د امریکا لاس څنګه له افغانستانه لنډ کړو؟

ټول په دې پوهیژي چي د امریکا هدف په افغانستان کې څه دی.
که کرزی دی که غنې دی که نور لوړپوړی چارواکي دي که طالبان دي ټول په هیواد کي د امریکا په شومو اهدافو پوهیږي
خو ځینې کسان یې حرکلی کوي ، هغه ځکه چي په افغانستان کي د امریکا په شتون سره د دوي ګټي خوندي پاتي کیږي
دوي په دې فکر کي دي چي که چیري امریکا په افغانستان کي خپل حضور کم کړي نو دوي به علاوه پر دي چي ګټي به یې خوندي پاتي نه شي محکمه به شي په هیواد کي به فساد له منځه لاړ شی او اولادونه به یې د فقر سره مخ شي
نو ځکه د دوي ټینګار دا دی چي امریګا دي خپل سرتیري په افغانستان کې زیات کړي .
بل خوا په ښکاره طالبان چیغي وهي چي په افغانستان کې یې د جګړي یوازینی علت د امریکایي ځواکونو حضور دی
او دوي به تر هغه خپلو جګړو ته دوام ورکوي چي امریکایي ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي
که څه هم دلته د امریکا د حضور یوازینی علت د طالبانو شتون دی ، دا هم مالومداره ده چي امریکا په افغانستان کې د سولي پلوي نه کوي او او دوي خپلي ګتي په جګړه کي خوندي بولي ، د حامد کزي خبره ناراضي ورونه ، لوړ پوړي چارواکي ، او د هیواد تول وګړي پوهیږي چي امریکا په افغانستان کي سوله نه غواړي
خو زه فکر کوم چي په افغانستان کې د امریکا د ماتي لار طالبانو ته معلومه ده ، هغوي کولی شي پرته له جنګه هم په افغانستان کي امریکایي ځواکونو ته ماتي ورکړي او دوی دې ته مجبور کړي چي له هیواده ووځې ، هغه لار د سولي لار ده.
که طالبان له افغان دولت سره سولي ته غاړه کیږدي نو معلومداره خبره ده چي په هیواد کي امن راځي او امریکا ته بله بهانه نه پاتي کیږي چي په افغانستان کي خپل پوځیان ډیر کړي ، دوي دې ته مجبوریږي چي خپل پاتي عساکر له افغانستانه وباسي
پوښتنه دا ده چي که طالبان په ریښتني توګه د هیواد ازادی او اسلام ته کار کوي نو ولي دبیګانا خلکو د ووژلو پر ځای سولي ته غاړه نږدي ، که څه هم دوي ښه پوهیږي چي د سولي له لاري کولی شي په هیواد کي خپلو غوښتنو چي لومړنی غوښتنه یي د امریکایي ځواکونو وتل دي ورسیږي ، په دي سره به وکولی شي د افغان دولت په همکاری داعش اوداسي نورو ډلو ته چي اسلام یې بدنامه کړی ماته ورکړي
طالبان کولی شی په دې کار سره د هغو کړیو لاسونه هم لنډ کړي چي په هیواد کې د امریګا په ګټه کار کوي
معلومداره ده چي امریکا په افغانستان کې خپل کسان لري چي د امریکا د موجودیت په خاطر د دولت پر وړاندي غږ پورته کړي.
امریکا د افغانستان لپاره نوي ستراتیژي جوړه کړې چي وروسته له څو میاشتو ارزونو د حوت په ۲۱ د دوشنبې په شپه ټرمپ اعلان کړه ، تر ډیره امریکایي لوړ پوړي چارواکې دا ستراتیژي بریالی بولي.
دا چي د دي ستراتیژی هدف به څه وي لا معلومه نه ده ، خو امریکا په هیڅ صورت خپل ځواکونه له افغانستانه نه باسي بلکي د لا ډیریدو امکان هم شته دوي پر دي ډاريږي چي که په افغانستان کي خپل ماموریت ختم کړي   د ۲۰۰۱ پیښه تکرار نه شي
ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په وخت کي ویلي وه چي امریکایي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي ، هغه وایی هغه وخت یې افغانستان سم نه وه مطالعه کړی ، اوس په دي پوی شو چي د امریکایی ځواکونو شتون په افغانستان کي سومره اړینه ده
اوس په هیواد کي ډیری کسان ویره لري چي افغانستان یو ځل بیا د جنګ په میدان بدل نه شي ،
نوڅنګه کولی شو د امریکا لاس له افغانستانه لنډ کړو، یواځینی لاره چي کولی شو د امریکا لاس له افغانستانه لنډ کړو هغه د سولي لار ده ، چي امریکا ته بله بهانه نه پاتي کیږي تر څو خپلي جکړي ته دوام ورکړي ، شاید په دي هیواد کې د اوسیدو لپاره نوري ډیري بهاني ولټوي خو که ناراضي ورونه د افغان دولته سره لاس یو کړي امریکا هیڅ هم نه شی کولی .
نو په افغانستان کي د جکړې د دوام او پای ته د رسولو ټولي چاري د نا راضي ورونو په لاس کي دي چي د هغوي باداران دا نه غواړي خو که طالبان د هغو بادارانو نه خلاص شي نو هغه ورځ به د افغانستان جکړه پای ته ورسي.
درنښت
حیات الله نظري