مهاجر د روپۍ درې

د مهاجرینو سره د مرستې کولو ډیرې موسسې موجودې وې چا به خوراکي توکي او راشن ورکول، چا به دارو درمل ورکول چا به منګس خونې ویشلې ځکه چې هغه وختونو کې خیبر پښتونخواه کې د ملیریا ناروغي بې سارې وه. داسې موسسات هم موجود وه چې د مهاجرو د لوڼو او زامنو د زده کړو غم ورسره وه. هغه وخت زه او زما په څیر ډیر ملګري شاید په د نه پوهیدل چې د خلکو ولې موږ ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه. هغه وخت چې موږ په سوله کې ژوند کولو ایا زموږ مشرانو د دوی کورونو ته پخه ډوډۍ وروړلې وه که د دوی سره یې د دوی د وطن په جوړوله کې مرسته کړې وه که کومه بله خبره وه؟ دا موسسه د جرمني د هیواد وه چا چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې زښت زیات زیانونه ولیدل او ټول جرمن لوټې لوټې شو خو څو کاله وروسته یې ځانونه دومره ورسول چې نن زموږ د معلم معاش د زده کونکې قلم، کتاب او کتابچه د جرمني په روپیو تر موږ رسیدله . له جرمني سره زموږ دوستي اوږده تاریخي ریښه لري خو زه په هغه زیات بحث نه کومه ځکه چې موضوع راڅخه بلې خوا ته ځي. په کلي کې به مشران د جوماتونو مخې ته لمر ته پراته وه زامن به یې د سعودي عربستان په ګرمو ریګونو کې لوی لوی کوهیان ایستل چې عربانو ته یې د ځمکې له تل اوبه راویستلي، خو له جګړو د ګران وطن ځمکه څه چې کوهیان له وینو ډک شوي وه. موږ څه پوهیدلو ماشومان وه د ماشومتوب په خوندونو کې ډوب وه. لوی شوو او پوی شوو مشرانو به ویلې چې جرمنیان د افغانستان نسل دی هټلر که ټوله دنیا نیولې وای بیا یې هم د افغانستان په خاوره ډز نه کولو.
سهار به د ښوونخي په دروازه کې د سرمعلم لخوا چوکیدار ولاړ وه د توت د ونې شنه لښته به یې لاس کې نیولې وه که هر څوک به ناوخته شول د چوکیدار شنه لښته او د زده کونکې نازک لاسونه به یو بل سره مخ شول. دغو وهلو به د ژمي په سهار کې ډیر بد لګیدل زما چې اوس هم کله رایاد شي د توت ونې مې له پامه بدې شي.
 

د ښوونځي تعمیرکنکریټي جوړ شوی وه ځمکه د سیمې یو ملک ورته وقف کړې وه خو تشنابونه یې نه لرل د حاجت رفع کولو لپاره ډیر لیرې تللو جرمنیانو چې دومره مرسته کوله حتما یې تشناب هم جوړلو خو زه ویلی شم هغه چاچې دا ښوونځی جوړولو زموږ د متیازو پیسې چې تشنابونه پرې جوړیدل جیب ته اچولې وې او کور ته به یې پرې غله مله اخیستې وي.
 
هره ورځ له درس ویلو مخکې به اسمبلي دریدله موږ به ورته ترانه ویله. د ښوونځي د لس کسیز ټیم لخوا به د غني خان په قلم لیکل شوې ترانه
اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
 یو وخت د پاکستاني پولیسو لخوا اې زما وطنه ترانه باندې بندیز ولګول شو او د دوی ملي ترانه راباندې جبري شوله. د جناع بیراغ خو له وار دمخه د ښونځی په انګړ کې لکه د پښتونخوا ځیګر کې لکه ازغی ولاړ وه.
 
د تراني ټیم به ترانه ډیر په لوړغږ ویله چې ډیر لیرې به خلکو اوریدله او ما به تل دا احساس کولو چې خپل وطن ووینمه. په دوه زره اتم کال کې د میدان وردګو سیداباد ته له یوه ملګري سره ولاړم په لومړي ځل مې د غني بابا ددې ترانې دا بیت ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما د وطن درې ولیدلې. سیداباد ډیرې ښکلې درې لري داسې درې چې که یوه دره که حرکت شروع کړې بل ولایت ته به پکې ووځي مګر دره به ختمه نه شي.
 
