یوې امریکایۍ فلمي لوبغاړې ادعا کړې ده چې سیلفي هغې اختراع کړې ده

په امریکا کې یوې فلمي لوبغاړې پیریس هیلټن پر خپله ټویټر پاڼه ادعا کړې ده چې د لومړي ځل لپاره یې سیلفي عکس اخیستنه اختراع کړې ده.
نوموړې پر ټویټر د یوې بلې امریکایۍ سندرغاړې بریټني سره کښل شوی انځور خپور کړی دی او ورسره لیکلي یې دي چې ۱۱ کاله وړاندې یې له نوموړې سره د لومړي ځل لپاره سیلفي عکس اخیستی دی.
د پیریس ادعا د لوستونکو له توندو نیوکو سره مخ شوې ده او خلکو ترې غوښتنه کړې ده چې خپل پوسټ دې پاک کړي.
د دې تر څنګ یوه تن لوستونکي ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره پل مک کارټني په ۱۹۶۲میلادي کال کې په هنداره کې له خپل ځان څخه عکس واخیست چې لومړنۍ سیلفي هماغه ده.
خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې به لومړنۍ سیلفي چا کښلي وي؟ وار مه خطا کوئ او پر ټولنیزو رسنیو پوسټ وکړئ که تاسو لومړنی سیلفي ویستونکی یاست!