ټویـټر د تورو شمیر له ۱۴۰ څخه ۲۸۰ ته زیات کــړ

پر ټویټر به پخوا که چا غوښتل ټویټ وکړي نو یواځې ۱۴۰ توري به یې ټویټ کولی شول، خو اوس دغه شمیره ۲۸۰ ته پورته شوه.
 
د جیو نیوز د خبر په حواله ویل شوي چې د نومبر په اوومه ټویټر په خپل ځانګړې پاڼې باندې په ټویټ کې یادونه کړی چې اوس د دې شبکې ټول کارونکي کولای شي چې ۲۸۰ توري په ټویټ کولو کې وکاروي.
 
تویټر لدې وړاندې هم په ټویټ کولو کې د تورو د زیاتوالي خبره کړی وه چې تر اوسه په ازمایښتي دوره کې وه، د هغې سره هر چا نشو کولای چې تر ۱۴۰ زیات توري وکاروي مګر اوس هر څوک کولای شي چې لدې زیات(۲۸۰) هم وکاروي.
 
د ټیک کرنچ ویبپاڼې په حواله هم یادونه شوې چې اوس د انګلیسي ژبې سربیره د نړۍ په مختلفو ژبو ۲۸۰ توري پر تویټر ټویټ کیدای شي.