فکري انحصار ( شخصیت وژنه)

فکر د انسانانو هغه وجودي او معنوي ارزښت دی، چې د انسانانو په ټولو پریکړو او قضاوتونو
ژور تاثیرات لري، مثبت او منفي افکار د انسان په شخصیت جوړونه کې ستر رول لري، مثبت
فکرونه مثبت شخصیتونه او منفي افکار منفي شخصیتونه زېږوي، که له دې معنوي ارزښت په
سمه توګه کار واخیستل شي، دبرياليتوب په زينه د پورته کېدا ظرفیتونه رامنځته کوي. اوكه له
دې صلاحيت او ارزښت څخه په سمه توګه ګټه وانه خیستل شي، نو دا په خپله ځانته د نا كامۍ
د لارو پرانېستل دي ، ويلای شو چې كله ژوند دتفكير څخه خالي شي بيا په كې د بریالیتوب
څرک هم نه ښکاري.

همدا فکر دی چې په نړۍ کې ستر بدلونونه راولي، په وسیله یې نوښتونه کیږي، او انسان د
پرمختګ لوړو پوړونو ته رسوي.

فکر دی، چې هر څه د غور لاندې نیسي، حقیقتونه راڅپړي، د ژوند په ټولو لاملونه ځان
پوهوي، د ځان له پاره هدفونه ټاکي، د نړۍ له حالاتو ځان خبروي، او بالاخره د ټولو په هکله
پریکړې او قضاوتونه کوي.

له دې ارزښت څخه د ګټې اخیستنې یوازینی زرین پړاو ځواني ده، چې انسان کولای شي په دې
پړاو کې په شخصیت جوړونه کې خپل اعظمي رول ولوبوي، خو له بده مرغه چې اوسمهال
افغان ځوانانو خپل فکري استقلالیت تر ډېره له لاسه ورکړی، دوی د ځینو مجبوریتونو او
ستونزو له امله دېته اړ کړای شوي چې د نورو د افکارو پیروي وکړي، که هغه مثبت وي او که
منفي.

ځوانۍ د انساني ژوند هغه پړاو دی چې په هیواد او شخصیت جوړونه ترې اعضمي ګټه اخیستل
کیږي. خو دغه ګټه اخیستنه او رول هغه وخت په سمه توګه ترسره کیدای شي، چې دوی له
فکري پلوه خپلواک او د بشپړ فکري استقلالیت لرونکي وي، که چیرې دغه استقلالیت د
انحصار او احساساتي پریکړو ښکار شي نو ممکن په راتلونکي کې ورته یو مثبته شخصیت
جوړونه ستونزمنه شي، په نورو ستونزو او خنډونو سربېره دلته تر ډېره د اقتصادي او امنیتي
ستونزو یادونه کیږي، چې موجودیت د ځوانانو فکر استقلالیت محاصره کړی. لومړی راځم
اقتصادي، ستونزو ته.

له بده مرغه چې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د نورو ستونزو ترڅنګ د بیکارۍ
شومه پدیده هم راوټوکېده، چې ځوانان یې مجبور کړل ترڅو دداسې مفسدو او شر خوښو کړیو
په انحصار کې راګیر شي، چې د دوی د شخصیت وژنې لامل شي، شخصیت د انسان د ژوند په
معنا دی، هغوی چې د مثبت شخصیت لرونکي دي، د هوسا ژوند، پیاوړي فکر، لوړې پوهې او
روښانه راتلونکي خاوندان دي، خو کاذب او منفي شخصیتونه بیا تل ځپل کیږي او په ټولنه کې
ورته په سپکه سترګه کتل کیږي.

دلته ځانګړو کړیو او ډلو د شخصي ګټو له پاره ځوانان په فکري انحصار کې راګیر کي، ځوانان
د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ شول، چې د مفسدو، شر خوښو او بې کفایته افرادو په
ګټه مثبت تبلیغات وکړي، دوی اوسمهال تر ستونې په ستونزو کې ډوب دي، ښه ته ښه او بد ته
بد نه شي ویلای، هر یو یې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه پخپل فکري استقلالیت خاورې
اړولي، له دې وروسته بله ستونزه امنیتي ده چې د ځوانانو فکري استقلالیت یې ننګولی، په
امنیتي او غیر امنیتي سیمو کې مو هم د ځوانانو فکري استقلالیت تر ګواښ لاندې دی، که په
کابل، هرات، او بلخ کې مو ځوانان د چارواکو په وړاندې غږ پورته کوي، هم د چارواکو له خوا
ورته ګواښونه پیښېږي او که په غیر امنیتي سیمو کې مو ځوانان د مخالفینو د وحشتونو په
وړاندې غږ پورته هم ګواښل کیږي، دغه ځوانان تر ډېره ګونګي پاتې دي، خپل استقلالیت یې له
لاسه ورکړی، چې دې ټولو ستونزو د ځوانانو ترمنځ ژور فکري اختلافات هم زېږولي دي.
دغو ستونزو مو ځوانان اړ کړي، چې د مفسد او پاک اشخاصو ترمنځ توپیر نه شي په ډاکه
کولای، دوی د حالاتو او اشخاصو په اړه پریکړې هم د احساساتو له مخې کوي، دوی ته د
اشخاصو او حالاتو په هکله د پریکړو تحلیل ته هم زمینه نه ده برابره شوې.
 
