مشرف ولسمشر شو خوامریکا رسمي پایلو ته سترګې په لارده
پاکستاني ولسمشر پرویز مشرف له خپلو مخالفینو څخه غوښتې ، چې له عقل څخه کار واخلي او داسې دریځ غوره کړې ، چې د هېواد په ګټه وي . نوموړې دغه څرګندونې هغه کولې کله ، چې د ولسمشرۍ په ټاکنوکې کامیاب شو . خو امریکا بیا یو څه پښه نیولې ده او رسمې پایلو ته سترګې په لار ده . د بي بي سي د راپور له مخې له احیتاطه ډکه مبارکي یې ورته را استولې . مشرف په ټاکنو کې خپل بریالیتوب مشروع بللی او وايي که دغه ډول بریالیتوب ډیموکراسي ده که اپوزیسیون ونډه اخیستې وه اوکنه . مشرف په اسلام اباد کې په یوه خبري ناسته کې د خبریال دې پوښتنې « که چیرې ستره محکمه د ټاکنو د مشروعیت په اړه حکم صادر کړي ، ستاسې دریځ به څه وي ؟ د لوی درستیز له څوکۍ به ګوښه کیږي که څنګه ؟» مشرف ورته ویل : لومړی باید د محکمې حکم ته انتظار وباسو
هغه همدارنګه د واکمن ګوند او د پاکستان د خلکو له ګوند تر منځ د اړیکو په اړه له خبرو څخه مخ واړوه او دا یې ونه منله ، چې نوموړی له پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو سره د واک د ویش په اړه سلا شوې . جنرال مشرف له پاکستاني ولس څخه غوښتي ، چې د یو والې په لور ګامونه واخلي له لاریون او پارونکو هڅو څخه هیڅ نه جوړیږي . همدارنګه یې هغه وکیلان هم مخاطب کړې ، چې په هېواد کې لاریونونه پیل کړي مشرف ورڅخه غوښتي ، چې له عقل څخه کار واخلي او داسې دریځ غوره کړې چې په هغه کې د پاکستان ملي ګټې خوندي وي .
له احیتاطه ډک انتظار
له بل پلوه د امریکا پاکستان ته ټاکنو لامله مبارکي ورکړې او د سپینې ماڼې ویاند سکوت ستانزل ویلې : « اسلام اباد د امریکا مهم ملګري او شریک دی او موږ ورته د ټاکنو مبارکي وایو » ویاند زیاته کړې ده ، چې هیواد یې په ارام زړه د ټاکنو د کمیسون پایلو ته سترګې په لار دی ، موږ به د پاکستان له ټولو چارواکو سره د مهمو موضوعاتو په اړه لکه ترهګرې او دوه اړخیزه اوسیمه ییزه اړیکو خبرې کوو .
لاریون :
د پایلو له اعلان وروسته د څلورو واړو صوبو په مرکزونو کراچۍ ، لاهور ، پیښور او کویټه کې وکیلانو پر پراخه لاریونو لاس پورې کړ. پولیسو د لاریون د برخوالو د تیت پرک کولو په موخه اوښلن ګاز وکاروه ځکه ، چې یو شمیر وکیلانو غوښتل چې په پیښور کې د ولایتي شورا مرکز ته ورننوځي . وکیلانو د مشرف عکسونو او .... اور واچوه او د پولیسو یو موټر یې ورویجاړ کړ .
په کراچۍ کې هم پولیسو د لاریون د برخوالو د خورولو لپاره اوښلن ګاز وکاروه او د اپوزیسیون یو شمیرهغه کسان یې ونیول ، چې د سترو لارو د بندولو یې غوښتل . ددې تر څنګ د مشرف په زرګونو پلویانو د پاکستان په سترو ښارونوکې دخوښې چشنونه جوړ کړي وو .
دغه ټول پرمختګونه هغه مهال رامنځ ته شول ، چې کله دولتي ټلویزون د ټاکنو پایلې ، چې په ملي او دڅلورو صوبو په ولایتي پارلمانو کې ترسره شوې ، اعلان کړې . د ټاکنو دکمیسون دمسوولینو له خولې جنرال مشرف 685 رایو څخه 671 رایې وګټلې . متقاعد قاضي وجیه الدین احمد 8 او 6 نورې لغوه اعلان شوې . د ټاکنو د کمیسون مشر قاضي احمد فاروق وايي : په ملي پارلمان او دسنا په مجلس کې جنرال مشرف 257 رایو څخه 252 رايي وګټلې او دده سیال وجیه الدین یوازې 2 رایې اخیستې او 3 نورې لغوه اعلان شوې .
همدارنګه جنرال مشرف په صوبايي پارلمانو کې له بلوچستان کې 65 رایو څخه 33 اخیستې . په صوبه سرحد کې یې له 34 رایو څخه 31 اخیستې . وجیه الدین 2 او 1 رد شوې . په پنجاب کې یې له 257 رایو څخه 253 رایې اخیستې وجیه الدین 3 او 1 رد شوې او په سند کې یې له 104 رایو څخه 102 رایې اخیستې او وجیه الدین 2 رایې ګټلې . د ټاکنو د کمیسون مسوولینو ویلې ، چې کمیسون به تر هغې د ټاکنو پایلې له ځان سره خوندي ساتي تر څو د روانې میاشت پر 17 مه د ټاکنو دمشروعیت په اړه د سترې محکمې له خوا حکم صادر شي .
جنرال مشرف ژمنه کړې وه ،چې نوموړی به د نومبر پر 15 مه چې دغه مهال یې د ولسمشرۍ دوهمه دوره پای ته رسیږي د لوی درستیز له څوکۍ څخه استعفا ورکوي ، هیله داسې وه چې جنرال مشرف به دغه ډول یو ګام له دغه تاریخ وړاندې اخلي . هغه اوس پوه شوې ، چې نوموړی یو ځل بیا د پوځ مرستې ته هغه مهال اړ وځي که چیرې محکمې پریکړه دده پر ضد وه .

وروستي