امریکا کې یوې بختورې ښځې په یوه ورځ دوه لاټرۍ وګټلې

د امریکا په شمالي ایالت کارلینا کې یوه ښځه په یوه ورځ د دوو لاټریو ګټونکې شوه او ژوند یې بدل شو.
ګټونکې مېرمن میشل شوفلر وایي، له خاوند سره مې یوازې د یوه ټکټ پیسې وې، په وروستیو کې مې پرېکړه وکړه، چې ټکټ واخلم، پوهېږئ، لومړی زما نوم را ووت، زر ډالر مې ګټلي و، وروسته مې له خاوند سره پرېکړه وکړه، چې یو بل ټکټ هم واخلم، خوله بله ځایه، دا ځل مې نو خوشالي یو پر دوه شوه، یو میلیون ډالر مې وګټل.
 ویل شوي چې دغه امریکایي جوړه ټولې پیسې په یو ځل نه اخلي، بلکې د کال یوازې ۵۰ زره ډالر د شلو کلونو په لړ کې اخلي او غواړي، چې اولادونه یې لوړې زده کړې پرې وکړې.