ورځ تر بلې د ځوانانو خپلمنځي اختلافاتو لمن پراخیږي، یوازې د یو څو پیسو له پاره خپل
شخصیتونه وژني، خپل راتلونکی خرابوي، او په ټوله کې یې ژوند د بدمرغۍ او تیارو په لور
روان کړی دی.

که له یوې خوا حالاتو او اشخاصو دا ډول ستونزې رامنځته کړي، خو له بلې خوا تر دې دمه
ځوانانو هم خپل مسولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی، دوی خپل تلپاتې هوسا ژوند د لنډمهال
هوسا ژوند قرباني کړی، یو بل ته یې وخت نه دی ورکړی، ترڅو له دې لارې خپلې ستونزې حل
کړي.

که حالات هم په همدې ډول روان وي، او اشخاص هم په همدې ډول او د ځوانانو له فکر او
انرژي څخه ګټه واخلي، نو لرې نه چې ځوانان مو له مثبتې شخصیت جوړونې خلاص شي،
ځوانان باید په دې پوه شي، چې د دوی هره پریکړه او قضاوت د دوی په راتلونکي شخصیت
ژور تاثیرات لري.

دوی باید د خپل راتلونکي شخصیت ساتنې او شخصیت جوړونې له پاره په یخو اوبو او وچې
ډوډۍ قناعت وکړي، خپل شخصیت او فکر د نورو شخصي ملکیت ونه ګڼي، دوی باید په منسجم
ډول د خپل راتلونکي له پاره سره لاسونه یو کړي، د هیواد د پرمختګ او بساینې له پاره هلې
ځلې وکړي، ټول باید په ګډه د مفسدو او شر خوښو اشخاصو په وړاندې ودریږي، خپلمنځي
ستونزې حل کړي، ښه ته ښه او بد ته د بد ویلو زمینه برابره کړي، او زما په اندې همدا یې تر
ټولو ښې لارې کیدلی شي، دوی باید هر پریکړه د خپل فکر او پوهې پر بنسټ وکړي، له فکري
انحصاره ځان راوباسي او د خپل راتلونکي شخصیت له پاره د احساساتو پرځای له پوهې او
مستقلو افکارو کار واخلي ترڅو وکولای شي د ژوند هر ستونزو په اسانۍ حل او د پرمختګ
لارې چارې ځانته پرانیزي، خپله لیکنه په دې شعر پای ته رسوم چې:
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
د خاورې لالونه شي دا بوټي په لونګ شي.
 
خو له بده مرغه اوسمهال افغان ځوانان تر ډېر په فکري اختلافاتو کې راګیر دي، دوی خپلمنځي
پراخ فکري تضادونه لري، او داسې انګیرل کیږي، چې د تضادونه د فکري استقلالیت له امله
نه، بلکې له فکري انحصاراتو څخه رامنځته شوي، دلته ځوانان مجبور کړای شوي، چې خپل
فکر په ځانګړو کړیو او ډلو پورې منحصر کړي، د انحصار او اختلاف یوه ستونزه په هیواد کې
د ځوانانو اقتصادي مجبوریتونه ګڼل کیږي، داسې نیوکې کیږي، چې د اقتصادي ستونزو له امله
ځوانان اړ کړای شوي، چې د نورو ډلو او ځانګړو اشخاصو د فکرونو پیروي وکړي او له
همدې لارې دوی کولای شي خپلې او سنۍ ستونزې حل کړي، خو دا افغان ځوانان څومره د فکر
استقلالیت لرونکي دي، د روانو حالاتو او اشخاصو په هکله پریکړې څومره د تحلیل او تجزیې
له مخې کوي، څومره له احساساتو څخه کار اخلي، او ایا دغه اختلافات به د ځوانانو ستونزې
حل کړي او که زیاتې، په ټوله کې دا ډول قضاوتونه او پریکړې څومره د دوی په شخصیت
جوړونه او پرمختګونو منفي تاثیرات اچوي.

پوښتنې
 فکري خپلواکي یعنې څه او د ځوانانو په شخصیت جوړونه کې څومره مهم
رول لوبولی شي؟
 فکري استقلالیت د ځوانانو په شخصیت جوړونه څومره اغیرې لري؟
 ایا اوسنیو ځوانانو مو خپله فکري خپلواکي ساتلې ده؟
 ایا ځوانان مجبور کړای شوي، چې د ځانګړو اشخاصو د فکرونو پیروي
وکړي، که دغه پیروي پخپل د خپلې فکرې خپلواکۍ له مخې کوي؟
 ایا د ځوانانو فکري اختلافات د استقلالیت له مخې دي او که ترڅنګ یې
هرڅوک د خپلې ډلې پلوي کوي؟
 ځوانان ولې د روانو حالاتو او اشخاصو په هکله د ژور فکر او تحلیل
پرځای له احساساتو څخه کار اخلي؟
 په ټولنیزو رسنیو کې ځوانان تر ډېره فکري اختلافات لري، ولې دوی ددې
اختلافاتو د له منځه وړلو له پاره زمینه نه برابروي، ایا نورې کړۍ ورته
اجازه نه وي کوي، که ځوانانو خپله خپل فکر انحصار کړی دی؟