افغان هنډبال فدراسیون چارواکي ترکیې ته ځي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۷مه) ویل شوي، چې د افغانستان د هنډبال فدراسیون رییس او سکرتر جنرال د هنډبال په ۳۶مه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه سبا پنجشنبه ترکیې ته ځي.
د دغه فدراسیون مشر یوسف نیازي ویلي، چې په دغه نړیواله غونډه کې د هنډبال نړیوال او اسیايي فدراسیونونه ته نوي مشران ټاکل کېږي.
بل خوا ویل شوي، چې د هنډبال د نړیوال کانګرس د ټاکنو په غونډه کې د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو استازي ګډون کوي.
 دغه غونډه به درې ورځې دوام لري.