
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ښاغلي حامد کرزي د ولسمشرۍ دوره پیل شوه په نوموړۍ دوره کې شته غمیزو لا پسې زور واخیست او نوښت پکې رامنځته شو یانې بڼه یې بدله شوه او ښاغلي ولسمشر په یو نوښتګر انسان ثابت شو دغو غمیزو تر ډېره اوږدمهاله بڼه درلوده یوازې محدود شمېر لنډ مهاله وې لومړی به د هغه وخت د حاکم حکومت په لنډ مهاله غمیزو رڼا واچو وروسته به بیا اوږدمهال تر بحث لاندې ونیسو...
د بهرنیو ځواکونو خپلسري عملیات چې د هیواد په ګڼ شمېر پښتون میشتو سیمو کې به ترسره کېدل بهرنیانو به د خلکو له اجازې پرته د دوئ کورونو ته ننوتل هغوئ به یې وهل ټکول او تر ډې چې افغانې ښځې به یې په یوه او بله پلمه تالاشي کولې او له انسانیت څخه لېرې چلند به یې ورسره کاوو.
خو ولسمشر کرزی چې ځان یې یو بې واکه او لاسپوڅی ولسمشر بله ددې وحشي عملیانو په هکله به یې ځان ډېر بې توپیره او کنټرولول یې تر خپلې وسې پورته ګڼه دغو عملیاتو تر دې کچې وحشي بڼه خپله کړې وه چې د افغانانو ناموس ته به پکې سپکه سترګه کتل کېدل دغه راز د هیواد په ګوټ ګوټ کې نورې داسې دردونکې پيېښې پېښېدلې خو ولسمشر په اصطلاح خپل یو غوږ لیمسی او بله بړستن ګرځولې وه پداس حال کې چې پخپله یې په یوه مرکه کې ویلي چې دی یو نیم ولسمشر دی هغه نیم واک یې هم په افغانانو چلوو او بس!
بله ستره غمیزه چې د دې ولسمشر په دوره کې رامنځته شوه هغه د فساد کلک بنسټ ایښودل وو چې ريښې یې اوسمهال ګاونډیو هیوادونو ته هم غځېدلي.
فساد هغه ناوړه او کرغیړنه پدیده چې د همدې مفسد ولسمشر له خوا یې د بنسټ کلکه ډبره ایښودل شوې ده او له بنسټ سره سم په هیواد کې نورې بیلابیلې غمیزې هم په دولتي ادارو کې رامنځته شوې د بدمرغۍ خبر خو داده چې ولسمشر کرزي پخپله خوله خپلو مفسدو دولتي چارواکو ته امر وکړ چې ( بګیرید ولې در خارج مصرف نکنید) هغه ولسمشر چې پخپله خوله خپلو چارواکو ته د فساد امر کوي نو له هغه څخه به څنګه څوک د پرمختګ او خپل ريښتني زعیم تمه ولري.
د نوموړي په دوره ټول هغه جهادي او غیرجهادي قوماندانان میلونران شول چې له کوټه سنګي څخه به یې تر چوک پورې د موټر کرایه نه درلوده خو دا ښاغلی د هغوی د ترلاسه شوې سرمایه په وړاندې پوره بې توپیره او بې پوښتنې وو د نوموړي په دوره کې فساد خورا پراخه بڼه درلوده خو د یوه وکيل، وزیر او څارنوال محاکمه هم چا نه په سترګو ولیده او نه یې هم په غوږونو واورېده له دې مالومیږي چې نوموړی پخپله مفسد او د یوې مفسدې ادارې پلوي او ملاتړی دی که داسې نه وای نو بیا ولې یې څوک محاکمه نه کړ؟
دغه راز د نوموړي د واکمنۍ پرمهال به چې کوم بهرني اتباع جرم ترسره کاوو نو ددې پر ځای چې دا مجرم په افغانستان کې محاکمه شي هغه به یې خپل هیواد ته لیږدوو او هلته به یې محاکمه ترسره کېدله که چیرې دا کړنه به بهر کوم جرم شمیرل کېده په نوم سزا او که نه مجرم به خپلې مزې کولې د دې جرم ښه بیلګه په هلمند کې د رابر بیټس چې ۱۷ شاوخوا بې ګناه افغانان یې ووژل کیدای شي دغه راز کړنې ټولې داساسي قانون خلاف او په ښکاره توګه د قانون تر پښو لاندې کول دي لنډه دا چې ولسمشر د دې ټولو وحشي کړنو په هلکه ډېر بې وسه او بې واکه یوازې هڅه یې دا وه چې چوکۍ د لاسه ورنکړي او خپله چوکي خوندي کړي او بسْ!
د حامد کرزي تر واکمنۍ وروسته کله چې په هیواد کې د ملي یووالي تر نامه لاندې د امریکا په خوښه حکومت رامنځته شو نو ددې حکومت په لومړیو کړنو سره له خلکو سره داسې اندېښنې پیدا شوې چې ګواکې د دې نوي حکومت موده ډېره لنډه وي او له دوی سره یې د سقوط اندېښنې هم راپیداشوې.
ځکه د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په امنیت او انسان وژنه کې هم نوښت رامنځته شو لومړی یې د امنیت برخه تر بحث لاندې نیسم ...
