د امریکا لاس څنګه له افغانستان څخه لنډ کړو؟

ټول په دې پوهیژي چي د امریکا هدف په افغانستان کې څه دی؟
که کرزی دی، که غني دی، که نور لوړپوړي چارواکي دي، او که طالبان دي ټول په هیواد کي د امریکا په شومو اهدافو پوهیږي.

خو ځینې کسان یې هرکلی کوي ، هغه ځکه چې په افغانستان کې د امریکا په شتون سره د دوي ګټې خوندي پاتي کیږي.
دوي په دې فکر کې دي، چې که چیرې امریکا په افغانستان کې خپل حضور کم کړي نو دوي به علاوه پر دې چې ګټې به یې خوندي پاتې نه شي، بلکې محکمه به شي، په هیواد کي به فساد له منځه لاړ شي او اولادونه به یې د فقر سره مخ شي.

نو ځکه د دوي ټینګار دا دی چې امریګا دې خپل سرتیري په افغانستان کې زیات کړي.
بل خوا په ښکاره طالبان چیغي وهي چې په افغانستان کې یې د جګړي یوازینی علت د امریکایي ځواکونو حضور دیږ
او دوي به تر هغه خپلو جګړو ته دوام ورکوي چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي.
که څه هم دلته د امریکا د حضور یوازینی علت د طالبانو شتون دی، دا هم مالومداره ده چې امریکا په افغانستان کې د سولې پلوي نه کوي او دوي خپلي ګتې په جګړه کې خوندي بولي، د حامد کرزي خبره ناراضي ورونه، لوړ پوړي چارواکي، او د هیواد ټول وګړي پوهیږي چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي
، خو زه فکر کوم، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتي لار طالبانو ته معلومه ده، هغوي کولی شي پرته له جنګه هم په افغانستان کي امریکایي ځواکونو ته ماتي ورکړي او دوی دې ته مجبور کړي چي له هیواده ووځې ، هغه لار د سولي لار ده.

که طالبان له افغان دولت سره سولې ته غاړه کیږدي، نو مالومه خبره ده چې په هیواد کې امن راځي او امریکا ته بله بهانه نه پاتي کیږي، چي په افغانستان کې خپل پوځیان ډیر کړي، دوي دې ته مجبوریږي چې خپل پاتي عسکر له افغانستانن څخه وباسي.

پوښتنه دا ده چې که طالبان په ریښتني توګه د هیواد ازادۍ او اسلام ته کار کوي، نو ولي دبې ګناه خلکو د ووژلو پر ځای سولې ته غاړه نږدي؟ که څه هم دوي ښه پوهیږي چې د سولي له لارې کولی شي، په هیواد کې خپلو غوښتنو ته، چې لومړنۍ غوښتنه یې د امریکایي ځواکونو وتل دي ورسیږي، په دې سره به وکولی شي د افغان دولت په همکارۍ داعش اوداسې نورو ډلو ته چې اسلام یې بدنامه کړی ماته ورکړي.

طالبان کولی شي په دې کار سره د هغو کړیو لاسونه هم لنډ کړي چې په هیواد کې د امریګا په ګټه کار کوي.
څرکنده ده، چې امریکا په افغانستان کې خپل کسان لري چ د امریکا د موجودیت په خاطر د دولت پر وړاندي غږ پورته کړي.
امریکا د افغانستان لپاره نوي ستراتیژي جوړه کړې چي وروسته له څو میاشتو ارزونو د حوت په ۲۱ د دوشنبې په شپه ټرمپ اعلان کړه، تر ډیره امریکایي لوړ پوړي چارواکي، دا ستراتیژي بریالۍ بولي.
دا چي د دي ستراتیژی هدف به څه وي لا معلومه نه ده، خو امریکا په هیڅ صورت خپل ځواکونه له افغانستانه نه باسي بلکي د لا ډیریدو امکان هم شته. دوي پر دي ډاريږي چې که په افغانستان کې خپل ماموریت ختم کړي د ۲۰۰۱ پیښه تکرار نه شي.

ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په وخت کې ویلي و، چې امریکایي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي، هغه وایي، هغه وخت یې افغانستان سم نه وه مطالعه کړی، اوس په دي پوهه شو، چې د امریکایی ځواکونو شتون په افغانستان کې سومره اړین دی.

اوس په هیواد کې ډیری کسان ویره لري چې افغانستان یو ځل بیا د جنګ په میدان بدل نه شي،
نوڅنګه کولی شو د امریکا لاس له افغانستان څخه لنډ کړو؟ یواځینۍ لاره چې کولی شو د امریکا لاس له افغانستان څخه لنډ کړو، هغه د سولې لار ده ، چې امریکا ته بله بهانه نه پاتي کیږي تر څو خپلې جکړي ته دوام ورکړي ، شاید په دې هیواد کې د اوسیدو لپاره نوري ډیرې بهاني ولټوي خو که ناراضي ورونه د افغان دولته سره لاس یو کړي امریکا هیڅ هم نه ي کولی.

نو په افغانستان کې د جکړې د دوام او پای ته د رسولو ټولې چارې د نا راضي ورونو په لاس کې دي، چې د هغوي باداران دا نه غواړي، خو که طالبان د هغو بادارانو نه خلاص شي نو هغه ورځ به د افغانستان جکړه پای ته ورسيږي.