روسیه کې یوې مېرمنې د ۸ نیم میلیون ډالرو په ارزښت لاټرې ګټلې

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۸مه) په روسیه کې د لاټرۍ دولتي شرکت ویلي، چې یوې متقاعدې ښځې داسې ټکټ ګټلې چې نیم میلیارد روبل یا تقریباً اته نیم میلیون ډالر ارزښت لري.
وايي؛ دا په روسیه کې د لاټرۍ تر ټولو د لوړې بيې ټکټ دی، چې دغې مېرمنې ګټلی.
دغه مېرمن نتالیا ولاسووا نوميږي، ۶۳ کاله عمر لري.
نوموړې په یوه ویډیويي پیغام کې چې د روسيې د لاټرۍ د دولتي شرکت پر ویب پانه خپور شوی، ویلي چې د ګټلو پېسو یوه برخه به خیریه ټولنو ته ورکړي.