غزل

قيامتونه محشرونــــه دي جـــــــانانه
بې لــــــه تانه بې له تانه بې لـــــــــه تانه
يم ژوندې په مړي شمار يم لکه بت يم
يم بې روحـــه بې له تانـــه زمــــــا ځانه
دا هجران دی که دوزخ دی نه پوهيږم
چې سوزيږم په سره اورد هرې خوانه
قيا متونـــــه محشرونــــه دي جانانــه
بې لـــــه تانه بې له تانــــــه بې له تا نــــه
ستا يادونـــــه هـــــره شېبه هره شېبه
دردوي مې ژړوي مې ګرانــه ګرانـــــه
ګېله من دخپل تندي اود نصيب يم
ګرځوي مې پرېشانـــه پرېشانــــــه
په خوستي به بيا هغه وخت کله راشي
چې د وصال په امان وم له هجرانـــــه
قيا متونه محشرونـــه دي جا نا نه
بې له تانـــــه بې له تانه بې له تا نـــه
سيد کريم خوستی
العين الا امارات العربيه
۲۰۱۰٭۴٭۹