که زه ولسمشر وم!

که زه ولسمشر وم، خلکو په دې نوم نومولم؟ که ما په ځان پورې دا لقب تړلی وو تر اخېره هېڅ ورباندې پوه نه شوم او نه مې هم د ځان دپوهولو هیله درلوده،نه پوهېدم چې دې نوم ولې ماته داسې خوند راکولو او زه یې د وجدان اوضمیر له ملامتۍ بې غمه کولم.

په هغه ساعتونو کښې چې به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې یواځې شولم او فکر او سوچ کولو ته به مې لږ او ډېر وخت وموند له ځان سره به موسکۍ په یوه چوکۍ کښې خوښ وغوړېدم او د شونډو لاندې به مې له ځانه سره زمزمه کړل چې زه ولسمشر یم،دښکلو رنګینو چوکیو،سترګو اخستونکو مېزونو،او هره ورځ د خولې دخوند تلوسه ماتوونکو خوړو او د راتلونکو او تلونکو خلکو د احترام او درناوي د صحنو ترسرترګو کېدلو سره یوځای به د یرغلګرو جنرالانو بهرنیو واکمنانو تتې او خشنې بڼې هم یو په بل پسې زما سترګو ته ودرېدلې هلته چې به د دوی په وړاندې عاجز او سرټیټی ولاړ وم او زما موسکا به وتښتېدله،شونډې به مې وچې شولې له یوه اړخ څخه به مې د اوبو بوتل راجګ کړ او څو غوړپه اوبه به مې په ستوني کښې په غړق غړق ښکته شولې کوم یوڅاڅکې که به مې دخولې له کنجه پر پرانسوي ډوله ږیره راوغورځېد او تر جامو به مې ورسېد،د دې صحنې څخه به مې زر ځان وایستلو او خپل ځان ته به مې تسلي او ډاډ ورکړ،دمغز په یوه کنج کښې مې یو الله پوهیږي چې د طواغیتو دفتر پرانستل شوی وو که بل څه وو خو له همدې مرموز دفتره به راته وویل شول چې د ولسمشرۍ لپاره د څو یرغلګرو جنرالانو او بهرنیانو د ذلت زغمل عادي خبره ده، ولسمشر باید بااحساسه نه وي ځکه بیا ځوریږي او لویی دندې ډېرې لوړې او ژورې لري او ته ولسمشر یې!

هو زه ولسمشر وم!
ترخې چارې مې ترډېره د احساس له دایرې ایستلې همدا ترټولو اسانه لار وه چې راحت واوسیږم،کله به چې بهرنیو یرغلګرو یعنې زما بهرنیو دوستانو په لسګونو حتې سلګونو ولسي وګړي ووژل زه به د تل په څېر خاموشه وم،لکه هېڅ خبره چې نشته وي او سترګې او غوږونه مې د داسې پېښو په وړاندې کلک تړلي ول،دظلم هیڅ غږ نه ورته رسېدلو د مظلوم اواز د ولسمشرۍ د ماڼۍ په جالونو کښې بندېدلو او ترما یې رسېدل ناممکن ول،کله کله به مې هغو رسنیو ته د قهر او غضب تارونه کش شول چې د ولسي وژنو د غږ جګولو هڅه به یې کوله د رسنیو په سلو کښې پنځوس د همدې یرغلګرو محصولات ول خو په دومره شګو کښې د یوې یوې وریجې راوتل هم راته د تحمل وړ نه وو او زما راحت یې خرابولو او دا اندېښنه به راته پیدا شوله چې هسې نه دا مظلوم ولس کومه ورځ ما د واک له نرمې او پستې چوکۍ راښکته کړي بیا به مې ځانته خپله ډاډ ورکړ چې دا خبر شونې نده ځکه هغه بهرنیان چې په نه خبره یې ټولوژنې کولې زما د راپرځېدو لپاره به یو ولس ووژني او یو هیواد به تباه کړي،ډاډ به مې حاصل شو او منافقانه موسکا به مې شونډو خپره شوله.
منافقانه موسکا؟

هغه چې دیوه ولسمشر د یواځېتوب په شېبو کښې د خپل ولس لپاره د غوړولو دامونو د یوې اشارې په توګه ترسره کیږي او بل څوک یې تر ډېره نه ویني.
زه ولسمشر وم!

دوخت په تېریدو مې د ځان لپاره د یوه داسې ټولي جوړولو ته مټې راونغښتلې چې ماته صادق وي،په خوی او عادت کښې کټ مټ زما غوندې وي،که زه د خنځیر د غوښې خوړلو هیله څرګنده کړم دوی ورباندې بسم الله ووایی،خو له دې هرڅه سره یوځای دا ډول خلک مړول او په پیسو پیرل یې خورا اغېزمن ول.

په چارواکو کښې راته د کار سړی مهم نه وو،مهمه دا وه چې څوک له ماڅخه دي هغه مې له چوکیو غورځول چې ولس ته یې اخلاص کولو نه ماته او نه بهرنیانو ته،دولس لپاره اخلاص درلودل همدا تعبیر درلود چې زه دلته نشته یم ځکه خو دلستوڼي د داسې مار وژل دولسمشر په توګه زما دنده وه او بهرنیو یرغلګرو هم ترماوړاندې لیدل او ماته یې ویل.

زه ولسمشر وم!
زه دبهرنیانو د بریتونو په سیوري کښې واکمن وم له داسې چا مې غلی او ښکاره نفرت درلود چې بهرنیانو ته صادق نه وي خو د ولس داکثریت د تیرایستلو لپاره مې د خپلو طاغوت پالونکو هیلو څرګندونه نه کوله،په دې توګه مې یو پراخ ولس ترایستلی وو او ډېرو ساده ګانو او احمقانو په کلکه زه ولسمشر ګڼلم او له ماسره یی مینه درلوده؟

عجیبه بې تعبیره مینه وه هلته چې به ما د دوی په دې مینه استهزاء کوله.
دیوه سرلوړي ولس د عزت او برخلیک پرېکړې د بهرنیانو په لارښوونه ماپلې کولې،ترما ډېر ځیرک،هوښیار او پوه خلک یې درلودل خو ټول زما د واک په ساحه کښې هېڅ هم نه ول،یوې مرمۍ،یوه بم او یوه توغندي یې ارزښت ټاکلو او چا بیا غوږ هم نه شو ښورولی.

د ولس د لویې کتلې د خاموشه کولو لپاره به یرغلګرو د خپل زور او وحشت نمایش او څرګندونه کوله یوکلی د یوه ښار یوه برخه به یې له وړو ،زړو ښځو او ماشومانو سره په ډلییزه توګه ووژله دې ډول زورښودنو دوې مثبتې پایلې درلودلې.

لومړی دا چې احساساتي هیوادپالونکي به د غچ لپاره راجګ شول هغه به مو د بهرنیانو په الوتکو یو یو له منځه یوړل او و به مو وژل.

دوهم دا چې د نورو ولسونو لپاره به مو د خبر دار په توګه ګټه ترې پورته کړله او هغوی به مړه غوږونه اوسېدل.

زه ولسمشر وم !
خو پوه نه شوم چې چا ولسمشر کړم؟ او ولې؟
داڅنګه لوبه وه او څه ډول ترسره شوله؟
خو له دې ټول جهالت سره زه اوس هم ولسمشر ګڼل کیږم اود یوه ولس برخلیک زما تر پښو لاندې د خس او خاشاک په توګه پروت دی.
د ولس برخلیک زما په اند د نړۍ ترټولو بې ارزښته کلمه ده او زه ولسمشر یم!
په درناوي.