په خوست کې پولیس د ښو دندو د اجرا له امله وستایل شول

(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش، لړم۳مه) په افغانستان کې د خوست ولایت پولیس د دغه ولایت د ټیلو دفتر له خوا ستایل شوي دي.
ستایل شوي پولیس وايي، چې دغه تشویق او هڅونه موږ ته لا قوت راکوي او زموږ پر وظایفو مثبت اغیز کوي.
په خوست ولایت کې نن د چهار شنبې په ورځ هغه پولیس چې په خپلو دندو کې يي وړتیا ښودلې وې وستایل شول.
په دغه ولایت کې یاد پولیس د اړیکو دفتر(ټيلو) له لوري تقدیرهم شول. د
ټيلو دفتر د مسوولینو په خبره، چې دوی په هرو دریو میاشتو کې هغه پولیس ستايي چې په خپلو دندو کې يي وړتیاوې په ډاګه ګړې وي، تر څو په راتلوونکې کې د دوی د رتبو په لوړوالي کې مرسته وکړي،
رحمت ګل احمدي وايي:
"نننۍ پروګرام چې د اړیکو دفتر له لورې جوړ شوی او د ټولنیزڅار له لورې پلی شوی و، د دغه پروګرام په چوکاټ کې په هرو دریو میاشتو کې یوه غونډه نیول کیږي چې په دې هغه پولیس چې ښه کارکردګي کړې وي ستایل کیږي او داخله وزارت ته د ورپيژندل کیږي تر څو ترفع او نور امتیازات ورکړي."
تقدیر شوي کسان د یاد دفتر دغه اقدام ستایي او وایي چې دغې ستاینې زموږ پر وظایفو مثبت اغېز لري او د لا خدمت قوت راکوي.
لومړی څارن طایب شاه همدرد وايي:
"موږ پخپلو اداراتو کې نوښتونه رامنځ ته کوو تر څو د ولس لپاره مو اسانتیا رامنځته کړې وي. او په دا ډول تقدیرونو سره موږ نور هم تشویق کیږو تر څو خپل وظایف په شان سره ترسره کړو."
د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ قوماندان جنرال فیض الله غیرت وایي چې که څه هم د پولیسو پر وظایفو به ولس نیوکې کوي خو قدم په قدم به دا ستونزې له منځه ځي او دا ډول ستاینې پولیس خپلو دندو ته متوجې کوي او خپلو دندو ته به وهڅول شي.