مسکو د پخواني شوري اتحاد د لوی انقلاب سلمه کليزه په پوره پاملرنې سره لمانځي

په ۲۰ مه پيړۍ کې د لومړۍ نړيوالې جګړې په ترڅ کې، په ۱۹۱۷ زېږديز کال د اکتوبر په اوومه نېټه (له نن څخه پوره سل کاله وړاندې)، په روسيه کې يو لوی انقلاب رامنځ ته شو، چې د تزاري روسيې رژيم يې نسکور او د شوري اتحاد (the Soviet Union) په نوم يې نوي کمونيسټ غورځنګ منځ ته راوړ.
 
په روسيه کې د کارګرو ټولنيز ډېموکراټ ګوند (The Russian Social Democratic Labour Party) په ۱۸۹۸ کال کې جوړ شو، موخه يې دا وه چې د مارکسيزم او کمونېزم د اډيالوژۍ په رڼا کې، په کور دننه او هم په نړيواله کچه کارګر سره يو کړي او د امپريالېزم پر وړاندې د مارکس مبارزې ته دوام ورکړي.
 
په ۱۹۰۴ زېږديز کال کې د روسيې د کارګرو ټولنيز ډېموکراټ ګوند کې درز پيدا شو، د ولدمېر لنين په مشرۍ اکثريت سور پوځ (بلشویک) او د جولیوس مارتوف په مشرۍ اقليت سپين پوځ (منشویک) د روسيې په کورنۍ جګړه کې د يو او بل سره په جګړه کې وو.
 
والدمېر لنين د اکتوبر له انقلاب وروسته د يو کال لپاره د روسيې د جمهوريت مشر و، په ۱۹۱۸ کال کې يې د روسيې جمهوريت يې، د شوري اتحاد په سوسيال جمهوريت بدل کړ او په ۱۹۲۲ کال کې په رسمي ډول د شوري اتحاد په نوم حکومت منځ ته راوړو. د شوري اتحاد سوسيال جمهوريتونه په ۱۹۹۱ کال کې له منځ لاړ او په دې سره د اکتوبر اوومې نېټې انقلاب هم پای ته ورسېد.
 
نن ورځ، مسکو د ياد انقلاب کليزه لمانځي، د اکتوبر د اوومې نېټې انقلاب چې په نړۍ د ټولو خونړيو انقلابونو مور بلل کيږي او ميليونه انسانانو په کې وژل شول په پوره پاملرنې سره لمانځل کيږي.
 
 
د روسيې اوسني ولسمشر والدمېر پوتين ياد انقلاب د روسيې لپاره شرم بللی او په وينا يې ميلیونه انسانانو ژوند يې واخېست، خو نوموړی به يادې څرګندونې په څرګند ډول ونه کړي او نه به هم د اکتوبر د اوومې ڼيټې د انقلاب او د بلشويک د سره پوځ تېرې کړنې وغندي، دا ځکه چې د روسيې د اوسني حکومت اپوزسيون ياد انقلاب د هېواد وړيا ګڼي او په اډيالوژۍ يې روان دي.