د ولسمشر غني تاریخي بدنامي (ډیورنډ کرښه)

چې څوک ټاپ درپسې وکړي، سره ټک وهي لاسونه/ دا ژوندون دی مردن نه دی، که دې وشي مردن هسې
(خوشال بابا)
هر هغه چا ته چې تاریخي بې ننګي ورغاړې شي تر قیامت پورې به دغه طوق لعنت د هغه په غاړه کې پروت وي، تاریخي شرم داسې یوه بدنامي ده چې که د یو هیواد ولسمشر یو ځل بدنام شو، نو په هېڅ صورت به خپل بد نوم پاک نه کړای شي، تر څو دا نړۍ وي د ده نوم به په بده یادیږي، زموږ په ګران هېواد افغانستان کې ډېر داسې پاچاهان تېر شوي دي چې د خپلو ډول، ډول ناوړو کړنو له امله یې په تاریخ کې نومونه په بده یادیږي، په هیواد کې داسې پاچاهان وو، چې د خپل هېواد او هېوادوالو پر وړاندې یې ډېرې بدې او ناځوانه کړنې ترسره کړي دي، چې له هغو څخه، هغه پاچاهان چې د هیواد سپیڅلي خاوره یې، د خپلو ځاني ګټو په موخه، په پردیو باندې پلورلي ده، تل لپاره په ناوړه نومونو باندې ثبت دي، د لوی افغانستان سپیڅلي خاوره، چې د لوی احمد شاه (بابا) د هڅو او کوښښونو له امله، چې د افغانستان په نوم یې یو موټی هېواد رامنځ ته کړ، د لومړي ځل لپاره د احمدشاه بابا نااهله لمسي، شاه شجاع لخوا سکانو او انګرېزانو ته، واک ته د رسیدلو په بدل کې، د لوی افغانستان ځینې سیمې ورکړې،(۱۸۳۸ز) شاه شجاع د خپل دغه ناوړه عمل په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او لویه تاریخي بدنامي هم ورغاړې شوه، د شاه شجاع نوم تر هغې پورې سپک شو، چې لوستي پلرونه یا د کورنیو مشران د شاه شجاع یا شجاع په نوم خپل زامن نه نوموي، که بیا هم د کوم ماشوم نوم شاه شجاع وي، نو د خپلو همځول لخوا زورول کیږي، د خاین او د انګرېزانو د ګوډاګی یا د نورو سپکو سپورو سره مخ وي، هغه مهال چې موږ ماشومان وو، زموږ په ښوونځي کې یو هلک چې د پنځم ټولګي زده کوونکی ؤ د خپلې کورنۍ له خوا د شجاع الدین نوم پرې ایښودل شوی ؤ، نوموړی هلک چې پخپله هم شوخ ؤ، د ښوونځي هلکانو به د شجاع الدین پر ځای شاه شجاع او د انګرېزانو غلام بللو، کنځلې او بدې ردې خبرې یې ورته کولې، چې په پای کې یې پلار دې ته اړ شو، ترڅو د خپل زوی نوم وربدل کړي او له هغه ښوونځي څخه یې بل ښوونځي ته تبدیل کړي.
 
له دا ډول بدنامو او وطن پلورونکو مشرانو څخه بل تن سردار عبدالرحمن خان دی، چې وروسته له شاه شجاع څخه یې د لوی افغانستان ځینې برخې، واک ته د رسیدلو، د خپل واک د ساتلو او د اتلسو لکو روپیو په بدل کې پر انګرېزانو باندې خرڅه کړه، د کابل تړون یې له انګرېز ډیورنډ سره لاس لیک کړ(۱۸۹۳ز). د دغه تړون له امله ده چې امیر عبدالرحمن خان داسې تاریخي بدنامي خپله کړه چې هېڅکله به له دغې بې ننګۍ څخه خلاص نه شي.
 
اوس مهال دریم کس زموږ مفکر ولسمشر اشرف غني چې خپل راتلونکي تاریخ ته متوجه نه دی، د خپلې بې پروایۍ له امله، خپل تاریخ د شاه شجاع او عبدالرحمن خان په شان ناولی کوي، د ده په ډله کې داسې څوک نه شته چې ولسمشر ته سالمې مشورې ورکړي او له تاریخي بدنامیو څخه یې وژغوري، د ده نږدې کسان تل د خپلو شخصي ګټو لپاره هلې ځلې کوي، که وطن اوبه هم یوسي دوی یې په کیسه نه دي، ولسمشر غني په خپل ځان باندې داسې کسان راټول کړي دي، چې یوه ورځ ښاغلي استاد اسمعیل یون د یو مسلمان شوي انګرېز ملا له مقتدیانو سره پرتله کړل، ده وویل:« د اشرف غني د ملي وحدت حکومت! دا ډول جوړښت لري، لکه د انګرېز جان بټ مقدیان: جان بټ چې د بي، بي، سي راډیو پخوانی خبریال ؤ او وروسته مسلمان شو، خلکو ته یې د لمونځونو امامت پیل کړ، ملاصاحب جان بټ خپل مؤذن (بانګ کوونکی) یو تن پخواني خلقي ټاکلی ؤ، د تکبیر ویلو لپاره یې یو کس پرچمی غوره کړی ؤ او مقتدیان یې ټول بې اودسه او بې اودسه لمونځونه یې ورپسې کول.»
 
