خبیثه حلقه د موجوده ستونزو مورینه ده

خبیثه حلقه چې په افغاني ټولنه کې یې د سرطاني دانې په څېر ځېلې او رېښې غځولي په هېواد کې د ټولو شته بدمرغیو، ناخوالو، نا امنیو او دربدریو مورینه ده. جنګ، فساد او قاچاق د خبیثه حلقې اساسي فکټورونه دي. دغه حلقه له همدغو فکټورونو څخه تغذیه کېږي او د دغو فکټورونو د تداوم لپاره هره ورځ زموږ هېوادوال بدمرغه کوي.

هېواد، نظام او هېوادوالو ته د ورپېښو ستونزو، ناخوالو، ناامنیو، ویجاړیو او دربدریو اصلي سرچینه هغه خبیثه حلقه ده چې د جنګ، فساد او قاچاق له خپلمنځي تړاو څخه رامنځته شوې او زموږ له هېوادوالو څخه یې د پرمختګ، سوکالۍ، نېکمرغۍ او خوښۍ ګڼ فرصتونه مروړلي دي او لا یې هم مروړي.

په افغانستان کې روانه جګړه د خبیثه حلقې اړوند د هغو لاسپوڅو، پردیپالو، سخت زړو او مزدورو افرادو او اشخاصو جګړه ده چې د پردیو د ګټو او د هغوی د خوشالولو لپاره هره ورځ د هېواد ټولګټي او سپېڅلي ځایونه، ملکي وګړي، دیني علما، قومي مشران، ښځې او ماشومان د تروریستي بریدونو لپاره په نښه کوي او په ډېره بې رحمۍ یې شهیدانوي.

جنګ چې د وراني، دربدري، وژنو او بدمرغیو دویم نوم دی، له تېرو څلورو لسیزو راهیسې زموږ ډېرې ملي او شخصي شتمنۍ، هستۍ او پانګې د جګړې خوراک او په ایرو بدلې شوې او لا مو هم ګڼ هېوادوال پر هېواد د تحمیلي او تروریستي جګړې قربانیان دي.

د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې جمهور رئیس غني روانه جګړه په اساسي توګه تعریف کړه او دا یې نه یوازې د افغانستان ، بلکې د سیمې د ثبات لپاره خطر او تهدید وبلله او وې ویل، که پاکستان د افغانستان پر ضد نا اعلان شوې جګړه ونه دروي، نوافغانستان به یې پر وړاندې په بالمثل عمل لاس پورې کړي او دغه جګړه به بیا یوازې د افغانستان تر پولو او سرحدونو او ښارونو محدوده پاتې نشي، بلکې ګڼ هېوادونه به له هغې څخه متضرر او د جګړې په تاوو کې وریت او لمبه شي.

جمهور رئیس د دغې نااعلان شوې یا تحمیلي جګړې د ودرولو لپاره یوه معقوله طرحه یا د لارې نقشه وړاندې کړه، چې د هغې له مخې افغانستان او پاکستان د دوو دولتونو په څېر د نړۍ د دوه مهمو هېوادونو (چین او امریکا) د استازو په حضور کې مخامخ خبرو ته سره کېناستل.

د دغو څلور اړخیزو مذاکراتو دوه غونډې په کابل او دوه په اسلام اباد کې وشوې او د دغو غونډو پرمهال په هغو مهمو مسایلو بحث وشو، چې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې د ثبات، پرمختګ، سوداګرۍ او سوکالۍ لپاره ګټور وو، مګر په څلور اړخیزو غونډو کې پر بحث شویو مسایلو او ژمنو عمل ونشو، ځکه پاکستان په شا شو.

دغو مذاکراتو هغه پایله چې په پام کې وه ونه لرله، مګر ګټه یې دا وکړه، چې حد اقل دا په ډاګه شوه، چې ترهګرو ته چا پټنځایونه او روزنځایونه ورکړي، څوک یې د ټپیانو درملنه کوي. چېرې هغوی په ښکاره د افغانستان د جګړې لپاره جلب او جذب کوي، مالي او د جګړه ییزو وسایلوتمویل یې له کومه ځایه کېږي؟