لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه (دويمه برخه)

لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه
لومړی څپرکی: دویمه برخه
اروپایان د هند په نیمه وچه کې (ختیځ هند کمپني)
 
۴ــ د کمپنۍ پروړاندې د هند د مغلي امپراتورۍ، دریځ او کمزوري
د شپارلسمې پېړۍ په نیمایي کې اروپایانو د چین او جاپان پر لور د تجارت په نوم مخه کړه، چې په اصل کې یې خپل د نیواک سیاست پلی کولو او هم یې د عیسویت د دین د خپرولو کوښښونه کول، د اروپایانو پر اصلي موخو باندې یوازې جاپانیان پوهیدلي وو، نو ځکه یې ټول اروپایان له خپل هیواد څخه وشړل. د جاپان دروازې یې د اروپایانو پر مخ وتړلې،(۱۶۴۱ز) چې نږدې یوه نیمه پېړۍ دوام یې وکړ. (۱)
 
له بده مرغه چې د هند مغلي امپراتوران په دې نه پوهیدل چې د دوی په هیواد کې اروپایان څه ډول اوږد مهالي استعماري او استثماري موخې لري، مغلي امپراتورانو ښه لیدل چې اروپایان د خپلو سیاسي او مالي ګټو او د هند د اشغال په خاطر په خپل منځ کې جګړې کوي، خو له دې څخه یې زده کړه نه کوله چې په راتلونکي کې به همدا خلک د دوی د سر بلا شي او نه جبرانیدونکي زیانونه به ورواړوي.
 
وړاندې یادونه شوې ده چې د سوالی په جګړه کې د انګرېزي کمپنۍ ځواکونو د پرتګالیانو ځواکونو ته ماتې ورکړه چې له امله یې مغل امپراتور جهانګیر خورا خوشاله او له انګرېزانو سره یې خواخوږي وښودله او ورسره یې د انګرېزانو د دولت استازي (سر توماس رو) سره هم ډېر ښه سلوک وکړ او په هند کې انګریزي کمپنۍ ته د تجارت انحصاري حق ورکړل شو او ورسره یې د سنټ جورج [پوځي] کلا هم جوړه کړه،(۱۶۳۹ز) مغل امپراتوران، له انګرېزانو سره په خورا صداقت روان وو، چې د دوی دغه صداقت، په اصل کې حماقت شمېرل کیږي، داسې چې په نه خبره یې خپل راتلونکي دښمن ته خپله خاوره په وړیا توګه وروسپارله، چې یوه ښه بېلګه یې«په کال ۱۶۴۰ز، کې د شاه جهان [مشره او ګرانه لور، جهان آرا] وسوزیدله او کمپنې هغه تداوي کړه، نو شاه جهان له ګنګا سره نږدې د (هوګلي) سیمه [د فیس یا شکرانې] په توګه انګرېزانو ته ورکړه، کمپنۍ درې نورې سیمې هم وپیرودلې.» (۲)
 
چې یوه سیمه د کلکتې سره نږدې د څلوېښتو کليو پیرودل او د هغو څخه د خپلې خوښې سره سم د ګټې اخیستنې اجازه هم ترلاسه کړه، دا کلي په بنګال کې د یوې منظمې مستعمرې پيل ؤ او د کالونۍ اصطلاح چې د مستعمرې لپاره کارول کیږي، له هغه وخت څخه رواج شوه. (۳)
 
انګرېزي کمپنۍ په ۱۶۸۶ز کال کې اعلان وکړ:«موخه یې دا ده چې یو لوی، ټینګ او باوري انګریزي قلمرو د تل لپاره په هند کې رامنځ ته کړي.»، خو بیا هم د مغلو امپراتوري په خوب ویده وه او په انګرېزانو باندې یې لکه څه رنګ چې لازمه وه محدویتونه ونه لګول. [د بنګال د پلاسی جګړې بري، ۱۷۵۷ز] کمپنۍ له یوې تجارتي ادارې څخه په یوه سیاسي ځواک بدله کړه،[د نوموړي جګړې له بري وروسته انګرېزان، د هند له سویل او ختیځ څخه د هند د شمال پر لور وخوځیدل.] کمپنۍ د سیاسي ځواک په توګه له هندي دولتونو او ایالتونو سره اتحادونه او معاهدو ته ملا وتړله، دغو ځایي دولتونو ته یې په سود پیسې ورکولې او عسکر یې وراستول چې دفاع یې وکړي که به دغو حکومتونو د پور د ادا کولو وس نه درلود، نو په بدل کې یې خاوره ورنه لاندې کوله او د خپلو خدماتو په مقابل کې یې مالیه ورنه ټولوله، د بکسر له جګړې(۱۷۷۰ز) وروسته کمپنۍ د بنګال، بیهار او اوړیسې (اوړیسه) د مالیاتو د غونډولو حق تر لاسه کړ. (۴)
 
