که څه هم افغانستان له ګاونډیو هیوادونو نه تل سر ټکولی دی خو له دي ډلي پاکستان یوازینی هیواد وه چي په ښکاره یی د افغانستان په چارو کي لاسوهنه کوله او کوي یې ، هند به هم د پاکستان په شان لاسوهنه کوي ، روسیي هم همداسي ، خو له دي ډلي نه ایران له ځان نه فرښته جوړه کړي وه او د پردي تر شا یي د افغانستان په خرابی کي د پاکستان نه ډیره ونډه درلوده ، ډیري داسي پیښي وشوي چي هیڅ کس به یی معلوم نه شو ډیر کم کسان په دي پوهیږي چي ایران په افغانستان کي څومره ګوډاګیان لري
ایران په افغانستان کې د هر حالت نه خبر دی او په هر ولایت کې او د هر ولایت په ډیریو اساسی ادارو کي کسان لري چي وخت پر وخت ورته د حالاتو احوال ورکوي .
د نورو هیوادونو نه ایران په افغانستان کي ډیری نفوس لري دوي په خپل هیواد کي د قم حوزي په نامه ستر مرکز لري چي نه تنها د افغانستان د شیعه علماو سره مرستي کوي بلکي د نړی په ګوټ ګوټ کي د شیعه علماو سره مرستي کوي او د همدي ستر مرکز نه یی کنټرولوي ، دوي دیني علما په خپل هیواد کي روزی او نورو هیوادونو ته یی لیږي که کوم عالم یي د عوامرو نه سر غړونه وکړي نو د یاد مرکز له خوا به ورسره په پام کي نیول شوي مرستي بندي شي نو دوي مجبور دي چي د ایران دولت هره خبره ومني
او د ایران بله ډله نفوس چي په افغانستان کي دي هغه استخباراتي ډله ده چي په ښکاره او پټه دلته او داخل په ایران کي کار کوي دوي تخریب نه کوي یوازی دنده لري چي له دي هیواد نه په یو ډول نه په یو ډول معلومات لاس ته راوړي او خپل مرکز ته راپور ورکړي
چي بیا وروسته د مختلفو لارو نه خپل شوم اهداف تر سره کوي
ایران تر اوسه په افغانستان کي په پټه ترهګر روزل او امکانات به یی ورکول چي افغان دولت مصروفه وساتي چي تر ډیره بریالي وه ، خو په دي ورستیو کي چي غني پر ګاونډیو هیوادونو خوایران باندي قواعد وضع کړه او د اوبو د بندونو د جوړیدو خبره را پورته شوه نو ایران هم خپله لاره بدله کړه او په دي فکر کي شو چي څه ډول وکولي شي خپلو ورانکار یو ته په افغانستان کي شدت ور کړي ، چي دا دی اوس یې په افغانستان کي دشعیه او سني تر منځ د نفاق د اچولو لار غوره کړي
د څه وخت را په دیخوا د داعش په نامه د شعیه ګانو په مسجدونو کي بریدونه کوي چي په ۲۰۱۷ کال کي یی په افغانستان کي په ډیرو مسجدونو کي د داعش په نامه ډیر شیعه ورونه شهیدان کړه دوي په دې هڅه کي دي چي د ملي وحدت حکومت به له دي لاري ختم کړي او په افغانستان کي به خپل کسان واک ته ورسوي او یاهم حالات همداسی خراب وساتي ترڅو هغوي خپل عایدات چي د افغانستان له خاوري اوا وبو نه لاس ته راوړي د ستونزی سره مخ نه شي .
نو ایران کډاګيان اوس هڅه کي د بغدادي پیرانو غوندي د شیعه او سني په منځ کې د تعصب او بدبیني زهر وشیندي او هلته په افغانستان کي د شعیه او سني جکړه پیل کړي .
نو ددي لپاره چي دا حالات لا دوام ونه کړي نو افغان دولت ته پکار ده چي په خپلوادارو کي ایراني جاسوسان وځپي ، او ولس ته پکار ده چي لږ را ویښ شي او د بغدادي پیرانو په خبرو دوکه نه شي
وروستي