(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۳مه) د بدنې روزنې او ورزش مسولینو ویلي، چې۵۴ افغان لوبغاړو د پانکریشن ملي لوبډلې ته لار پیدا کړې ده .
د دغه ریاست ویاند عارف پیمان وايي؛ په دغو سیالیو کې کابل لوبډلې لومړی، پنجشېر دوهم او بغلان درېيم مقام خپل کړی.
هغه زیاته کړې، چې په دغو سیالیو کې له ۱۶ ولایتونو څخه څه باندې ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
د پانکریشن ملي لوبدلې ته د ټاکنو سیالیو اتم پړاو درې ورځې مخکې پیل شوی و او نن پاې ته ورسېد.
وروستي