د ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان  شپېتم تلين ونمانځل شو

 
نمانځغونډه د ارواښاد قبر ته څېرمه د حاجي فضل رحيم فضل په مېلمستون کې جوړه شوې وه،چې پرمهال يې مشاعره هم ترسره شوه.
د لوی افغانستان لوی ارمانجن ارواښاد ملنګ جان دشهادت شپېتم تلين دهغه د مينه والو او پل نيوونکو له لوري ونمانځل شو.

په لومړۍ برخه کې يې ويناوالو او دپښتو ادب استادانو د ولسي شاعر ارواښاد ملنګ جان په ملي او سياسي فکر ويناوې واورولې او هغه يې دافغانانو دبيدارۍ او يو والي ښه مبلغ په ګوته کړ.
استاد محمد اصف صميم د استاد بختاني دهغه کتاب له مخې چې زه او ملنګ جان نومېږي د ارواښاد څو خاطرې واورولې او نوموړی يې د لوی افغانستان له خاورې دبېلې شوې برخې ديو ځای کېدو لوی ارمانجن وښود.
ښاغلي صميم له ځوانانو وغوښتل چې د ارواښاد پر پله پل کېږدي او فکر پلي کېدو ته يې مبارزه وکړي.
د غونډې کوربه حاجي فضل رحيم د ملنګ جان شاعري د وخت د غوښتنو ښه وسيله وښوده ،ويې ويل: ارواښاد نه يواځې د برې بلکې دکوزې پښتونخوا دپښتنو دبيدارۍ لپاره اشعار ويلي دي او هغه تيري يې په خپلو شعرونو کې غندلي چې دکوزې پښتونخوا پر پښتنو ترسره شوي .

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم دبهسودو له فرهنګي خلکو مننه وکړه ،چې د ملي شاعر تلين يې په ولسي بڼه ونمانځه.
صميم وويل:دی به هڅه وکړي،چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په واسطه په هېوادنۍ کچه د ارواښاد ملنګ جان په نامه علمي کنفرانس جوړ کړي .
د بهسودو قومي مشر حاجي معراج او فرهنګي شخصيت شريف الله ناصري بيا له حکومته وغوښتل چې د ملنګ جان مزار ته څېرمه دې د مشاعرو او فرهنګي غونډو لپاره تالار جوړ کړي او دهغه فکر خپرېدا ته دې پاملرنه زياته کړي.
په وروستۍ برخه کې مشاعره ترسره شوه، چې ګڼ شمېر شاعرانو د ارواښاد ملنګ جان نيمګړي ارمان او دوطن ازادۍ په اړه ليکلي شعرونه واورول .
دغه ولسي شاعر دشلو کالو و، چې لومړۍ ترانه يې په اتحادمشرقي ( ننګرهار )کې خپره شوه. دا هغه وخت و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره د نوم خاوند شوی و .
ديادونې ده چې ارواښاد ملنګ جان په دولس سوه درې نوي لمريز کال د ننګرهار دبهسودو په چميار کلي کې پيدا او په ١٣٣٦ لمريز کال يې ديوې ترافيکي پېښې له امله له کوچني زوی دواجان سره د اجل داعيې ته لبيک ووايه او جنازه يې د بهسودو د چميار کلي په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.