افغان ولسه خپل غم په خپله وخوره!

یو خوا شل سری حکومت، بل خوا د غلو او جاسوسانو څخه ډک پارلمان چې غیرې قانوني ناست دی، همدارنګه فاسده قضا، تقریباً په ټولو ولایاتونو کی جګړې، هر ورځ په لسهاوو سرتیري شهیدان کېدل، پدې منځ کې فساد، رشوت او چور په خوا کی غوربت او بيکاري.
بله خوا کې د هیواد څخه د ځوانانو فرار تر ټولو وراېخوا د پنجاب له خوا په سپینه ورځ د ډیورنډ پر لین باندې د خندق باسل، د اغزن سیم تیرول، افغان خاوره د خپل ځان کول او قوم دوه نیمه کول هغه ناخوالې دي، چې افغان ولس په دا تیر ټول تاریخ کې کله هم نه وو ورسره مخامخ شوی، ځکه خو ولس ته پکار ده چې خپل غم په خپله وخوري. دلته نه حکومت شته، نه قضا شته او نه هم پارلمان.

یو تعداد د شورا واکیلان په ډاګه وایي، چې د افغانستان پارلمان د بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، روسیي امریکا او ځينې نورو، له جاسوسانو ډک دی. د افغانستان د ملي ګټو غم ورسره نشته، د بهرنيانو د ګټو لپاره کار کوي. ښه نو چې ولس یو څوک پدې خاطر ټاکلی وي چې ګويا د دوی او د هیواد د ګټو لپاره به کار کوي، هغه برعکس راولاړيږي پردیو ته جاسوسي کوي تر دغه خو پست، بی ایمانه، بی وجدانه رزیل او ټیټ انسان بل نشته.

بله خوا ناست حکومت چې نیمه مشري یې د اشرف غنی پر غاړه ده، دومره ضعیف حکومت دی چیې وزیر، والي او رئیس خو څه کوې، یو عادي مامور چې د اشرف غنی لخوا نه وې، هم نه شي برطرف کولای. که همدغه مامور بې کفایتهو نا اهله، رشوت خور او په سلو نورو رنځونو اخته هم وي.

همدارنګه به راشو د افغانستان قضا ته، دومره چټله ده، دومره چټله ، چې خبره د حد او اندازې څخه بیرون ده. هغه چی زر لري، پیسې لري قاضي د هغه په ګټه فیصله کوي. ځکه دغه خلک نه د خدای څخه ډاریږي، نه د قران څخه ویره لري، نه وجدان لري، نه هم ایمان لري او نه هم په بیا ژوند باندې عقیده لري. دا فکر ورسره وي چې یوه ورځ به د خدای پاک په وړاندې ولاړ وي د هر رشوت او غلتو فيصلو ځواب به وایي.

بله خوا پنجاپ زموږ پر ځمکه باندې په سپینه ورځ قلبه یا یویې ګډه کړی ده. بوخت دی شپه او ورځ د ډیورنډ لين پر لین باندې خندقونه وباسي او اغزن سیمونه ورباندې ودروي، تر څو زموږ خاوره د ځان کړي، خو چې زموږ حکومت په ټوله کې دولت په ډول ډول رنځونو اخته دی له یو سره تر بل سره نفاق، تعصب، یو بل ته کنده کندل او یو بل ورټیله وهل ډیورنډ ته هډو اوزګار هم نه دي، چې پر وړاندې یې یو قاطع او جامع سیاست جوړ او وړاندې کړي. تر څو پنجاب ته په ډاګه ووایي چې حد د وپیژنه والله چې یو سنتي وړاندې راتیر شې، پښې خو د لنډې کړم. د خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړئ، ځکه خو ولس ته پکار ده چی د قلم خاوندان، قومي مشران، مدني فعالان او مخور د تاریخ پدې حساسو شیبو کې راولاړ شي ولسونه راپورته کړي او د پنجاپ پر وړاندې په کلکه د خپلی خاورې څخه دفاع وکړي.

د قلم خاوندان، قومي سپينږيري، مشران مدني فعالان، مخور او دیني عالمان باید په یاد ولري چې تاریخ موږ څاري. کله چی زموږ پر خاوره داسې څوک چې نه یې پلار مالوم وي نه یې هم مور، نه نوم لري او نه هم تاریخ، په مصنوعي ډول یو چا د خپلو ګټو د پاره د حرامی په شان زیږولی وي، هغه بیا راولاړيږي ستا څخه چی د پنځه زره کالن تاریخ ډنډورې غږوې په سپینه ورځ خاوره نیسي. ته او خدای چی شرم نه دی؟! ته او خدای چی تاریخ به ونه شرموې؟!

افغان ولسه! پر تا به له دې څخه سخته د تاریخ ازموینه کله هم رانه شي. د کوم سره چی ته نن مخامخ شوی یې مه پریږده چې خاوره د یو بې موره او بې پلاره لاندې کړي، مه پریږده چې لر او بر افغانان چې مینه، وینه، کلتور، رسم رواج، ژبه او تاریخ، مذهب، دوست او دښمن یې ګډ دی پر سینه یې د جبر اغزن سیم راتیر شي.

تر ټولو مهم دلیل چې د پنجاپ پر وړاندې باید ولسونه راپورته شي دا دی، چې حکومت د خاورې د خرڅولو او یا ورباندې د معاملې کولو واک او صلاحیت نه لري، چې د چا سره ورباندې سودا وکړیي. د خاورې واک د ټولو ولس دی نو ځکه خو موږ پر ولس غږ کوو چې د ځان غم وخوری پر ډیورنډ باندې هر ډول فیصله د ولسونو اختیار دی.

څوک څه کولای شي؟
۱- د قلم او نظر خاوندانو همدارنګه ژورناليستانو او رسنیو ته په کار ده چې د ډیورنډ مسلي ته د ولسونو پام راوړوي.

۲- ورپسې قومي مشرانو ته پکار ده چې سره کېني، د ډیورنډ په اړه او پر هغه باندې د پنجاپ له لورې د اغزن تار تیرولو په هکله لارې چاری ولټوي.

۳- همدارنګه ټولو دیني عالمانو ته پکار ده چې په جوماتونو کې ولسونه راپورته کړي، د اسلام له نظره پر خاوره د بل چا له خوا تیری تشریح کړي. پر عامیانو باندې د خاورې څخه د دفاع غوښتنه وکړي.