د ښاغلي اشرف غني په کابینه کې داسې څوک نه شته چې د پاکستان د ای، اس، ای د ترهګرو پلانونو پر وړاندې وړ پالیسۍ او طرحې جوړې او پلي کړي، نو ځکه خو د پاکستاني استخباراتو ټول پلانونه د ننه په افغانستان کې په بري سره پلي کیږي، چې له ټولو څخه مهم پلان یې په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې پر لیکه باندې د اغزنو تارونو غځول دي، چې په نتیجه کې لوی افغانستان وروسته له (۱۲۴) کاله څخه په عمل کې د پنجابیانو لخوا دوه ټوټې کیږي، پنجابی پوځ پخپل سر بې له دې چې له چا وډار شي په ډاډه زړه، د نړیوالو قوانینو پر خلاف، د ډیورنډ پر کرښه(چې له آره، آزاده کرښه ده) اغزن تارونه غځوي، تر دې چې انګرېزانو هم په نوموړي کرښه باندې دا ډول یو جانبه کار نه دی ترسره کړی، په لومړیو کې امیر عبدالرحمن خان له انګرېزانو سره د کابل تړون د (۶) مادې پر بنسټ د یو ګډ کمیسیون پر وړاندې د کرښې په ځینو سیمو کې نښې ولګولی، خو وروسته چې امیر خپل تاریخي ګناه ته متوجه شو، نو د کرښې په نښه کولو څخه یې په بېلا بېلو پلمو باندې ځان یوې خوا او بلې خوا کولو چې تر نن پورې هم نوموړي کرښه په مکمله توګه په نښه نه شوه.
  
سره له دې چې پاکستانیان د بین المللی پریکړو له مخې د انګرېزانو میراث خواره او ځای ناستي نه شي کیدلی، خو فرضاً که داسې وبولو چې، پنجابیان ځانونه د انګرېزانو زامن او میراث خواره بولي(!!)، بیا هم د کابل د تحمیلي تړون د(۶) مادې او د بین المللي سرحدي قوانینو پر بنسټ، هېڅ هیواد نه شي کولې د ډیورنډ کرښې په شان پر جنجالي پولو باندې یو اړخیز کار وکړي.
 
له بده مرغه چې زموږ مفکر ولسمشر او ډله ټپله یې په غټو، غټو(لکه بت په غټو سترګو دم ختلی) ورته ګوري، نه یې د ملګرو ملتونو محاکمو ته شکایت وکړ، نه یې په امنیت شورا کې غږ پورته کړ او نه یې د کرښې پر سر باندې پنجابیان وډزول، لکه دوی چې په کنړ کې زموږ کلي بې له کوم دلیل څخه هره ورځ په توپو ولي.
 
موږ له آره په دې باندې پوهیدلو چې ولسمشر له کوزو پښتنو او ډیورنډ کرښې سره چندان علاقه او دلچسپي نه لري، لکه چې ټول پوهیږو مفکر صاحب د خپل بې ځواکه واکمنۍ له پیل څخه تر اوسه پورې په دې وروستیو کې، یو ځل د ډیورنډ کرښې په تړاؤ، په ګردېز کې، چې د پولیسو د شهیدانو فاتحې ته تللی ؤ، تشې هوایي خبرې(غورې) وکړې، وړاندې له دې یې د ډیورنډ او کوزو پښتنو او بلوڅو په هکله یوه خبره ترخولې نه ده وتلي، په دې باب د افغان جرمن پورتال د تبصرو په درڅه کې ښاغلی عبدالکریم رحیم چې ځان د ولسمشر غني هم صنفي بولي داسې لیکلي دي:« زه اشرف غني د مکتب د وخت نه پیژنم. ډیر کلونه زما همصنفی و. کرکټر یې هم راته معلوم دی. په دی هم خبریم چی په مکتب کی دی د باچا خان مخالف و او اوس هم د سپنتا صاحب په وینا دی د پاکستان موقف ته متمایل نظر لری.»
 
موږ ښاغلي غني ته دا وایو چې له تشو او بې عمله خبرو نه، څه نه جوړیږي چې له ډېر زور څخه دې د حنجرې غږ هم تغيیر وکړي او څوک نه شته چې درته ووایي: خپل احساسات کنټرول کړه، خلک درپورې خاندې!.
 
