
د یوه پاکستاني هلک سر ۱۸۰ درجې تاویدل نړیوال ګوته په غاښ کړي دي.
جیو نیوز د ډیلي میلز ورځپاڼې په حواله ویلي چې د پاکستان لوی ښار کراچی مربوط ۱۴ کلن سمیر د دې سره سره، چې د خپلو لاسونو پر مټ خپل سر تر ۱۸۰ درجې شاته ګرځولو وړتیا لري، بلکې نوموړی د بدن په نورو غړو هم حیرانونکي حرکات ترسره کولای شي.
د سمیر په وینا، کله چې زه اوه کلن وم د هالي ووډ داسې فلم مې ولید چې په کې موجود یوه شخص کولای شول خپل سر شاته وګرځوي او د ده تر شا هر څه وویني، نو ما هم له هماغې ورځې د سر شاته ګرځولو هڅه پیل کړه.
نوموړی زیاتوي چې کله می په لومړي ځل خپل سر شاته وګرځاوو نو مور مې راته په غصه شوه او په کلکه یې راته وویل چې د بیا ځل لپاره داسې ونه کړم ځکه هغې ویل چې ورمیږ به دې مات شي، خو د وخت په تیریدو یې مور په دې خبره پوه شوه چې زوی یې دا وړتیا لري چې داسې عمل ترسره کړي.
نوموړی لا هڅه او تمرین کوي ترڅو خپله وړتیا دوامداره وساتي، د مور تر ناروغي وروسته ورڅخه زده کړې پاتې او د کور د مصارفو د پوره کولو لپاره د نڅا د یوه ګروپ ډینجرس بوئیز( خطرناک هلکان) سره کار کوي، پلار ساجد خان یې هم د زړه د ناروغي له کبله په کور دی او کوم کار نشي کولای.
د دې هلک د مور په وینا غوښتل یې چې په خپل زوي زده کړی وکړي مګر نوموړي ته په کم عمر کې د کور مصارف پوره کول ور غاړې شوي چې د همدې په اساس باید پیسې لاسته راوړي.
سمیر چې په کومې نڅا ډله کې بوخت دی اته غړي لري او هر کله چې نوموړی د خپل بدن په مختلفو غړو ډول ډول حیرانونکي حرکات اجرا کوي نو خلک ورته پیسې ورکوي چې بیا په همغو پیسو د کور مصارف ورباندې پوره کوي.