
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۴مه) د افغانستان په خوست ولایت کې پر خانې خوړ پول باندې څه باندې ۱۸ مېلیونه اقغانۍ مصرف کېږي.
ددغه پول جوړیدو چارې نن پنج شنبه پیل شوې.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي، ویلې چې د دغه پل چارې به به یو کال په بر کې ونیسي.
په سیمه کې عامه خلکو ددې پول پر جوړیدو خوښي ښکاره کړې؛ د خلکو په خبره چې ولایتي ادارې يي دغه د کالونو لوی ارمان پوره کړ.
ویل شوي، چې دغه پول د خوست ښار په شرقي برخه خانې خوړ په هغې لاره باندې جوړیږي چې د دریو ولسوالیو تریزي، باک او ځاځي میدان خلک پرې تګ راتګ کوي.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي ددغه پول جوړیدو په ځای کې رسینو ته وویل، چې د یاد پول کارونه به په یو کال کې بشپر شي.
خوست والي حبیبي وايي:
" نن د دریو مهمو ولسوالیو د لارې په مسیر کې یو ډېر مهم پول چې هغه د خانې خوړ پول وو او د ډیرې مودې څخه ولس ورته سترګې په لاره وو چې تر ځو دغه پول جوړ شي، دغه پورژه د اتلس عشاریه دوه مېلیون افغانې چې د اففانستان حکومت يي ورکوي د یو کال په موده کې به يي کارونه بشپړ شي، دغه پول شل متره اوږدوالی او اته متره پلنوالی لري. "
بل خوا په دې لاره باندې تلونکي خلک هم په یاد خوړ باندې د پول د جوړیدو څخه خوښ دي؛ دوي زیاتوي، کله به چې د باران اوبه راغلې خلکو ته به يي زیات ځاني او مالي زیانونه اړول.
یو تن قومي مشر اواز خان وايي:
" ددغه پول منظوري راغله او د بنسټ ډبره کېښړدل شوه، دا زموږ لپاره ډیر د خوشالۍ ځای دی، زموږ لپاره به ډېر غټ مشکل وو، چې کله به بارانونه وشول خوړ به راغی، موټر به يي یووړل او ښکته به مو بیا ترې راویستل."
د خوست خانې خوړ پر لاره تلونکو خلکو د خوست ولایتې ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې یاد پول ته یو با صلاحیته پلاوی وټاکي، تر څو کارونه يي به وخت نظارت شي.
خوست والي ویلي، چې په دغه ولایت کې به د څو نورو پلونو چارې پیل شي او هم بشپړې شي.