د نوي حکومت په پیل سره د هیواد ولایتونو ګڼه شمیر ولسوالۍ د وسلوالو مخالفینو لاسته ولوېدې او په ګڼ شمیر ولسوالیو کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا حاکم شو چې اوسمهال هم مخالفین پکې خپل حکومت پرمخ وړي، وګړي د خپلو پریکړو او ستونزو د حل په موخه د دې پرځای چې مرکزي حکومت ته مراجعه وکړي مخالفینو وسلوالو ته ځي د حکومتي چارواکي په څېر دوی هم اساسي قانون په رسمیت نه پېژني د دې وینا پر بنسټ چې ( هغه کار چې پخپله یې د ترسره کولو هوډ نه لرې بل ته یې د پلي کولو امر بې ځایه دی) او د وخت ضایع کول دي اوسمهال د مرکزي حکومت په شتون کې د ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د حکومت مخالفینو شخصي زندانونه جوړ کړي د دې او د اړوند سیمو مجرمین پکې ساتل کیږي ښه بیلګه یې دلغمان ولایت الینګار ولسوالۍ کېدای شي.
له دې افغان امنیتي او زړور ځواکونه هڅه کوي چې دا ډول ستونزې له منځه یوسي خو پخپله مرکزي حکومت یې هوډ نه لري امنیتي ځواکونه د جګړې پرمهال له بیلابیلو ستونزو سره مخ کیږي د مهماتو د کمښت سربیره دوی د خوراکي توکو له کمښت سره هم لاس او ګریوان کیږي چې په دې سره دوی د دوښمن په وړاندې په جګړه کې له ماتې سره مخ کیږي او خپل ژوند د لاسه ورکوي خو مرکزي حکومت یې بیا غندلو ته په دوه پښو ولاړ وي او بس!
د همدې مرکزي حکومت په شتون کې اوس د هیواد په ولایاتو کې د بهرنیو هیوادونو له لوري پردۍ تذکرې ویشل کیږي چې ښه بیلګه یې د پکتیا ولایت دی چې د ولسي جرګو غړو او ځایی اوسیدونکو پخپله تاېئد کړي دي.
د انسان وژنې په برخه کې یې لومړی د شهیدې فرخندې څخه پیلوم چې د څو تنو لنډه غرو، وحشي او کوسه ډبو افرادو له خوا په شهادت ورسول شوه له پېښې وروسته امنیتي چارواکو د مجرمین ونیول خو د وخت په تیریدو سره موضوع سړه او د عاملینو سزاوې یې مخ په راکمېدو شوې د دې مجرمینو له ډلې څخه یې ګڼ شمیر په بند او څو تنه په اعدام محکوم شول چې وروسته بیا د بندیانو د بند موده راکمه او په داعدام محکوم شوي افراد یې په بند محکوم کړل خو موږ پوه نه شو چې دغه کسان څوک او له اعدام څخه ولې وژغورل شول؟
او له یو شمیر افرادو سره دا اندېښنې هم پیدا شوې چې په دې کوڼ او ړوند حکومت کې د دې شونیتا هم شته دا بندیان دې له بند څخه خلاص شوي وي.
له دې وروسته د شاه شهید وحشي پېښه رامنځته شوه چې ګڼ شمېر هیوادوال پکې په شهادت ورسېدل څو ورځې پېښه ډېره توده او د رسنیو او مدني فعالانو د پام وړ ګرځېدلې وه خو د مودې په تیریدو سره دا هم سړه او بې برخلیکه له یاده وویستل شوه.
دغه راز پر دې سربیره په غوره کې د ګڼ شمیر بې ګناه افغانانو وژنه یوه بله غمیزه او په ننګرهار کې د یو پیغلې وژنه ټول هغه څه دي چې د اوسني حکومت بې بندوباري او بې کیفایتۍ څرګندونه کوي.
دغه راز تیره ورځ د کابل ښآر اړوند سیمه پل محمود خان کې د ملي امنیت په لسم ریاست یوه بله ستره غمیزه ده چې د دې حکومت د بې غورۍ او بې کیفایتۍ استازیتوب کوي زما په اند یو داسې حساس او مهم ځای ته د مخالفینو دننه کېدل به له پټو رازونو څخه خالي نه وي که نو بیا ولې حکومت خپل امنیت ته پاملرنه نه کوي؟ څرنګه دا افراد ښار ته را دننه شوي؟ د چا له خوا او څه ډول دا هغه پوښتنې دي چې زما او نورو هیوادوالو په ذهنونوو کې راپیدا شوي.
په ټوله کې ویلای شو چې اوسنی بل واک او پخوانی مداري ولسمشر دوه هغه کسان دي چې یوازې د افغانانو د سر بیې ټاکي او بس هغه دا چې لومړی خلک د مرګ خولې ته ورکوي بیا وروسته یې خواخوږي په یوه اندازه پیسو غولوي .
د ټاکنیزو کمپانونو پرمهال اوسني ولسمشر له ملت سره ډېرې احساساتي ژمنې وکړې خو یوه یې پرځای نه کړه.
ستر څښتن تعالی د منافق یو نښه وعده خلافي هم بللې نو زه نه پوهیږم چې ایا ولسمشر په رښیتیا له دې لقب ځڅه ځان ژغورلی او که د ترلاسه کولو لپاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي؟
په پایله کې له ولسمشر اشرف غني څخه په خورا درنښت هیله کوم چې هڅه وکړه ترڅو د پخواني ولسمشر په څېر راتلونکي ولسمشر ته له ستونزو او مصیبتونو ډکه اداره ونه سپارې
د یو موټي، هوسا، ارام او خپلواک لوی افغاستان په هیله !
په ټوله هیوادنۍ مینه!