
نیټه: ۲/۸/۱۳۹۶،ل،ل
ښاغلو او آغلو لوستونکو! دا کتاب(لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه) د اوس لپاره ۱۲څپرکي(فصلونه) لري، په دې کتاب کې د اړوند موضوعاتو په اړه هر اړخیز مالومات راټول شوي او له ډېرو سرچینو(منابعو) څخه استفاده شوي ده. لومړی څپرکې د هند نیمې وچې ته د اروپایانو، په ځانګړي توګه د انګرېزي کمپنۍ په راتګ باندې پیل کیږي او د هند په نیولو او د لوی افغانستان پولو ته په رسیدلو سره پای ته رسیږي. په راورسته څپرکو کې د افغانستان، انګرېزانو، روسانو او ایرانیانو تر منځ اړیکي، نښتې، تړونونه او نور اړونده پېښې څېړل شوي دي. د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستاني دولت بې بنسټه ادعاګانو او بې منطقه دلایلو پروړاندې او د هغو افغانستانیانو! (چې ځانونه افغانان نه بولي او د ډیورنډ کرښې په اړه یې دریز کټ مټ د ناپاکستان په شان ناپاک او ناولی دی)، وړ او منطقي ځوابونه ویل شوي دي، (چې په اړه به یې ښاغلي لوستونکي قضاوت کوي.) د یادولو ده چې د کتاب د چاپ پر مهال به په ځینو برخو کې بدلونونه او زیاتونې راځي، ستاسو د لوی زغم په هیله.
لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه
لومړی څپرکی: لومړۍ برخه
اروپایان د هند په نیمه وچه کې(ختیځ هند کمپني)
۱ــ شالید (پسمنظر):
د تاریخي سرچینو پر بنسټ ویلو شو چې اروپایانو د هند له پنجاب(جیلم غاړې) سره، لومړنی اړیکې د مقدوني سکندر لخوا، له میلاد وړاندې په ۳۲۵- ۳۲۷ کالونو کې ټینګې شوي دي.
د هندوستان ځمکه د اروپایانو لپاره د درملو او حیرانوونکو څیزونو ځای ؤ، دغه حیرانوونکي مالومات، اروپایانو، د یونانیانو په لیکنو، د سیلاني مارکوپولو او نورو سیاحانو په یونلیکونو کې لوستي وو، چې له امله یې اروپایان د هند پرلور وهڅول شول. (۱)
اروپایانو له پخوا څخه د هندوستان محصولات لکه: فلفل(*)، وریجې، پنبه (ملوچې)، شکره او نور توکي[د ځمکې له لارې] د اسیایي کاروانونو څخه تر لاسه کول، چې وروسته د اروپایانو او مسلمانانو تر منځ د جګړو له امله د وچې لارې وتړل شوې. (۲)
د فلفل، دارچین(**) او نور د درملو بوټي چې د هند په نیمه وچه کې ترلاسه کیدل، نو ځکه یې د مالیزیا د(ملوکا) جزیرو ته د(درملو جزیرې) ویلې، اروپایانو له پخوا څخه دا ډول د درملو توکو ته لویه اړتیا درلودله، هغه مهال نوموړو توکو په اروپا کې لوی ارزښت درلود، وايي چې د رومیانو په زمانه کې فلفل د سرو زرو د وزن سره، سرپه سر پلورل کیدل ... د دغو درملو تجارت ډېره موده د هندوانو په ولکه کې ؤ، چې وروسته عربو ته په لاس ورغی ... . (۳)