یو څوک چې د خپل ګاونډي شخصیت ونه پېژني، دا مانا لري چې هغه کس د سالم فکر څښتن نه دی، تاریخ ثابته کړي ده چې پاکستانی پوځ یو بې زړه او ډارن پوځ دی، له سره یې په ټول جګړو کې شرموونکي ماتي خوړي ده او له موږ سره یې په تېرو څو وړو، وړو نښتو(تورخم، سپین بولدک او نورو کې) څرګنده شوه چې پنجابی پوځ یو بې موراله پوځ دی، ومو لیدل چې د سپین بولدک په وروستۍ جګړه کې زغره وال ګاډي ترې پاتې شوي وو او ځانونه یې په منډه خلاص کړل.
 
په وسواس په نامردۍ په وهم وېره / لا په زړه به وي ګیدړ تر ده زړه ور
لوی خوشال بابا
 
دوی به هېڅکله هم زموږ سره د اوږدې مودې لپاره جګړه ونه کړای شي، که احیاناً پاکستانیان له موږ پر وړاندې ودریږي، افغانان په پوره میړانه لکه چې تاریخ ثابته کړي ده جګړې او قربانیو ته چمتو دي، موږ افغانان د ننه په خپلو کورونو او ښارونو کې، د پاکستانیانو له لاسه هسې، بې نتیجې او بې مانا وژل کیږو، نو ښه به دا وي چې له دښمن سره په جګړه کې نر په نره ووژل شو،
 
کشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای / نه چې ګور لره روان شو له تلتکه
لوی خوشال بابا
 
که موږ په لومړیو کې له پاکستان سره مخامخ جګړیدلي وای، نو دا لوی شمېر افغانان چې له تېرو څلورو لسیزو راپدېخوا وژل شوي دي نه به وای وژل شوي او په لږو تلفاتو سره به د لوی احمد شاه بابا اصلي پولو ته رسیدلي وو، په دې بنسټ موږ ولسمشر غني ته لاندې وړاندیزونه وړاندې کوو، نو که عمل یې پرې وکړ، له تاریخي بدنامیو څخه به ځان وژغوري او د یو رښتني ملي اتل نوم به وګټي:
 
۱ــ دفاع وزارت دې د کرښې هغه سیمې چې د پنجاب لخوا کار پرې روان دی، د توپچي او راکټي بریدونه لاندې راولي.
 
۲ــ ملي امنیت او نورو کشفي ادارو ته دې دنده وسپارل شي، چې د پنجابیانو د کار مخه د خپلو پټو عملیاتو له امله ډب کړي.
 
۳ــ کشفي او استخباراتي ارګانونه دې داسې وړ او پاروونکي اوپراتيفي(سل ډوله) عملیات ترسره کړي، چې له امله یې غربیان او امریکایان اړ شي، د پنجاب پر وړاندې مخامخ وجګړیږي.
 
۴ــ بې له ځنډه دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اړونده عدلي محاکمو ته غوښتنلیک وړاندې شي، پر پاکستان دې د خاورې دعوه وشي، د دعوې لپاره دې یوه متخصصه ډله، چې په هغو کې افغانان او د دوستو هیوادونو حقوق پوهان، تاریخ پوهان او سیاستوال ګډون ولري، تر څو وکړای شي د ملګرو ملتونو په محاکمو کې په ښه توګه خپله دعوه وچلول شي.
 
ټول پوهیږو چې د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې له پردیو سره تل ولسونه جګړیدلي دي، لویو، لویو امپراتوریو ته یې ماتي ورکړي ده، نو ځکه خو وايي(د ولس زور د خدای زور دی) په دې بنسټ زموږ اتل ولس له پاکستان سره د جګړې لپاره ښه په خوښۍ سره چمتو دي، که ولسمشر زړه وکړي او په خپل اتل ولس باندې غږ وکړي وبه ګوري چې زموږ ځوانان به د جګړې ډګر ته په ډولونو او اتڼونو ورودانګي.
 
د پاکستان سره د دې جګړې ګټې به دا وي چې له یوې خوا به امریکایان او غربیان، له پاکستان سره په مخامخ پوځي، اقتصادي او سیاسي جګړو او کشالو کې ښکېل شي او له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان به د ډیورنډ کرښې مسله مهمه وبولي او تر غور لاندې به یې ونیسي. دا جګړه به د ننه په پاکستان کې په لومړي ګام کې بلوڅان، پښتانه او سندیان د پنجابیانو پر وړاندې راپورته کړي، چې په پای کې به پاکستان تجزیه شي او نړۍ به د پاکستان د(ام، کیو، ام) د مشر الطاف حسین په وینا، له دغه نړیوال ناسور او عذاب څخه آرامه شي. انشاءالله
 
هغه ځوان چې د وطن په درد سوځیږي/ که سل ځله پر خوله لویږي پورته کیږي
ما ترې سل ځله قربان او صدقه کړې/ چې دمرګ پر پوله ناست وي لا خوځیږي
سلیمان لایق