د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د روان کال جایزې وویشلې

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۳مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو په مناسب، د روان کال فرهنګي او هنري جایزې پر مستحقینو وویشلې.
د دغه وزارت سرپرست وزیر رسول باوري ویلي، چې د دې لپاره چې د هېواد د هنرمندانو، فرهنګیانو او څېړونکو د زحمتونو او لاسته راوړنو درناوی شوی وي، نو ددې لپاره یې پرې جایزې ويشلې دي.
ویل شوي، چې له دغو نهو برخو، په شعر کې شهنواز باقر، د کیسو په لیکلو کې نصیر احمد احمدي، په ویاندويۍ کې ماري مطمئن، په ښکلو هنرونو کې مریم، په تیاتر کې جمیل خالقي، په سینما کې مجتبی، په ادبي څېړنو کې عبدالغفور لیوال، په لرغون پېژندنه کې خلیل الله ورمړ او د پذیرش په برخه کې سید حاکم اریا لومړۍ درجې ترلاسه کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ مردم ريیسې محبوبې بابکرخېل ویلي، چې دا اثار د روان کال په لومړیو کې د جایزې لپاره، دغه وزارت سپارل شوي وو چې د ارزونې د پلاوي له څېړنو وروسته، نن اعلان شول.