حکمتیار هم د یو چانس حق لري!

زموږ په هیواد ګران افغانستان کې چې اکثره عام خلک د ګوندونو او په ټوله کې د سیاست په هکله منفي فکر کوې، وایې چې سیاست منافقت دی، دروغ دي، یو او بل ته دوکه ورکول دي، د یو بل سرکوب کول دي، په ناجایزه قدرت ته ځان رسول دي، ټولنې ته څه نه ورکوي بلکی له ټولنې یې شکوي. ملامت ځکه نه دي، چې په افغانستان کې له هغی ورځې چې د شهید محمد داود خان پاچاهي له منځه تللی ده که کیڼ اړخه ګوندونه دي یا ښی اړخه ټولو تر همدا نن ورځې چې اشرف غنی او عبدالله مو دوه پاچاهان دي داسې څه نه دي ورکړي چې ولس د ښه خاطره ورڅخه ولري.
 
د دیموکراتیک ګوند چې د خلقيانو او پرچمیان څخه جوړ شوی وو، پدې نوم انقلاب یا کودتاه کړي و، شعار یې ورکوه چې خلکو ته کور، کالي ډوډۍ ورکړي، خو د خپل منځي کشمکشیو له وجې او د روسانو د مداخلې له امله همدارنګه یې د غرب مداخلې له وجې ولس ته په مقابل کې ګور ، کفن لو مرمۍ ورکړلې. همدارنګه ښی اړخو ګوندونو چې ځانونو ته تر نورو ښه مسلمانان او مجاهیدین وایي ځکه چې د روسانو سره یې جهاد کړی وو او د اسلام په نوم یې شعار پیل کړی وو، اخر یې هیواد او ولس د غیرې مسلمو په واک او اختیار کې ورکړ ټول اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل، ټول یې داسې اعمال تر سره کړل چې د خلکو زړونه یې له اسلام څخه تور کړل. نو ځکه خو ولسونه حق لري چې د ګوندونو زړه توري او پر هغوی ناباوره اوسي.

زموږ په ګمان د یو سیاستوال لپاره تر ټولو مهه خبره دا ده چې خپله ټولنه یې پيژندلي اوسي، د خپلې ټولنې ډاکټر اوسي په نبض یې پوه وي یا په بله وینا
هر سیاستوال باید د خپلې ټولنې طبيب وي، پدې معنی چې خپله ټولنه او خلک ورته مالوم او پيژندلي اوسي، د ټولنې د وګړیو د سواد کچه، دین، مذهب، کلتور، رسم رواج، قومی جوړښت، ټولنیز جوړښت، اقتصاد یا اقتصادي سرچینې، جغرافیه، خپل ملي قهرمانان همدارنګه خپل ګاونډی هیوادونه د هغوی سره یې تاریخي اړیکې، دوست او دښمن هیوادونه او تر ټولو څخه مهم د خپل هیواد تاریخ او د تاریخ مهمې پیښې وغيره ټولو باندې خبر وي.

سیاستوال باید د ټولنې لپاره وي نه ټولنه د سیاستوال لپاره، سياست باید د ټولنې د بهبود، ولس ته د چوپړ لپاره او ټولنه د خوشبختۍ خواته د وړلو لپاره وي نه دا چې سیاستوال پر ټولنه ځان بار کړی له ټولنې یې وشکوي لکه دا شپاړس کاله چی د ټولنې وینې ځبیښل کیږی.

ایا حکمتیار چې غواړي په راتلونکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي له تیرو تجروبو به یې پوره سبق اخیستی وي؟ ایا حکمتیار به وکولای شي د افغانستان بحران ته ځواب ووایی؟
که حکمتيار په رښتیا سیاستوال وي باید د افغانستان د معاصر تاریخ د تیرو حکومتونو او تیرو سياستوالو څخه یې پوره درس او پوره تجربه تر لاسه کړي وي، لومړۍ یې خپله ټولنه ښه پيژندلي اوسي او ورپسې یې د هېواد او خپلې ټولنې دوستان او دښمنان ښه پيژندلي اوسي، تر څو په اسانۍ سره وکولای شي سیاست د ټولنې لپاره وکړي نه دا چې ځان په ټولنه بار کړی.

کله چې موږ د افغانستان همدغه خراب او بحراني شرایطو ته ګورو داسې ګوند او سیاستوال نشته چې ډیره تمه ورڅخه وشي، سترګې حکمتیار او د هغه ګوند ته وراوړي، دا ځکه نورو اکثر سیاستوالو او اکثر ګوندونو چې پیژندل شوې دي، داسې څوک نشته چې هغه د راوړاندې شي او خلک د هم د دوی شا ته ودريږي، پر دوی د باور وکړي، ځکه اکثرو یې په عملي سیاست کې ماته خوړلی ده. خو حکمتيار او ګوند یې بیا برعکس اګر چې د حکمتیار ډیری کسانو په دا تېرو دوه د (کرزی او اشرف غنی) حکومتونو کې په انفرادي ډول برخه لرله، خو د یو ګوند په صفت تر اوسه د عمل په ډګر کې نه دي لوبیدلي. نو که حکمتیار او ګوند ته یې یو چانس ورکړل شي، کیدای شي د افغانستان خیر پکې اوسی. ځکه خو پکار ده چې ولس حکمتیار او ګوند ته یې یو چانس ورکړي.