د همدغو هندې درملو او توکو اړتیا وه چې اروپایان د بحري سفرونو پر لور وخوځیدل... د هند نیمې وچې ته وړاندې د انګرېزانو له ورتګ څخه، په ۱۴۹۸ز کال کې پُرتګالیان د (واسکودګاما) په مشرۍ، وروسته له یولسو میاشتو بحري سفر څخه ورسیدل او هندي راجا(مالابار) هغه ته ښه راغلاست وويل او په خوښۍ سره یې ومنلو... د دوی مرکز په(ګوا) کې ؤ چې تر سلو کالو پورې د هند تجارت د پرتګالیانو په لاس کې پاتې شو. (۴)
د پرتګال نایب السلطنه آلبوکرک په کال ۱۵۱۱ز کې دمالیزیا د مالاکا ښار ونیو چې په پایله کې د مسلمانانو تجارت له منځه ولاړ او د هند تجارت د پرتګالیانو لاس ته ورغی، د پرتګال پله ازمینه(لیسبون) د اروپا تر ټولو لوی تجارتي مرکز او د درملو او شرقي توکو پلورنځی شو. (۵)
۲ــ د انګریزانو ختیځ هند کمپني( The British East India Company) یا د شرق الهند کمپنۍ(East India Company)
په لومړیو کې د انګریزانو د ختیځ هند کمپني یو سهامي تجارتي شرکت ؤ، چې د دسامبر په ۳۱/ ۱۶۰۰زیږدیز کال کې د انګلیستان ملکې، لومړۍ الیزابت لخوا په ختیځ هند کې د انحصاري تجارت امتیاز، د ۲۱ کالو لپاره ور کړی شو.کمپنې ۱۲۵کسان برخه وال درلودل او ۷۲۰۰۰ پونډه پانګه یې په لاس کې وه، په پای کې د کمپنې کښتۍ هندوستان ته ورسیدې او [د هند په لویدیځ ساحل] د )سورت( په سیمه کې ځای پرځای شول، نوموړي سیمه په کال ۱۶۰۸ز کې تجارتي ترانزیټي تم ځای وګرځید او ورسره د انګریزي کمپنۍ جګړه ییز بحري ځواکونه د هند په سمندر کې له پرتګالیانو، هالنډیانو او فرانسویانو سره تر ډېرې مودې پورې په جګړو کې ښکېل وو، په دې جګړو کې یوه ټاکونکي جګړه په ۱۶۱۵ز، کال کې د سوالی جګړه وه، چې په جګړه کې انګریزانو د پرتګال ځواکونو ته سخته ماتي ورکړه، دغې جګړې د هندوستان مغل امپراتور، جهانګیر توجه انګریزي کمپنۍ ته ورواوښته، له بلې خوا د انګلیستان پاچا لومړي جیمز له لوري،(سر توماس رو) ته دنده ورکړل شوه، چې له امپراتور جهانګیر سره لیدنه وکړي(۱۶۱۵ز). (۶)
د انګریزانو استازي دغه سفر ډېر بریالی ؤ، انګریزي کمپنۍ ته د تجارت انحصاري حق، د هند[د مغل امپراتور لخوا] د سورت، احمد اباد، اګرې(اګره) او ځینو نورو سیمو او ښارونو کې ورکړل شو او د سنټ جورج [پوځي] کلا یې د ځان ساتلو په موخه په کال ۱۶۴۰ز کې جوړه کړه، چې په دې توګه په هند کې د انګریزانو د امپراتورۍ د رامنځ ته کولو لپاره لومړنی ګام کېښودل شو. (۷)
