تبصره (comment)

 
تبصره د ګټورو او مهمو تحلیلي ژانرونو له ډلې څخه ده چې ژورنالیسټ یې په وسیله کولای شي د ادارې په برخه کې، د ذهنیت او عامه افکارو په سازماندهۍ کې ځانګړی رول ولوبوي څرنګه چې د مسلک سپېڅلتیا ایجابوي، نو د تبصرې په کارونې سره د بیلابیلو موضوعاتو اړوند نظر ورکول کېږي.
کله چې یو لیکوال د ځینو مسایلو او پېښو په اړه تبصره لیکي د هغې تبصرې موضوع ته په ارزښت ورکولو سره به هغه د علاقه مندانو لپاره د منطقي اثبات پرته بل څه نه وي، شاید په دې امر کې د لیکوال د فکر او نظر څرګندول د یو فکر او ګمان په توګه تصور شي، خو ددې فکر او ګمان د ثبوت لپاره لیکوال خپله عقیده د منطقي استدلال له لارې ثابتوي، هغه وخت لوستونکي پوهیږي چې موضوع په فکر او ګمان نه بلکې په منطق او استدلال ولاړه ده.
کله چې یو لیکوال د یوې پدیدې په اړه منطقي او ژونالیسټيکي موازینو ته په کتو سره فکر وکړي، لوستونکي، لیدونکي او اوریدونکي د هغه فکر او منطق مني، او تبصره یې د هغو په وړاندې ارزښتمنه برېښي.
تبصره یوه له هغو لارو څخه ده چې لیکوال کولای شي د هغه په وسیله یوه خبره ثابته کړي.
په هر تناسب چې لیکوال وړتیا ولري، نو تبصره یې کولای شي په استدلالي توګه د هغه موضوع پلوي یا ضد په توګه ښکاره شي په هماغه تناسب به توان ولري چې لوستونکي قانع او د خپلې مفکورې په لور یې راوګرځوي، په هغه صورت کې چې لوستونکو د مبصر مفکوره ومنله نو تبصره یې په پوره باور سره مني.
له نن څخه دوه زره کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره په شخصي اروپا کې ژولیوس سزار په نوم یو پوه د تبصرې په لیکلو پیل وکړ، دېته په پوره پاملرنې سره چې نني مطبوعات د هغه وخت له مطبوعاتو سره مستقیمه اړیکه نلري، همدا ډول د لیکلو سبک او لومړنۍ ورځپاڼه چې له ۱۵۰۰ میلادي کال وروسته چاپ شو هم کومه اړیکه نلري.
د روم امپراطوراو ستراتیژیسټ ژولیوس سزار به خپلې کارنامې او جګړه ایز یادښتونه د تبصرو په نوم نومول، په هغه وخت کې به دا ډول تبصرې په  ساده ډول چې په حقایقو، ارقامو او اعلامیو ولاړې او د غوره شخصیتونو لخوا به لیکل کیدلې.
رومیانو یانې ایټالويانو وروسته دا اصطلاح په بیلابیلو یاداښتونو، خاطراتو، د تړونو په  جوړښت او داسې نورو کې کاروله،
تبصره د لومړي ځل په نولسمه پيړۍ کې د روسې په مطبوعاتو کې خپره شوه منځپانګه به یې سیاسي پېښو جوړوله او مطبوعات له معمولي مطبوعاتو څخه شمیرل کیږي، وروسته نورې تبصرې رامینځته شوې او په مطبوعاتو کې اقتصادي، ټولنیزو او ادبي چارې هم  دود شوې.
په اوس وخت کې د تبصرې دنده د ټولنیز ژوند د مهمو او ارزښتمنو فاکټونو د توضیح، تشریح او بیانول دي، وړاندې تردې چې د یوې پدیدې، حادثې او حقیقت اړوند فکر او نظر وړاندې شي لومړی باید د هغه د درک زمینه برابره شي.
همدا ډول ځینې سرچینې، سیاستمداران، حکومت او دولت په روانو چارو په نظر وړاندې کوي، خو مخاطبان نشي کولای له روانو چارو څخه په سمه او ګټوره توګه برداشت وکړي نوپه  ژورنالیستي لیکونو کې دې ته اړتیا پېښېږي چې ورته موضوعات روښانه او تشریح شي. البته ددې مواردو اړوند تبصره له مخاطبانو او نوور ډله ایزو رسنیو سره هم مرسته کوي.
پدې اړه چې کوم وروستني تحقیقات ترسره شوي ورسره د ژورنالیزم څانګې پوهان دې پایلې ته رسیدلي چې په پیل کې د اطلاعاتو طبقه بندۍ ضروري ده وروسته بیا ورباندې تبصره او تشریح ډېر ارزښت لري. له دې پرته د مخاطبانو، افکار او د اطلاعاتو ټولګه بېنظمه کېږي او هغوئ نشي کولای د ټولنیز ژوند له پېښو او تحولاتو څخه په سمه توګه برداشت وکړي، کله چې یو ژورنالیسټ پریکړه کوي او د خپرولو لپاره موضوع انتخاب یا یې له خپرولو څخه ډډه وکړي، پدې برخه کې د ژورنالیسټ پریکړه ده چې د موضوع په خپرولو یا نه خپرولو کې موقف ګیري کوي، د یادونې وړ ده چې د ډله ایزو اړیکو وسیلې، اجتماعي موقف او د ایډیالوژۍ غوښتنې د اطلاعاتو د راټولو له لارې پېژندل کیږي، همدا ډول د ډله ایزو اړیکو پرمخ وړونکي په پېښو باندې تبصرې کوي خو هغه وخت به د دوئ تبصرې ارزښتمنې وي  چې د موضوع ټاکلو له غوره ذوق، او لارو څخه برخمن وي.
د تبصرې په پرتله نور تحلیلي ژانرونه نشي کولای چې ټاکل شوې موضوع په روښانه، واضیح او تاثیر اچوونکې توګه وړاندې کړي، تبصره د یوې موضوع د اساسي مفاهیمو منطقي تشریح ده چې د یوې مشخصې موضوع لپاره ضروري ده وړاندې کېږي تبصره باید د مطالعې ارزونې ته انعکاس ورکړي چې په اړوند یې پایلې وسپړل شي. همدا ډول په تبصره کې له اساسي او ځینو زیاتو فاکټونو څخه د موضوع د ثبوت او توضیح لپاره ګټه اخیستل کیږي.
د تبصرې طبقه بندي د هغو اطلاع او تحلیل دی، البته له اطلاع پرته تحلیل نشي ترسره کیدای، خو تحلیل په اطلاع باندې ژوره اغیز لري او دا اغیز د فاکټونو پېژندنې، ټاکنې او په سمه  توګه د هغوئ د کارونې پرمهال رامینځته کیږي.
هر ډول اطلاعات او موضوعات چې په قلم باندې د لاس په وسیله لیکل کیږي او د عام وګړو لپاره چمتو کیږي؛ هریو یې ځانګړي او متفاوت اهداف لري، نو د هغوئ د تفسیر د لازیاتوالي لپاره ژورنالیسټ اړ دی چې تبصره ولیکي.