له ترانې ویلو وروسته به ټول زده کونکي د پښو په سر کیناستل چې سخت به ستړي کیدلو. ښوونځي کې یوه ملا وه چې دیني مضامین به یې تدریس کول. ټولو ورته مولانا ویلې دده ټولې خبرې په سیاست کې وې سیاسي ملا وه ځکه یې سخت وهل هم کول قلم به یې ګوتو کې راکړ او بیا به یې یو بل باندې واړولې او ده به زور ورکړ داسې درد به یې کولو چې اوس مې هم رایاد شي استاذ ته مې زړه کې ډیر څه راوګرځي.
 
مولانا زده کونکو ته داسې وینا کولې لکه له کوم جهادي مرکز نه چې رالیږل شوی وي او دنده ورکړل شوې وي چې زموږ ذهنیت سازي وکړي. موږ او زموږ کورنۍ خو هسې له وطنه د دین په غم کې راغلي وه موږ له خدایه څه غوښتل یوازې مرګ او د شهادت مرګ د ژوند خو هسې کوم خوند نه وه بله لاره نه وه په ټیټو سترګو مو د ژوند سلامي کوله حتا له ځینې بدرنګ عملونو مو هم خوند اخیستلو خو ددې شهادت په جبران او زیان نه پویدهلو چې ددې شهادت زیان څومره دی او دا څومره نسلونه تباه کوي.
 
 
خو په همدې ښونځي کې یو بل ښوونکی وه چې د همدې سیمې وه موږ به ورته پاکستانی معلم ویلې. د سیمې میشتو ټولو خلکو ته به موږ پاکستاني ويلې البته که هغوۍ به پښتانه هم وه. دا ښوونکي اصلا د خوست وه خو نیکونو یې پخوا پښتونخواه ته کډه شوي وه او هلته میشت شوي وه. دې ښوونکي به زده کونکي په داسې روحیه روزل زه اوس کله کله فکر کوم چې زموږ ښوونکي ملایکه وه که کوم الهام او که خاد رالیږلی وه.
 

ده به زده کونکو ته زښته زیاته مینه ورکوله اردو ژبه مې لومړي ځل لپاره له همدې ښوونکي زده کړه د اردو ژبې له مطالعې سره هم همدې ښونکې بلد کړمه د حامد کرزي تصویر لومړي ځل همدې استاذ راوښودلو. ده به موږ ته حماسي کیسې کولې او حقیقتونه به یې ویل د غني خان شعرونه به یې راته ویلې د احمد شاه بابا او میرویس نیکه نا اوریدلې کیسې به یې راته کولې د نظافت په ګټه به یې پوهولو د کرکټ لپاره یې راته ټیم جوړ کړی وه موږ به یې تل لوبو ته هڅولو. اوس هم ورته دعا کوم دده نیکي مې نه هیریږي د دندې زیات پابند وه. د ښوونکي د تشویق برکت وه چې لوړې زده کړې مې وکړې. بل خوا به چې مولانا صیب ښوونځي ته راغی افسانې به یې شروع کړې زه اوس پوهه شوم چې مولانا صیب په افسانو کې ډیره مبالغه کوله دروغ به یې ویل خو هغه وخت موږ ماشومان وه نه پوهیدلو.
 
د مهاجرو د ښوونځیو لباس بیل وه له پاکستاني ښوونځیو سره یې ډیر توپیر لرلو دوی ډیر صفا ستره او ښکلي لباس لرلو موږ تور کالي او توره خولۍ په سر کوله. په خولۍ کې یو نشان وه مولانا صیب راباندې وشکول چې دا د خلقیانو د بیرغ رنګ دی خو موږ ماشومان وه ددې نشان د لیرې کولو یا لګولو په ماهیت نه پوهیدلو. کله به چې رخصت شو زیاتره وخت به د پاکستاني ښوونځیو له زده کونکو سره یو بس کې برابریدلو. د پاکستاني ښونځیو شاګردانو به موږ باندې تمسخر کولو مهاجره، ماجرا، ماجر د روپۍ درې او دیته ورته نعارې به یې راپسې وهلې چې کله کله خو به ترې لویه شخړه جوړه شوه. د امیرجان په نوم زموږ یو کلیوال وه ډیر غصه ناک وه او جنګ ته یې بهانه غوښتله هغه له موږ دوه ټولګی وړاندې وه یوه ورځ د پاکستاني ښوونځي زده کونکي د بس له منځ غږ وکړ مهاجر د روپۍ درې... امیرجان ډیر زیات ورته په غصه شو بیرته یې ورغږ کړ دا کوم د خرکوس بچی وه؟ ټول غلي شول چا ځواب ورنکړ. امیرجان بیا غږ کړ دا کوم د موردګاو بچی وه ؟ بیا چا غږ ونه کړ امیرجان نور هم په غصه شو که هر یو د ډم بچی یې خو همدا مهاجر د چې له مور پرتوګ وباسي ولاکه یې تر سهاره واغوندي ددې خبرې سره بس کې ناست کسانو ټولو وخندل او د امیرجان زړه یخ شو خو د غږ اصلي سړی مالوم نه شو چې چا غږ وکړ
 