امپراتور جهانګیر د سرتوماس رو په لاس د انګریزانو پاچا ته له خپل اخلاص او د زړه له کومې لیک ولېږه، چې په لیک کې خپله وفاداري او د ختیځ هند انګریزي کمپنۍ څخه پوره ملاتړ ښکاره شوی ؤ... د ۱۶۸۶ز کال په پیل کې د ختیځ هند کمپنۍ اعلان وکړ:«موخه یې دا ده چې یو لوی، ټینګ او باوري انګریزي قلمرو د تل لپاره په هند کې رامنځ ته کړي.» کمپنۍ د مدراس، کلکتې، بمبیي[او د هند په ځینو نورو سیمو] کې تجارتي مرکزونه رامنځ ته کړل، وسله وال کسان یې راوستل، له هندیانو سره یې دوستۍ پیل کړې، بډې(رشوتونه) یې واخیستل او هم یې بډې ورکړې، کمپنۍ د یو منظم حکومت په شان په هر ډول کړنو باندې لاس پورې کړ. (۸)
انګریزي کمپنۍ د خپلو تجارتي اسانتیاوو په موخه، په ۱۶۹۰ز کې د کلکتې ښار بنسټ د یو تن انګریز (جوب چارنوک) لخوا کېښود، په دې توګه د مدراس، بمبیې او د کلکتې ښارونه د انګریزانو لخوا ودان شول. (۹)
لکه وړاندې چې وویل شول، د انګریزي کمپنۍ جګړه ییز، بحري ځواکونه د هند د اوبو په ساحلي غاړو کې له اروپایي ځواکونو سره په جګړو بوخت وو، چې په دې جګړو کې یوه پرېکنده جګړه په کال ۱۶۱۵ز کې د سوالی جګړه وه، په جګړه کې انګریزانو د پرتګال ځواکونو ته سخته ماتي ورکړه، له پرتګالیانو څخه یې ډېرې سیمې ونیولې، خو د بمبۍ ښار همداسې د پرتګالیانو په لاس کې پاتې ؤ، هغه مهال چې دویم چارلس[د انګزیزانو پاچا] د پرتګال پاچا له لور[کیتهراین] سره واده وکړ، د بمبيي سیمه یې د ناوي د جهیز په بدل کې ترلاسه کړه.(۱۶۶۲ز) (۱۰)
امریکایی مورخ، فقید ویل دورانټ وایي:«په اولسمه پېړۍ کې هالنډیان هند ته ورسیدل او پرتګالیان یې له هند څخه وایستل، په اتلسمه پېړۍ کې فرانسویان او انګریزان هند ته ورغلل او هالنډیان یې له هند څخه وشړل... .» (۱۱)
دا شان د هند په اوبو او وچه کې، انګریزان او فرانسویان ډېر کلونه سره وجګړیدل، په هند کې د فرانسویانو مشهور مشر (دوپلکس) او د انګریزانو مشر (روبرټ کلایو) نومیدل ... انګریزانو وروسته له پنځلو کالو جګړو څخه، د فرانسویانو تر واک لاندې دوه ښارونه، چندرناګور او پوندیشري، ونیول، په دې جګړو کې نوموړي ښارونه په مکمله توګه وران شول، تر دې چې یو کور هم روغ پاتې نه شو او انګریزان پر فرانسویانو باندې بریالي شول.(۱۷۴۶/۱۷۶۱ز) (۱۲)
۳ــ انګریزي کمپنۍ او د هند اشغال
بېل یې کړه ایل یې کړه:
وروسته له هغې چې انګریزانو اروپایان له هند څخه وایستل، نو د هند خاوره یې د وخت په تېریدو سره په ډول، ډول خاینانه کړنو، زور زیاتي، مکر، ټګۍ، بډو او د نورو غيرانساني اعمالو په ترسره کولو سره لاندې کړه، انګریزانو هدف ته د رسیدو په موخه(چې موخه یې د لوی هندوستان نیول وو) هر ډول غيربشري او وحشي کړنې ترسره کړې، (چې په اصل کې د مکیاولي ترهګر او غدار سیاست پلي کول وو.)
