
۵- اکبريه :
دا طريقه ځکه اکبريه بولي، چې شيخ الاکبر (محي الدين بن عربي) ته منسوبه ده . دا شيخ (۶۳۶ هجري) د وحدت الوجود زعيم دی،چې له وحدة الوجود څخه وحدة الاديان ته رسېدلی دی، ده ټول دينونه يو دين ګاڼه،چې هغه د محبت دين دی . دده طريقه پرڅلورو صفتونو او خصلتونو بناء وه : چپ والی، ګوښه توب، لوږه او بېخوبي .
په دې طريقه کې پير خپل مُريد ته امر کوي ، چې له ټولو صغيره ګناهونو خخه توبه وباسي، پس له هغه يې بيا لاس پر لاس ږدي او ورته وايي،چې سترګې پټې کړه . اول درې ځله پېر لا اله الا الله وايي او مُريد يې اوري او پېر ورته غوږ نيسي. وروسته بيا تبرکاً دا آيت شريف وايي : (ان الذين يبايعونک) تر ( اجراً عظيماِ) پورې . پس له هغه مُريد هره ورځ سل ځله استغفار ، سل ځله لااله الا الله د زړه په حضور او دمانا په پوهه وايي، بيا سل ځله الله ورپسې سل ځله دا درود وايي : اللهم صل وسلم وبارک علی سيدنا محمد النبي الامي امام الهدي و علی اله وصحبه و سلم عدد کل ذرة الف الف کرة .
۶- شاذليه :
ددې طريقې مؤسس او باني ابو مديان ؤ او ابو الحسن علي شاذلي تونسي په خلکو کې رايجه کړه؛ ځکه يې شاذليه بولي. علي شاذلي په ۵۹۳ هجري کې زېږېدلی او په ۶۵۶ هجري کې وفات شوی دی. دا طريقه د علم پر مطلب او ډېر ذکر بناء ده او مشقت او مجاهده په کې ډېر ارزښت نه لري .
۷- مولويه :
د مولانا جلاالدين رومي طريقه ده ، چې په ۶۷۲ هجري کې په قونيه کې مدفون شو. ده رقص او موسيقي د ذکر په طريقه کې شامل کړه او عالمي شهرت يې وموند .
۸- نقشبنديه :
شيخ بهاؤالدين محمد بن محمد بخاري ، چې په شاه نقشبند مشهور ؤ، د دې طريقې پيشوا دی . دی بخارا ته نږدې په يوه قريه کې په ۶۱۸ هجري کې زېږېدلی او په ۷۹۱ هجري کې وفات شوی دی . نقشبنديه طريقه هم لکه شاذليه سهله او آسانه طريقه ده ، چې پر مُريد باندې ډېرې سختې نه راولې .
۹- چشتيه :
مؤسس يې معين الدين چشتي دی .