موږ به چې کله له پاکستاني زده کونکو او یاد مدرسې له طالبانو سره بحث کولو یا به دوی خپلو منځونو کې بحث کولو پاکستان به د نړۍ ستر طاقت بلل کیدلو د هند سره جنګ به یې د خندق او احد له غزا سره تشبیه کولو د دوی په تاریخ کې زده کونکو ته اوس هم ښودل کیږي چې په ۱۹۶۵ کې هند ډیر د پاکستان په وړاندې راغی پاکستاني فوځیانو ځانونو پورې بمونه وتړل د هندي فوځ تر ټانګونو به لاندې شول او فدایي حمله به یې وکړه او هغه وجه وه چې هند مو مات کړ،دیته د وطن مینه وایي چې پاکستاني فوځ یې کوي دا به د دوی استاذانو دوی ته ویل. خو که تاریخ وګورو او د هغه وخت راپورونه د ګوګل له لارې وګورو هیڅ داسې یو واقعیت صورت نه دی نیولی بلکې خپلو زده کونکو ته دا ذهنیت ورکوي چې څه ډول پاکستان وژغوري او څه ډول ددې هیواد لپاره قرباني ورکړي. فارمي جنرالان به یې په سترو سترو القابو یادول. د مدرسې طالبانو به د ایین خبره کوله او پاکستان کې به یې جهاد ناروا بللو خو افغانستان کې فرض. د پاکستان فوځ ورته ملایکې ښکاریدلې. ډیر افغانان مې یادیږی حجرو کې یې د شیرخان او د پاکستان د فوځ تصویرونه لګولي وه. اه اه اه اه ملت څومره د بدختۍ کنده کې لویدلی وه خبل وقار او عزت یې هیر کړی وه خپله شمله ترې هیره وه خپل ټاټوبی ترې هیر وه میرویس خان ترې هیر وه فرید خان ترې هیر وه داود خان ترې هیر وه احمدخان ترې هیر وه او د ډمو د زامنو تصویرونه به یې حجرو کې لګولي وه.
 
خو زه کلونه وروسته پوهه شوم چې اصل کیسه څه ده او ولې پاکستاني زده کونکې په دومره لوړه روحیه روزل کیږي او ټول داسې فکر کوي چې د امریکا او روسیي په څیر ستر قوتونه له پاکستانه ویره لري. حقیقت بل ډول ده پاکستان هومره قوي هیواد نه دی او نه هم دومره قوي ځواک لري څه ډول چې ددې هیواد زده کونکو ته ویل کیږي.
 

پاکستان هر کال د ټول پاکستان په سطحه ښوونکو ته په خپلو سیمو کې روزنیز ورکشاپونه جوړه وي. په د ورکشاپونو باندې ملیونونه پاکستانۍ روپۍ مصرفوي. پاکستاني ښوونکي او د مدرسو خطیبان په د پوهوي چې د عصر په کوم ډول د زده کونکو ذهنیت سازي وکړي تر څو چې پاکستان ژغورل شوی وي. دوی دا ډول روزنیز ورکشاپونه په منظم ډول په مخ وړي او ښوونکي څاري چې څه ډول روان دي.
 
افغانستان کې وضعیت برعکس روان دی. د ښوونځي څخه نیولې تر پوهنتون د زده کړو ټول مصرف به یې دولت ورکړی وي مګر چې فارغ شي د دولت په ضد فعالیت شروع کړي چې ښه مثال یې په څلورسوه بستریز روغتون د ډاکټرانو نیول وه چې د ننګرهار پهوهنتون څخه فارغ وه او په یاد روغتون باندې د برید په طرحه کې یې همکاري کړې وه.
 

د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت څخه زما غوښتنه ده چې خپل ټول ښوونکي خپل سري اموخته نه کړي او یو قوي چاڼ د پکې وکړي په وطن مین اشخاص د دې سپیڅلو دندو ته معرفي کړي. په د خو ټول پوهیږو چې یو کال هم دواړو وزارتونو بودیجه نه ده صفر کړې. که راتلونکو مالي کالونو کې ښوونکو ته دا ډول روزنیز ورکشاپونه په نظر کې ونیسي یو خو به داسې وي چې بودیجه به یې مصرف کړې وي او بله دا چې په ملي روحیه به زده کونکي او محصلین وروزي او هم به یې ددې وطن لپاره یو فرض ادا کړی وي.