انګریزي کمپنۍ په ۱۶۸۹ز کې د هند په داخلي چارو کې مداخلې پېل کړې، چې د هند دولت تر بریدونو سره مخ شوه او تر یوه ځایه یې انګریزان وځپل... وروسته له دې، چې انګریزانو[په پوځي ډګر کې خپله کمزوري ولیدله] نو هغه مشهور پلان(بې اتفاقي واچوه حکومت وکړه) د پلي کیدو په هڅه کې شول، چې په پای کې یې پلی هم کړ.(۱۳)
انګرېز ډګرمن ژان کوک، وړاندې له هغې چې د بریتانیا دولت، د ختیځ هند کمپنې بې واکه کړي، انګرېزانو ته داسې وویل:«دغه پردیتوب او دښمنۍ چې[په هند کې] د نژادونو او مختلفو ادیانو په منځ کې شتون لري، باید لاپسې زیات شي، د دوی د یووالي لپاره هېڅکله باید کار ونه کړو، په هندوستان کې د[بریتانیا] د، دولت کړنلاره (تفرقه واچوه حکومت وکړه) پر بنسټ باندې ولاړه ده.» (۱۴)
د بې اتفاقۍ اچونې د کړنلارې په لړ کې انګریزانو به لومړۍ د یوه هیواد څخه تر هغې چې کولی یې شول، اقتصادي او سوق الجیشي سیمې[په رنګا رنګ تکتیکونو] ونیولې او بیا به یې نورو هیوادونو ته ورکړې، وروسته به د پاتې شویو سیمو پاچاهان[واکمنان] له واک څخه ګوښه کړی شول او د هغه پاچا ځای به د هغه مخالف او یا د سیمې یوه خاین او ناوړه کس ته ورکړ شو، ګمارل شوی کس به یې تر خپلو سیاسي او مالي فشارونو لاندې راوست، چې په دې توګه به لاس پوڅي واکمن د خلکو[څخه د ملاماتوونکو مالیاتو د راټولولو په موخه] په زورولو او ګړولو پیل وکړ، چې په پای کې به له یوې خوا د ده، د ناوړه کړنو له امله، خلک د هغه دښمنان شول او له بلې خوا به همدغه خلک د انګریزانو لخوا د خپل لاس پوڅي پر وړاندې وهڅول شول، نو د دې لپاره چې هغه مستبد واکمن له خطر څخه ځان وساتي، اړ ؤ، چې انګریزانو ته د تسلیمۍ غاړه کېږدي او ورسره به عام خلک د انګریزانو د ګوډاګي حکومت څخه ترستوني ورسیدل، نو د خپل حکومت پر ځای به د پرديو او بهرنيو پر غلامۍ باندې راضي شول. (۱۵) په پای کې انګرېزانو هندوستان په اوه سوه ایالتونو او اوه سوه راجاګانو[او نوابانو] چې د دوی لاس پوڅي دي د خپلو ګټو د تامینولو لپاره ووېشلو. (۱۶)
خپله خاوره په خپله پیرودل او پردیو ته مالیه ورکول:
د هند انګریز حاکم (وارن هستنګس) د، دیتارپوچ، سیمه یو تن جنایتکار(ربی سنګ) ته د څلورسوو زرو روپیو په بدل کې په اجاره ورکړه، دغه سړي لومړی د سیمې له هر یو تنه څخه د خپلو شتمنیو لېست واخیست او بیا یې تر شکنجې لاندې ونیول، ترڅو خپله شتمني ورکړي او هغو کسانو چې مقاومت کولو، له ډول، ډول زورونو سره مخ کیدل، لکه د نوکانو ایستل، پلار او زوی په یو ځای لوڅ لغړ په ځنځیرونو باندې تړل، په اغزیو او زهرلرونکو لرګیو باندې وهل، په سر باندې وهل،(تر هغې پورې چې له خولې او پوزې به یې وینې روانې شوې)، په محاکمو کې د ښځې او جلکیو لوڅول او بې عفته کول او د ښځو تیونه د لرګیو په درزونو(چاودونو) کې ورکول. خلکو به چې دا ډول ترورستي او وحشي شکنجې ولیدلې نو له شتمنو[سودخورو] کسانو څخه، سل روپۍ، د شپږ سوو روپیو په بدل کې، په سود باندې اخیستلې. (۱۷)
او د کشمیر ایالت یې په ګلاب سنګ باندې په( اووه ملیونه پنځه سوه زرو) روپیو وپلورلو، ګلاب سنګ هغه مهال په جمو کشمیر کې حکومت درلود، د ګلاب سنګ لپاره دا معامله ډېره ګټوره وه خو د کشمیر بې چاره خلک په دې برخه کې چا په حساب کې هم نه راوړل. (۱۸)
