
۱۹/۸/۱۳۹۶ل،ل
وروسته له ډېر فکر، غور او تحلیل څخه دې پایلې ته ورسیدو چې په شمشاد تلویزیون باندې برید د طالبانو او داعشیانو لخوا نه دی ترسره شوی، په دې دلیل چې:
۱ــ د طالبانو د ملاهیبت الله ډلې ویاند قاري ذبیح الله وویل، دا برید دوی نه دی کړی.
۲ــ د طالبانو جلا شوي، د ملا رسول ډلې تر مشرۍ لاندې طالبانو نوموړی برید وغندلو او د اسلام دین خلاف عمل یې هم وبللو.
۳ــ دا چې داعشیانو د هر ډول جنایت مسوولیت پر غاړه اخلي، په حقیقت کې داعشیان نه، بلکې د پاکستان د آی، اس، آی ادارې غولوونکي تبلیغات دي چې دا ډول غولوونکو تبلیغاتو ته په استخباراتي اصطلاحاتو کې(د ګیدړې لکۍ) په نوم ویل کیږي، په دې مانا چې د پېښې د پلټونکو او څېړونکو پام له اصلي عاملینو څخه بلې خوا ته واړوي.
۴ــ دغه حمله د طالبانو او داعشیانو د بریدونو له څرنګوالي سره لوی توپیر لري، داسې چې: طالبان هغه خبري رسنې چې یو اړخیز، تبعیضي او د طالبانو پر خلاف راپورونه خپروي، تر خپلو حملو لاندې راولي او په هغو خبري رسنیو باندې بریدونه، نه کوي چې د یوې پېښې په اړه هر اړخیز راپور خپروي، چې د شمشاد راډیو، تلویزیون له همدې ډول خبري رسنیو څخه دي، موږ وینو چې کله، کله د شمشاد تلویزیون خبریالان د طالبانو له منځ څخه هم خبرونه خپروي، خو طالبان څه نه وایي.
۵ــ سره له دې چې داعشیان د ژرندې او جومات(مسجد) توپیر نه شي کولی او په هېڅ نه دي تړلي، خو بیا هم د دوی د تېرو بریدونو په نظر کې نیولو سره، دا برید د دوی له بریدونو سره توپیر لري، طالبانو او داعشیانو چې په هر ځای باندې بریدونه کړي دي، د بهرنیو استخباراتو، د تیورۍ پر مرسته، د ځانګړو بریاليو پلانونو او نقشو پر بنسټ یې ترسره کړي دي، داسې چې:
الف: د دوی د ځانمرګو او انتحاریانو شمېر تل له ۲ تنو څخه زیات وي. خو پر شمشاد باندې د بریدګرو شمېر یوازې دوه تنه ؤ.
ب: لومړي د خپلو عملیاتو د هدف د ودانۍ په دروازه کې یو انتحاري، هغه که موټر بم، موټر سایکل بم، انسان بم یا بل هر ډول خوځنده بم وي چاودنه ورکوي او وروسته نور ځانمرګي د ننه ودانۍ ته ننوځي. مګر د شمشاد په بریدګرو کې یو هم انتحاري کس نه ؤ او یوه یې هم هغه انتحاري واسکټ نه درلود، چې طالبان او داعشیان یې کاروي.
ت: دغه برید په دقیقه توګه د مسلکي کسانو لخوا نه وو پلان شوي، داسې ښکاریده(لکه په لومړیو کې د طالبانو ناکام، یا نیمه بریالي بریدونه) دا وجه ده چې بریدکوونکي د شمشاد تلویزیون د ودانۍ، د دروازې په د ننه کې ووژل شول او اصلي هدف ته ونه رسیدل.
سوال دا رامنځ ته کیږي چې دا بریدونه چې داعش او طالبانو نه دي کړي چا وکړل؟.
ځواب: ومو ویل چې د شمشاد تلویزیون لخوا، کله هم یو اړخیز خبر نه دی خپور شوی او نه یې داسې غیر اسلامي، افغان ضد یا کوم بل توکمیز تعصبي خپرونې خپرې کړي دي چې اسلامي ډلې ټپلې دې ته اړې شي چې پر دوی باندې حملې وکړي، لکه د شمشاد تلویزیون مشر ښاغلي فضل کریم فضل په خپلو خبرو کې وویل:«زموږ لخوا داسې کوم عمل نه دی ترسره شوی چې کومه ډله دې، د هغې پر بنسټ، پر تلویزیون باندې خپل برید ته توجیه ورکړي.»
برعکس شمشاد تلویزیون هغه کړنې، چې د افغانیت او اسلامیت پرخلاف، په هیواد کې د یو شمېر افغان او اسلام ضد کسانو لخوا ترسره کیږي، نشر ته سپاري، چې له امله یې شمشاد تلویزیون، د ځینو افغان ضد بانډونو او د پردیو استخباراتي اجنټانو د سترګو اغزی ګرځیدلی دی، د شمشاد پر تلویزیون باندې د برید بنستیز عامل د هغې شپې د ۷ بجو خبر ؤ، چې طالبانو هغو کسانو ته د مرګ ګواښ وکړ، چې په الکټرونیکي تذکرو کې د اسلام او د افغان کلمو د لیکلو مخالفت کوي، نو ځکه یې د دې خبر په غبرګون کې د اسلام او افغان کلمو مخالفینو پر شمشاد تلویویزن باندې ترهګر برید وکړ، دغه ډله په دولت کې د ننه د پنځم ستون کړۍ دي چې ځانونه افغانان نه بولي او د افغانستان د تجزیې کوښښونه کوي، په لومړي ګام کې د ایران او بیا د پاکستان د استخباراتو لخوا ډول، ډول امکانات ورته برابریږي او یوه ترهګره ډله لري چې څو ځله یې د افغانستان پر مخورو شخصیتونو باندې ترهګریز بریدونه کړي دي، چې یوه بېلګه يې د پارلمان پر وکیلې، آغلي شکريې بارکزۍ د سپرلۍ پر زغره وال ګاډي باندې برید ؤ.
باید وویل شي چې دغه کړۍ چې د خارجي استخباراتو لخوا یې ملاتړ کیږي، د حکومت کشفي ارګانونه ښه پوهیږي چې څوک دي، خو له لاسه یې څه نه کیږي، ځکه چې په همدې حکومتي امنیتي ارګانونو کې له اصلي وطنپالو کسانو څخه د دوی واک او ځواک ډېر دی او په حکومت کې د پنځم ستون بیسټیز حیثیت لري، که د دوی پر وړاندې دولت کمزوری نه وای، په شمشاد تلویزیون باندې د هغو وژل شویو ترهګرو د څیرو انځورونه به یې د هیواد پر ټولو خبري رسنیو کې خپاره او خلکو ته به یې ښکاره کړي وو او ورسره به یې له هیوادوالو څخه د دوي په پېژندلو کې مرسته غوښتي وه چې، هر هغه څوک چې د دوی په اړه مالومات لري وړاندې یې کړي، موضوع تر څېړنې او پلټنې لاندې نیول شوي وی، خامخا به په پایله کې ښکاره کیده چې د برید اصلي عاملین او محرکین څوک دي. که چېرې د ښاغلي ولسمشر اشرف غني حکومت د دا ډول ترهګرو کړیو مخه ونه نیسي، په راتلونکي کې دې، د نورو داسې بریدونه منتظر اوسي او لرې نه ده چې که له لاسه یې وشي، شخصاً پر ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو باندې به هم ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
درناوی