د پورته درو لویو ولایتونو په هکله بل ځای داسې ویل شوي دي:«ډېر کلونه وروسته کله چې انګرېزان په هند کې ښه ځواکمن او پر هندیانو باندې برلاسي شول،د هند یو شمېر خلک پخپلو کې سره یو شول او د انګریزانو پر وړاندې وجګړیدل، خو د انګریزانو د پرمخ تللیو وسلو له امله یې ماتي وخوړه، دا چې د هند پاچا (مغل شاه عالم) د انګریزانو بري ولیدل، نو د انګریزانو سره یې جوړجاړی وکړ او د بنګال، ییهار او اوړیسې ولایتونه یې د کاله د، دوه نیم ملیونو روپیو په بدل کې د هندوستان د شاهنشاهۍ په نوم ورکړل ... .» (۵)
 
کله چې په ۱۸۰۳ز کال کې [انګرېز] لارډ لېک ډیلی ونیو، نو امپراتور د شرقي هند کمپنۍ په ګوډاګي بدل شو، امپراتور سیاسي واک او اقتدار له لاسه ورکړ او په مالي لحاظ کمپنۍ ته محتاج شو... د امپراتورۍ د زوال په ورځو کې د شاهي کورنیۍ غړي مجبوریدل چې په بېوزلۍ کې ووسي، ځکه چې د دوی خرڅ به شاهي خزانې په منظم ډول نه شو ورکولای... . (۶) مغل پاچا بهادر شاه (۱۸۳۷- ۱۸۵۸ز) د خپل سلطنت په ټوله موده کې له کمپنۍ څخه د نورو پېسو غوښتنه کوله، ده ته کمپنۍ د میاشتې سل زره روپۍ معاش ټاکلی ؤ، جالبه دا ده چې د مغولو دربار دغه پیسې باج بللو، خو کمپنۍ د تنخواه نوم ورکړی ؤ، د دغو دوو اصطلاحاتو په حقوقي مانا کې ډېر توپیر ؤ، زورور له کمزورو باج اخلي، خو تنخوا تر لاس لاندې او مامور ته ورکول کیږي، کله چې کمپنۍ،[وروستنی مغل امپراتور] بهادر شاه د خاین په حیث محاکمه کاوه، نو د تنخواه او باج په مانا کې همدا حقوقي تفاوت د محاکمې بنیاد ؤ. (۷) انګرېزانو په دې ډول خپله د نیواک تګلاره ورو په ورو پلي کړه چې په پای کې خپلو موخو ته ورسیدل او د ټول هند پر خاوره یې خپله ولکه ټینګه کړه.
۵ــ د انګریزانو پر وړاندې د هندیانو مقاومت: (د ۱۸۵۷ز کال پاڅون او د انګرېزانو غبرګون)
د هندوستان اوسیدونکو له انګرېزانو سره له آره ډېرې لویې او وړې، بې وسلې او وسله والې جګړې کړي دي، چې په دې ځای کې د ټولو جګړو یادونې څخه تېریږو او یوازې په څو مشهورو جګړو باندې رڼا اچوو:
د هندوستان اوسیدونکو لخوا، د انګریزي استعمار، اسثتمار او د مسلمانانو او هندوانو ګروهو(عقاید) ته د نه احترام له امله په ۵۸- ۱۸۵۷ز کلونو ترمينځ ملي پاڅون وشو، پاڅونوالو ډیلی ونیو او د مغلو د امپراتورۍ د لړۍ وروستنی پاچا بهادرشاه یې د امپراتور په توګه ونوماوه. (۸)
 
