لكه په ژوندچې دې هېركړى يمه
دقبرشناخته به مې نه پېژنې
دپسرلي باران به دلته هلته
زمادلحدسره نږدې اولرې
واښه شيندلي وي اوزېړګلونه
دزمانې لولۍ به زماپه شاني ډېرمينان
دتودې غېږې وي ايستلي دابدلپاره
زمادلحدڅخه به لرې په يوه بله شناخته
چې زماپه ژوندكې به لاهېره وه
دخپلوپردو
يوه له سېلابه جلاشوې مرغۍ
اوږدو چورتونوڅخه وروسته يوځل وچغېږي
اوماتوي به هديره كې دمرګي خاموشي
زه به دې هېريم
اوزماشناخته به هم نه پېژنې
اوزماچيغې به هم
ستاترغوږونورسېدلې نه وي
خوستاپه يادبه مې زخمي نظمونه
دبېلتانه په اورسوځلې چيغې
دزمانې رنځورې شپې ويښوي
او
هره ګړۍ به دنسيمه سره
زمادځپلواوسېليوبهير
لكه دمني په سړوبادوكې
درژېدلو ژورپاڼوزګيروي
دريادوي ستاپخواني مينان
دبې وسۍ لېونتو ب
اودعالم له سترګوپټې رغړېدلې اوښكې
وروستي