د محصلينو نړيواله ورځ

د محصلينو نړيواله ورځ
پېژندنه: د محصلينو نړيواله ورځ، د محصلينو د کړنو د څار او پاملرنې په پار يوه نړيواله ورځ ده، چې هر کال د نومبر په ۱۷ او د لړم په ۲۶ نېټه په نړيواله کچه لمانځل کيږي.

که څه هم د يادې ورځې شروع او رېښه د پوهنتون د محصلينو له مرګ، ژوبلې او نېونې سره اړيکه لري، خو په اوسني وخت کې ياده ورځ، د محصلينو د ستونزو د حل او د محصلينو د فعاليت لپاره لمانځل کيږي.
 
لومړی ځل منځ ته راتګ: په ۱۹۴۱ زېږديز کال کې، د انګلستان په لندن ښار کې، د محصلينو نړيوالې شورا (International Students Council) له خوا چې په ډېر شمېر کډوالو محصلين يې هم غړو وو منځ ته راغله. د لندن د محصلينو نړيوالې شورا هڅه دا وه، چې له نورو ارګانونو سره په هوکړه کې، ياده ورځ په نړيواله کچه رسمي ورځ کړي او د ملکرو ملتونو له خوا هم په رسميت وپېژندل شي.
 
رېښه: ولې د اکتوبر په ۱۷ مه، د محصلينو نړيواله ورځ؟
په ۱۹۳۹ زېږديز کال کې، چې په نړۍ د دويمې نړيوالې جګړې پيل وو، د جرمني نازيانو د (پارګ) د پوهنتون په هغه محصلينو بريد وکړ، چې د محصلينو، د (جان اوپلټل) په نوم د يو مشر د وژنې په مخالفت کې يې لاريون کړی وو. د جرمني نازي پوځ د پراګ پوهنتون د محصلينو نهه کسان ووژل او ۱۲۰۰ نور يې له نېولو وروسته، د اجباري کارونو کمپ ته ولېږل او د څار لاندې يې وساتل. په همدې ورځ، جرمني نازيانو د چک هېواد ټول پوهنتونونه او کالجونه هم وتړل.
 
د محصلينو نړيواله ورځ او افغان محصلين:
افغانستان د نړۍ يو له وروسته پاتې هېوادونو له ډلې څخه دی. د يو هېواد وروسته پاتې کېدنه د ياد هېواد د وګړو د ژوند په تولو برخو باندې بد اغېز کوي، چې يو له هغوی يې زده کړې هم دي.
 
په ۲۰۰۱ کال کې چې کله په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په مرسته، نوې اداره منځ ته راغله، له نورو پرمختګونو ترڅنګ په ښوونه او زده کړو هم د پام وړ کار وشو.
په زرګونه دولتي ښوونځي جوړ او فعال شول، دولتي پوهنتونونه د جګړې له سنګر څخه رابهر شول او په ريښتني توګه د علم او پوهې په مرکزونو بدل شول.
له دې سره، د زده کړو او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په ډګر کې، له دولتي پوهنتونو پرته د هېواد په ګوټ - ګوټ کې د خصوصي پوهنتونونه، د لوړو زده کړو موسېسې او انسټېټيوتونه جوړ شول.
 
د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو په منځ ته راتګ سره، ډېرو هغه ځوانانو خپلو هېلو ته يو بل راتلونکی پيدا کړ، چې د کانکور په ازموينه کې د خپلو خوښو پوهنځيو ته يې لار نه شوه پيدا کوله.
 
که څه هم په هېواد کې د زده کړو بهير د تېر په پرتله ډېر ښه شوی، او د ځوان نسل ډېره برخه د لوړو زده کړو څخه برخمنه شوې ده، خو دا هرڅه تر ډېره د شمېر او کميت پر بنسټ شوې دي. د څرنګوالې او کيفت له مخې او افغان محصلين د پوهنتون له دورې مخکې، د پوهنتون د درسونو په ترڅ کې او همدارنګه د پوهنتون له فارغت وروسته، اړ دي چې يو شمېر ناهيلې کوونکې ستونزې وګالي.
 
د افغانستان د پوهنې وزارت تر اوسه هم په يو ډېر پخواني سېسټم سره مخ ته روان دی، چې له لومړي ټولګي څخه بيا تر ډولسم ټولګي پورې زده کوونکي اړ دي چې په عمومي ډول له ښوونځي څخه فارغ شي. د نړۍ او سيمې هېوادونو په څېر له لسم ټولکې وروسته رشته بندي شتون نه لري. له لومړي ټولګي څخه بيا تر ډولسم ټولګي پوري افغان زده کوونکي په يو کال کې له ۱۰ څخه تر ۱۸ پورې مضمونونه ولولي، چې ياده کړنه په زده کوونکو د فشار لامل کيږي، له ښوونځي څخه يې واټن زياتيږي، د خپلې خوښي مضمونونو ترڅنګ اړ دي، چې نور مضمونونه هم ولري نو په دې سره د پوهنې وزارت له ښوونځيو څخه، د کيفيت له اړخه ډېر کم او د کيميت له مخې ډېر زيات فارغين ورکوي.
 
کله چې د ښوونځۍ د دورې زده کړې په نه لېوالتيا او نه پاملرنې سره لوستل شوې وي، نو بد اغېز يې د پوهنتون دورې په زده کړو وي.
 
لومړي زده کوونکي نشي کولای چې د خپلو خوښو پوهنځيو ته د کانکور ازموينې له لارې په اسانۍ سره لار پيدا کړي، او که بريالي هم شي، نو افغان پوهنتونونه د افغان ښوونځيو له درسي سېسټم ډېر کم نه دي.
- په هره رشته او پوهنځۍ کې د اصلي مضمونونو ترڅنګ، د ډېر شمېر فارعي مضومونو تدريس.
- د نظري درسونو ترڅنګ د عملي درسونو نه شتون.
- د ليسناس دورې محصلينو لپاره د ليسانس فارغ استادانو له خوا تدريس.
- د علمي سفرونو نه شتون.
- او داسې نور.....
 
او کله چې افغان محصلين له پوهنتونو څخه فارغت تر لاسه کوي، نو ترټولو لويه ستونزه يې بې کاري او د دندو نه پيدا کول دي.
 
په اوسني وخت هم په زرګونه محصلين له پوهنتونو څخه فارغ او سره له دې چې په دولتي ادارو په سلګونه خالي بستونه موجود دي، محصلين د خپلې اړوند رشتې څه، چې په نورو برخو کې هم، د ندې چانس په مشکله سره تر لاسه کوي.
 
د محصلينو د نړيوالې ورځ څخه په ګټې اخېستې، له حکومت او نړيوالې ټولنې هيله او غوښتنه کوو، چې په دې روانه ۲۱ مه پيړۍ کې د افغانستان پوهنتونونه په هغه سېسټم سره برابر کړي، چې د کيميت پرځاي کيفيت لرونکي محصلين ترې فارغ شي. محصلين د نا هيلې له هغه کړۍ رابهر کړي، چې د پوهنتون څخه مخکې هم بې کاره او د پوهنتون له فارغت وروسته هم بې کاره.