د هند خلک خو هسې هم د انګرېزانو له ناوړه کړنو څخه تر پوزې راغلي وو، خو د پاڅون وروستی او بنسټیز عامل دا ؤ چې، د انګرېزانو لخوا د ۱۸۵۳ماډل انګرېزي ټوپکو ګولۍ(مرمۍ) د سرګوزي (خنزیر) او غوایي په غوړيو غوړې شوي وې، چې دا عمل د مسلمانانو او هندوانو د ګروهو سپکاوی ؤ، نو د میروټ کلا عسکر چې د انګرېزانو په وسلو باندې سمبال وو لومړنی پاڅون دوی وکړ. (۹)
 
د پاڅوانوالو یو شمېر مشرانو د انګریزانو په شان په ترهګریزو کړنو لاس پورې کړ، چې له امله یې د پاڅون موخه ناولي کړه، په دې هکله پنډت جواهرلال نهرو وایي:«دغه پاڅون په هند کې انګریزان له پښو غورځولی شول، خو د پاڅونوالو ناوړه کړنې د دې سبب شوې چې انګریزان هم د دوی په شان، سل ځله، حتی زر ځله ناوړه کړنې د هندیانو پر وړاندې ترسره کړي.
کله چې په (کانپور) کې د انګریزانو ښځې ماشومان او سړي، وروسته له هغې چې لومړی امن ورکړل شو او بیا له یوې مخې ووژل شول، انګریزان یې ډېر وقهرو. د کانپور وژنې د یوې ډلې مشر،(نانا صاحب) په امر ترسره شوي وې.» (۱۰)
 
د کانپور په سیمه کې د انګریزانو سکاټلنډي عسکرو د انګریز جنرال(ویلر) د لور مړی وموند، دغو عسکرو د هغې جلکۍ د سر ویښتان غوڅ کړل او په خپل منځ کې یې سره ووېشل، لوړه یې وکړه چې د وژل شوي جلکۍ د هر ویښته پروړاندې به یو تن هندوستانی وژني، دغو یرغلګرو عسکرو د خپلې ژمنۍ سره سم ډېر خلک ووژل او د وینو لښتي یې وبهول، دغه ټول وژنه تر هغې پورې وحشي وه، چې د انګرېزانو د کلکتې حکومت اړ شو د سکاټلنډ عسکر بې وسلې کړي. (۱۱)
 
خو، کله چې د میرټ کلا، یاغي پوځیانو څخه انګریزانو د ډیلي ښار ونیولو، ښار له بلې تباهۍ سره مخ شو، برتانوی عسکرو یو مخیزې وژنې وکړې، په ښځو یې تيري وکړل او د ښاریانو شته یې لوټ کړل، دا د بغاوت[پاڅون] سزا وه. برتانوي مقاماتو یوازې د خلکو په اعدامولو او لوټلو اکتفا ونه کړه، بلکې د ښار د تخلیې حکم یې وکړ، دوی د ښار ودانۍ په سیستماټیک ډول ونړولې،(سره کلا) یې په عسکري قشلې بدله کړه چې د هغې کلتوري او اجتماعي اهمیت ورسره ختم شو، په جامع جومات کې عسکرو واړول، د ډیلي جوماتونه له لمونځ ګزارو تش شول، تاوده بازارونه ساړه شول او په تاندو باغونو د بې پامۍ دوړې پرېوتې. (۱۲)
 
انګریزانو په سړه سینه، ډېر خلک په توپکو په ګولیو باندې وویشتل، ډېرې یې د ټوپ په خولو کې والوزول، په زرګونو خلک یې د سړکونو په ونو باندې وځړول، یو تن انګریز جنرال(نیل) چې له الله آباد څخه یې په کانپور باندې برید وکړ، د لارې په اوږدو کې یې پر هره ونه باندې یو تن هندی وګړی ځړولی ؤ، د لارې پر سر داسې ونه، نه وه پاتې چې په هغې باندې څوک نه وي ځړول شوی، ډېر خلک ووژل شول، کلي وران او خالي پاتې شول... . (۱۳)
 
