موسکا

څـــــه موسکاوه دسروشونډوڅــه شرنګاروه دجامونو
څه غوغاوه جوړه شوې شرنګ اوشرونګ دځنځيرونو
دلتــــه بياڅـــــه پيداشوي دغه ځمکه ولې سره ده
دلتـــــه جوړه کربلاده، مست هاتيان دبل په وينـــو
هاچې کاندې رامعلوم دي سترګې نه لري ړانده دي
هاچې ژاړي واويلاکا، هامين دي په ګلــــــــونــــــو
يوپه ويښ مزاج بيده ده، چې له خياله کړي خوبونه
هابل ګـــــوره لژندپروت دى نوريې کاندي ديدنونه
چاخولاس چاته نيولي چـــــــاځولـــــــۍ ده غوړولې
څوک په پټه خوله خنداکادچااوښکې ځي سيندونه
دغـــــــه حال دزمانې ده دغــــه چاباندې راوستي
دا تقديرد الهي ده، کـــــــه پرې چــــا کړي ظلمونه
امين زی