|
د ننګرهار کانال زیتونو فابریکې کې د تیلو تولید لپاره د پروسس چارې په ګړندیتوب سره جریان لري . ننګرهار کانال رئیس انجینر غلام حضرت عبدالرحیمزي د یادې فابریکې څخه د لیدنې پر مهال وویل،د زیتونو فابریکه کې د تیلو تولید لپاره د پروسس چارې په ګړندیتوب سره رواني دي او د ورځې په اوږدو کې شاوخوا لس ټنه زیتون په یاده فابریکه کې پروسس او تولید شوي دي. هغه زیاتوي،همدا راز د یوې ورځې په موده کې تولید شوې ټول تیل د فابریکې د کارکوونکو له لورې په فني ډول په بوتلو کې ځای پر ځای کیږي،چې له هغې وروسته بازار ته وړاندې کیږي. د عبدالرحیمزي په وینا د کانال تولیداتو لپاره نوی پلورنځی هم پرانستل شوی،چې په فابریکې کې تولید شوي د زیتونو آچار او تیل یاد پلورنځي ته انتقالیږي او اوس هیوادوال په اسانۍ کولای شي چې د کانال تولیدات له دې پلورنځي څخه ترلاسه کړي. |