انګریزانو د ۱۸۵۷ز کال د پاڅونوالو او عامو خلکو د ځپلو په موخه د هندیانو کلي وسوزول، بې توپیره، هندي وګړي وویشتل شول، د مسلمانانو او هندوانو په بدنونو باندې د سرکوزي[خنزیز] او غوایي وزادې ومښل شوې [انګرېزانو د سرکوزي او غواګانو وازدې له دې امله پر هندانو او مسلمانانو پورې مښلې چې دا دواړه ځناور د دوی په دینونو کې حرام دي.] او د اعدام د حکم د اورولو په وخت د وګړیو سپکاوی وشو. (۱۴)
 
په پای کې پاڅون، پخپله د هندیانو لخوا له منځه یوړل شو، سیکانو او د نیپال اجیرو(ګورخه) عسکرو، له انګریزانو سره مرسته وکړه، په سویل کې د (نظام) حکومت او په شمال کې د(سیندیا) حکومت او د هند نور ډېر محلي حکومتونه له انګریزانو سره ودریدل. (۱۵) انګریزانو منلي ده چې موږ د پاڅون په موده کې لږ تر لږه سل زره هندیان وژلي دي. (۱۶)
د پاڅون د له منځه وړلو له امله، انګریزانو د مغلو د لویې امپراتورۍ لړۍ عملاً ختمه کړه، داسې چې د بهادرشاه دوه زامن او د ده لمسي، بې له کوم دلیل څخه په داسې حال کې د یو انګریز پوځي(هوډسن) لخوا ووژل شول، چې ډیلي ته وړل کیدل... دغه پاڅون د ختیځ هند کمپنۍ، حکومت ته، هم د پای ټکی کیښود او له هغې څخه وروسته د بریتانیا حکومت د هند واک مخامخ په خپل لاس کې واخیست او د هند واکمن ته یې د( نایب السلطنة) لقب ورکړ. (۱۷)
 
کله چې د ۱۸۵۷ز، پاڅون غلی کړای شو، د بریتانیا ملکې ویکټوریا په یوه بیانیه کې د هند خلکو سره وعده وکړه چې د بریتانیا له له قانون سره سم، دوی کولی شي له عمومي خدمتونو برخه من شي او ژمنه یې وکړه چې د هندوستان د ځایي شهزاده ګانو حقونو ته به درناوی کوي، د شهزاده ګانو د ځمکو نیول یې ودرول او فرمان یې ورکړ چې د خلکو دیني ګروهو ته دې درناوی وشي، خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې په ټولیزو خدماتو کې ګډون وکړي. وروسته یې د ځایي هندیانو پر ځای د بریتانیایي عسکرو شمېر ډېر کړ او د پوځ توپچي ځواک د بریتانویانو په لاس کې شو. مغل امپراتور بهادرشاه یې د برما رنګون ښار ته تبعید کړ او په ۱۸۶۲ز کې هلته مړ شو. (۱۸)
د بریتانیا ملکې ژمنې (لکه څه ډول چې د انګرېزانو عادت دی) د هندیانو د تېرایستلو او غولولو په خاطر شوي وې، د بریتانیا حکومت، وروسته د هند له ۱۸۵۷ز، پاڅون څخه په هندوستانیانو باندې(۱۱۱) ځله جګره ییز بریدونه وکړل، ترهغې چې[نږدې] په ټول هند باندې واکمن شول. (۱۹)
------------------------------------------------------------------
اخځ لیکونه:
۱ــ پنډت جواهرلال نهرو: نګاهی بتاریخ جهان
۲ــ ویکي پیډیا
۳ــ ویل دورانټ: تاریخ تمدن
۴ــ ویل دورانټ: اختناق هندوستان
۵ــ میرغلام محمد غبار: افغانستان در مسیر تاریخ
۶ــ ډاکټر مبارک علي: د تاریخ ننداره، د اسدالله غضنفر پښتو ژباړه
۷ــ کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي: د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه
۸ــ هنري ویلسون لیتل فیلد: تاریخ اروپا، فارسي ژباړنه: فریده قرچه داغی(صحیحی)
نور بیا