(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۷مه) په هرات ولایت کې د معلولینو د نړیوالې ورځې په ویاړ د پارالمپیک لوبو فسټیوال نن پیل شو.
د دغه ولایت ورزشي آمریت فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ویلي، چې په دغو لوبو کې د نجونو او نارینه په ګډون له ۲۰۰ څخه زیات لوبغاړو ګډون کی دی.
هغه زیاته کې، چې دغې لوبې هره ورځ د شطرنج، باسکټبال، والیبال، پاورلفټینګ، بډمنټن، ځغاستې او فوټسال په برخو کې ترسره کېږي.
دغه د پارالمپیک لوبو فسټیوال به د لړم له ۱۷مې نېټې پیل او د لیندۍ تر ۱۲مې دوام کوي.
وروستي