(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۰مه) د ۱۹ کلنو د اسیايي جام په لوبو کې سریلانکا افغانستان ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړې ده.
د دغې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه، خو سریلانکا ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې سریلانکايي لوبډلې په ۴۲ اورونو کې د ۸ ويکټو په زیان سره، افغانستان ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه.
بل خوا افغان ۱۹ کلنې لوبډلې بیا ورکړل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله په ۱۳۵ منډو وسوځېده او لوبه يې د ۶۲ منډو په توپیر وبایلله.
دغه لوبه د ورښت له امله ۴۲ اورنو ته کمه کړای شوې وه.
وروستي