د انګریزانو د کمپنۍ یو مشر کلایو، د هند نوابان او صوبه داران پخپل منځ کې په جګړه سره واچول، چې ورو پر ورو د دوی خاوره د کمپنې لخوا غصب شوه، کلایو، میرجعفر نومی د(۶،۰۰۰،۰۰۰) ډالرو په بدل کې د بنګال د نواب په توګه وټاکه ... . (۱۹)
انګریزي کمپنۍ، په کال ۱۶۳۹ز کې د مدراس له راجا چندراګیري، چې د کرناټک د غرنۍ کلا واکمن ؤ، وپیرودله او د(سنټ جورج) کلا یې ودانه کړه، په دې ترتیب، په هند کې انګریزانو خپل[پوځي] شتون او امتیازات ښکاره کړل. (۲۰)
په ۱۷۵۷ز کال کې کلایو انګریز، د بنګال نواب سراج الدوله ته په ټګۍ سره، د پلاسی نومي په جګړه کې ماتي ورکړه ... کلایو دونیم میلیونه روپۍ ترلاسه کړې، دا چې په یادو روپیو یې قناعت نه کولو د ځان لپاره یې یو ارزښمن جاګیر هم خپل کړ... . د انګریزانو واکمني وروسته د پلاسی جګړې څخه عملاً په هند کې پیل شوه ... انګریزان په بنګال کې واکمن شول او بل داسې ځواک نه و چې د دوی مخه ونیسي... وروسته له هغې د بنګال د نوابانو ټاکل او شړل د انګریزانو لخوا ترسره کیدل. انګریزانو په کال ۱۷۶۴ز کې د بکسر جګړه هم وګټله، چې په پایله کې د ډیلي[مغلي] امپراتوري هم د انګریزانو تر لاس لاندې راغله ... او انګریزان پر بنګال او بیهار سیمو باندې واکمن شول. (۲۱)
هغه سیمې چې د کمپنۍ تر واک لاندې وې د خلکو له حاصلاتو څخه يې نیم په نیمه محصولات اخیستل، چې د انګریزانو د دا ډول سختو فشارونو په نتیجه کې دوه په درې اوسیدونکي له خپلو سیمو څخه وتښتیدل، په داسې حال کې چې ځینو نورو خپل زامن پلورل ترڅو وکړای شي مالیات ورکړي. (۲۲) د انګریزانو لخوا پر خلکو باندې مالیات دومره لوړې کچې ته ورسیدل، چې خلکو د زراعت له کرلو او نورو کارونو څخه لاس په سرشول، چې له امله یې لویه قحطي رامنځ ته شوه، په ملیونونو خلک مړه شول او د ګنګا سیند د مړیو له جسدونو څخه ډک شو. (۲۳) که چا به مالیات نه شول ورکولې، د کمپنۍ کسانو لخوا به ونیول شول او په یو لوی قفس کې به بندیان او سوزوونکي لمر ته به ځوړند شول. (۲۴)
(د انګریزانو د ختیځ هند کمپنۍ رپی(بیرغ) په ۱۷۰۷ز، کال کې، د سنټ جروج نښان په لرلو سره.) له ویکي پیډیاڅخه
---------------------------------------------------------------------------------------
اخځ لیکونه او تشریحات
(*) فلفل: تورو مرچو ته وایي، تور مرچ د انسان بدن ته ډېرې ګټې لري، د تورو مرچو ګټې په انټرنټ کې وګورئ.
(**) دارچین: د یو ډول ونې له پوستکي څخه ترلاسه کیږي، د دارچین پوډر د مغزو د آلزایمر ناروغۍ او د شکرې ناروغۍ مخنیوی کوی.
۱ــ پنډت جواهرلال نهرو: نګاهی بتاریخ جهان
۲ــ میرغلام محمد غبار: افغانستان در مسیر تاریخ
۳ــ ویل دورانټ: تاریخ تمدن
۴ــ ویل دورانټ: اختناق هندوستان
۵ــ آلبرماله- ژول ایزاک: انقلاب کبیر فرانسه، د رشید یاسمی فارسي ژباړه:
۶ــ ویکي پیډیا
۷ـ آنهماری شیمل: در قلمروی خانان مغول، د فرا مرز نجدسمیعی، فارسي ژباړه
۸ــ ډاکټر مبارک علي: د تاریخ ننداره، د اسدالله غضنفر پښتو ژباړه
۹ــ کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي: د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه
نور بیا...