کله، کله خو سړی په ځان هم بې اعتباره شي!

حکمتیار صاحب! اوس نه کمونیزم وجود لري او نه هم سوسیالیزم. د اردو او پولیسو پخواني صاحبمنصابان د افغانستان خلک دی، د کونډې، یتيم او د افغانستان له بیت المال څخه ورباندې مصرف شوی، دوی حق لری چې په خپل هیواد کې دنده اجرا کړي، ولس او هیواد ته کار وکړی.
تاسو حکمتیار همدارنګه امریکا او ناټو دا حق نه لري چی د ولس له غوښتنی پرته دوی له دندو وباسل شی په کور کشیني.
ستاسو لپاره د یو رهبر په صفت لازمه وه چی ویلی مو وای چی غیری مسلکی کسان د له اردو او پولیسو وباسل شی نه پخوانی مسلکي کسان.

د حکمتيار همدغه خبره چی پخوانی صاحبمنصبان د په حکومت کی نه وی څه مانا لرلای شي؟
که چیرته پخوانی شوروي اتحاد ورسره کمونیزم وجود لرلای ستاسو اندیښنې د همدغه صاحبمنصبانو په اړه پر ځای وې خو اوس چې نه پخوانی شوروي اتحاد شته او نه هم کمونیزم څه خبره ده چی تاسو پخواني افغان صاحبمنصبان په اردو یا پولیسو کی نه غواړی؟

ښاغلی حکمتیار! کله چی په نړیواله سویه کمونیزم له منځه تللی دی تاسو اوس هم د خپلو صاحبمنصبانو دنده په اردو او پولیسو کی نه منئ د خلکو سره شکونه پیدا کوی، ځکه خو د یو مقتدیر او با نفوذه مشر په صفت نه ښايي چی تاسو دا خبره وکړی او پخواني صاحبمنصبان له اردو او پولیسو څخه وشړئ.

ښاغلی حکمتیار! افغان خاوره او افغان ولس د چا شخصی ملکیت نه دی چی یوازی یو ډله او یا یو شخص چی هر څه وغواړي ورباندې مامله وکړی او یا یی سرنویشت وټاکی د افغانستان د اساسی قانون له مخی هر څوک حق لری پدی خاوره کی واوسیږی، دنده اجرا کړی، خپل نظر وړاندې کړی، رایه ورکړی او ځان کاندید کړی. د افغانستان د اساسی قانون له مخی زما، ستا او د هغه صاحب منصب چی تاسو یی په اردو کی په دندې نه منی حقوق په تله تللی یو شانته دي نو څنګه تاسو ځانته بیا دا حق ورکوی چی د هغهوی په هکله د ځانه فیصله وکړي؟

موږ وایو چی دا هيواد موږ ته شوروی نه کړ جوړ پاکستان او ایران خو تکه تکه کړ لا یی ورانوی امریکا یی هم نه جوړوی دا ما و تا او همدغه صاحب منصبان دي چی جوړو به یی نو ځکه خو موږ ټولو ته پکار ده چی د پخوانيو بابولالو څخه یو بل ته تیر شو صادقانه او په ایماندارئ یو بل ته لاس ورکړو یو موټی شو یو او بل ومنو مټی راونغاړو خپل هیواد په خپله جوړ کړو.

ښاغلی حکمتيار! د دولت سره ستاسو جوړجاړی ورپسی ستاسو راتګ کابل ته د ستايلو دی، ولس یی ستايي همدارنګه ولس ستاسو څخه د یوې ډلی د مشر په توګه تمه نه لری چی ځان ورباندې وتړي ولس ستاسو څخه د یو ملی مشر په توګه هیله لری چی راوړاندې شئ ملی وجیبې تر سره کړئ، ځکه خو ستاسو سره نه ښایی چی په وړو وړو شیانو ځان مصروف کړی سترې دندې پر خپل ځای پریږدي خدای مه کړې دا محبوبیت چی اوس مو تر لاسه کړی دی په اوبو لاهو کړئ.

همدارنګه موږ د افغانستان د ټول ولس څخه په کلکه غواړو چی د قومي، ژبنۍ، سمتي، ګوندی او تنظمی خبرو باید ټول تیر شو، يوالي وساتو ځکه دوستان خو کتعاً نه لرو که همسايه دي او یا ځيني لرې هیوادونه موږ ته په کمین کی ناست نه غواړی چی موږ ښه ورځ ووينو ځکه زموږ ابادی دوی د ځان په ګته نه بولی په همدغه د بد څخه په بدتر حالت کی چی هم قرار لرو هم موږ نه پریږدي.