د فوټبال نړيواله اتله ایټالیا څلور ځله له نړیوال جامه پاتې شوې

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۳مه) د ایټالیا هېواد فټوبال ملي لوبډله د ۲۰۱۶ نړیوال کپ لوبو کې په تېرو ۶۰ کلونو کې د لومړی ځل لپاره، له نړیوال جامه پاتې شوه. هغه وخت سویډن ایټالیا ته ماتې ورکړې وه.
د ایټالیا ګول ساتونکي جیان لویجي بوفون له اوښکو ډکو سترګو د ایټالیا له فوټبال مینه والو وروسته تر هغه بښنه وغوښته، چې لوبډله یې راتلونکی اوړی روسیه کې د نړیوالې اتلولۍ له جامه پاتې شوه.
د ایټالیې لوبډلې څلور ځله په نړیواله کچه لوبه ګټلې وه، له ۱۹۵۸ کال راپدېخوا په لومړي ځل نړیوال جام ته له رسېدو پاتې شوه.
ګول ساتونکي بوفون په ۲۰ کلونو کې د خپل هېواد په ګټه ۱۷۵ ګولونه کړي، چې بالاخره په ۲۰۰۶ کال یې خپل ټیم نړیوال جام ته ورساوه او باور یې دا دی چې څلور ځلې اتل شوې لوبډله به یې د نړیوالې اتلولې لپاره ښه راتلونکی ولري