روهي (جمعه/۵ د لړم)، د افغانستان د کرېکټ بورډ يو چارواکې بشير ستانکزي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې د کرېکټ ملي لوبډلې توپوهونکی شهزاد محمدي به ډېر ژر د کرېکټ لوبو ته ستون شي.
ښاغلی سانکزی وايي، "د شهزاد محمدي وکيل ډاډ راکړي چې ډېر ژر به د کرېکټ نړيواله شورا پرېکړه وکړي، چې پرېکړه به د شهزاد محمدي په ګټه وي، ممکن چې بله اونۍ دا کار تر سره شي."
د شهزاد محمدي وکيل، په ای سي سي يا د کرېکټ په نړېوالې شورا فشار اچولی او سندونه يې وړاندې کړې دي ترڅو ای سي سي ژر پرېکړه وکړي چې تر ډېره به د شهزاد محمدي په ګټه وي.
د کرېکټ ملي لوبډلې نامتو توپوهونکي شهزاد محمدي د روان کال په لومړيو کې داسې درمل خوړلي وو، چې د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا منع شوې وو. د ناقانونه درملو د خوړلو په تور شهزاد محمدي د ياد شورا له د خوا د کرېکټ له لوبو څخه منع شو.
وروستي